امنیت

چارواکي چمتو دي په داسې حال کې چې داعش پاکستان نوي صوبه وګرځوله

د عبدل غني کاکړ لخوا

په دې تصوير کې د داعش یو غړې ښکاري چې افق ته ګوري. داعش په دې وروستیو کې پاکستان يوه نوي "صوبه" وګڼله، چې دا د دې خبرې ثبوت دی چې دا ترهګريزه ډله هڅه کوي چې په هیواد کې خپل نفوذ پياوړی کړي. [فايل]

په دې تصوير کې د داعش یو غړې ښکاري چې افق ته ګوري. داعش په دې وروستیو کې پاکستان يوه نوي "صوبه" وګڼله، چې دا د دې خبرې ثبوت دی چې دا ترهګريزه ډله هڅه کوي چې په هیواد کې خپل نفوذ پياوړی کړي. [فايل]

کويټه -- داعش د دې کال په لومړيو کې په منځني ختیځ کې د ځمکني شکست وروسته په ښکاره ډول په پاکستان او هند باندې تمرکز کوي.

داعش په دې وروستیو کې د خپلې عماق پروپيګنډې رسنيو له لارې "د پاکستان صوبې" جوړولو اعلان وکړو، کله چې دې د می په ۱۲ مه د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلع کې د ټريفک د پولیسو افسر د وژلو مسؤولیت په غاړه واخیستو.

داعش د دې هم ادعا وکړه چې دې د می په ۱۴ مه په کويټه کې طالب جنګیالي په نښه کړي ول، چې یو کس په کې وژل شوی وو او درې نور کسان ټپیان شوي ول، خو ځایي چارواکو دا خبره رد کړه چې قربانیان د طالبانو غړي ول.

دغه ترهګريزې ډلې دا ادعا هم وکړه چې دې د می په ۲۰ مه په کراچۍ کې په پولیسو باندې برید کړی وو.

داعش د می په ۱۵ مه په ټیلي ګرام باندې یو پیغام خپور کړو چې پاکستان يې په کې يوه "صوبه" وګرځوله او د کویټې په ښار کې یې د طالبانو په غړو باندې د بريد تفصیلات ورکړل. [فايل]

داعش د می په ۱۵ مه په ټیلي ګرام باندې یو پیغام خپور کړو چې پاکستان يې په کې يوه "صوبه" وګرځوله او د کویټې په ښار کې یې د طالبانو په غړو باندې د بريد تفصیلات ورکړل. [فايل]

د داعش يو انځور په لاهور کې په يو ملي يادګار منار پاکستان کې د دې جهنډا ښيي. داعش په منځني ختیځ کې د ځمکني شکست وروسته، په ښکاره ډول په پاکستان او هند باندې تمرکز کوي. [فايل]

د داعش يو انځور په لاهور کې په يو ملي يادګار منار پاکستان کې د دې جهنډا ښيي. داعش په منځني ختیځ کې د ځمکني شکست وروسته، په ښکاره ډول په پاکستان او هند باندې تمرکز کوي. [فايل]

په عین وخت کې، داعش د می په ۱۰ مه ادعا وکړه چې د دې د "هند صوبې" څانګې د هند تر واک لاندې کشمیر په برخه کې په هندي پوځیانو برید کړی وو.

د داعش دغه دواړه نوي "صوبې" مخکې د داعش په "خراسان صوبه" کې شاملې وې. داعش د خراسان صوبې نوم د هغه سیمه ایزو عملیاتو لپاره کاروي کوم چې دوی په افغانستان کې د اډو نه پيلوي.

اعتزاز احمد ګورايا، چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزې د څانګې (سي ټي ډي) ډپټي انسپکټر جنرل دی، اعتراف وکړو چې "کيدې شي د داعش تسهيل کوونکي زموږ په خاوره کې موجود وي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "داعش په اصل کې بلوچستان او د پاکستان نورې قبایلي سیمې د خپلو عملیاتو لپاره نرم هدف ګڼي، نو له همدې کبله، هڅه کوي چې دلته کې خپل شتون رامنځته کړي."

هغه وويل، د می په ۱۶ مه د مستونګ په کابو مهران سيمه کې په يو تربيتي مرکز کې، چې د داعش وسله والو سره يې تړاو لرلو، په بغاوت ضد عملیاتو کې د دريو کمانډرانو په ګډون نهه ترهګر ووژل شول.

ګورايا وویل، "موږ ټولې هڅه کوو چې په خپله خاوره کې د داعش هر ممکنه شتون راکم کړو، او دا وروستۍ حمله چې د می په ۱۶ مه په مستونګ کې د داعش وسله والو په وړاندې ترسره شوه، د داعش او په سیمه کې د هغې د تسهيل کوونکو لپاره یو لوی ګوزار وو."

هغه وويل، د تربيتي مرکز سره، درنې وسلې، چاودیدونکې توکي، ځانمرګي جاکټونه، مهمات او د جديد او پيچيده وسلو د تربيت په اړه ادبيات ونیول شول." هغه زياته کړه چې د ملي ډیټابیس او د نوم لیکنې اداره د وژل شويو وسله والو د پيژندلو لپاره کار کوي.

د وسله والو د پروپيګنډې سره مبارزه

په کويته کې د استخباراتو يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، "دا مونږ نه شو ردولی چې داعش زموږ ملي امنیت ته یو احتمالي ګواښ دی، خو زموږ په سیمه کې د دې وسله والې ډلې عملیاتي ځواک لاهم دومره پیاوړی نه دی چې څومره دا د افغانستان او سوریې په شمول د نړۍ په نورو برخو کې دی."

"د داعش د پروپېګنډې شبکه د نورو وسله والو ډلو په پرتله خورا پیاوړې ده." هغه زیاته کړه چې داعش دلته کار کوي چې خپل نظرياتي او سایبر جګړه پیاوړي کړي."

هغه وويل، "داعش د رسنيو یوه پیاوړی پليټ فارم لري، او دا د خپلو ستراتیژیکي ګټو لپاره شپه او ورځ د آنلاین رسنیو څارنه کوي."

دغه چارواکي وويل، د تیرو څو کلونو راهیسې، داعش د خپل اهميت د لوړولو لپاره د هغه بريدونو مسوولیت په غاړه اخیستې چې بلې کومې ډلې د دې ادعا نه ده کړې.

هغه وويل، "د ځايي ملاتړ پرته، دا په پاکستان کې خپل هدف نه شي ترلاسه کولی."

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو ماهر میجر (ريټايرډ) عمر فاروق پاکستان فارورډ ته وویل، "د داعش عملیاتي او ارتباطي وړتیا په پراخه کچه په ټولنیزې شبکې تکيه لري." هغه له چارواکو څخه غونښتنه وکړه چې د ټولنیزو رسنیو هغه ټول اکاونټونه بلاک کړي کوم چې د داعش پروپيګنډه خپروي.

"زمونږ په خاوره باندې د طالبانو او داعش سره مبارزه يوې جامع ستراتیژۍ ته اړتیا لري، او د هیواد امنیتي اداره باید د دې مخ پر زياتيدو ګواښ د مخنیوي لپاره د عمل وړ پالیسي پلي کړي."

د داعش ضد ستراتیژي

په اسلام آباد کې د دفاعي چارو شنونکي، رشید احمد، وويل، پاکستاني امنیتي ځواکونه باید چمتو واوسي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "په لاهور کې په داتا دربار مزار کې د می په ۸ مه د ځان وژونکي بريد، د اپريل په ۱۲مه،په کويټه کې د میوو په هزار ګنجي بازار کې ځان وژونکي چاودنه، په کويټه کې د میوو په هزار ګنجي بازار کې ځان وژونکي چاودنه او د هیواد په نورو برخو کې بریدونه ثابتوي چې ترهګريزې ډلې بیا راپورته کيږي."

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یوې ډلې په لاهور او کويټه کې د پیښو مسوولیت پرغاړه اخیستی وو.

احمد زیاته کړه، "دا یو حقیقت دی چې داعش په پاکستان کې ډیر شمیر خلک استخدام کړي دي."

هغه وويل، "په تیرو څو کلونو کې، د داعش سره تړاو لرونکي شکمن کسان چې په تيرو څو کلونو کې په لاهور، کراچۍ، سیالکوټ، اسلام آباد، کويټه او د هیواد په نورو برخو کې نیول شوي دي، دا تایید کړې چې داعش زموږ د سولې او ثبات لپاره یو دوامداره ګواښ دی."

هغه وویل، "دا وخت دی چې مونږ په هیواد کې د داعش پر ضد يوه جامع ستراتیژي پلي کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 7

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم پوهه شم چې څنګه خبريال توان ولرلو چې دغه ګروپونو ته ورسيدو؟ څنګه دوی ورځپاڼو او ويب سايټونو ته لاس رسی ترلاسه کوي، څنګه انټرويو ترسره شوه؟ آيا دوی تاسو سره د ټيلي فون، انټرنټ، موبايل يا ټيلي ګراف فيکس يا د ليک له لارې اړيکه نيسي؟ داسې ښکاري چې دا د خبرونو ويب سايټ په سازش او د جعلي پروپګنډې خبرونو په خپرولو کې ښکيل دی چې په سيمه کې اړې ګړې رامنځته کړي او پاکستان بې ثباته کړي... زه فکر کوم چې مونږ له پکار ده چې ستاسو خلاف هم اقدام پورته کړو.

ځواب

ښه، زه غواړم چې پوهه شم چې څنګه خبريال توان ولرلو چې دغه ګروپونو ته ورسيدو؟ څنګه دوی ورځپاڼو او ويب سايټونو ته لاس رسی ترلاسه کوي، څنګه انټرويو ترسره شوه؟ آيا دوی تاسو سره د ټيلي فون، انټرنټ، موبايل يا ټيلي ګراف فيکس يا د ليک له لارې اړيکه نيسي؟ داسې ښکاري چې دا د خبرونو ويب سايټ په سازش او د جعلي پروپګنډې خبرونو په خپرولو کې ښکيل دی چې په سيمه کې اړې ګړې رامنځته کړي او پاکستان بې ثباته کړي... زه فکر کوم چې مونږ له پکار ده چې ستاسو خلاف هم اقدام پورته کړو.

ځواب

دا داعش نه دی بلکې دا د امريکې او د هغې د متحدينو فيصله ده.

ځواب

دا په حقیقت کې داعش دی چې هڅه کوي چې د پاکستان په څير اسيايي هيوادونو ته ورسيږي.

ځواب

دا ښکاره ده چې امریکا او اسراییل دا کار کوي، او موږ ډیر ښه پوهیږو ...   او دوی به هیڅکله بریالیتوب ترلاسه نه کړي انشاء الله

ځواب

خو په پاکستان کې د داعش د شتون په اړه په رسمي توګه تاييد نه دی شوی

ځواب

آمريکا، ايران او اسرايل به د پاکستان بې ثباته کولو لپاره زيات کوشش وکړي او ټول درې واړه تاکتيکونه به وکارول شي. د داعش په بهانه په پاکستان کې د ډرون بريدونه، د ايران د څارنې لپاره د اډو د ترلاسه کولو له لارې سي پيک ته زيان رسول، د سهولت کارانو په مرسته د پي ټي ايم د مشرانو هدفي وژنه چې دا وښيي چې پاکستان د پښتنو سره ناوړه چلند کوي او آخرنی پلان دا دی چې آمريکا به د پي ټي ايم په وړاندي د پاکستان حکومت سره مرسته کوي چې په سوله ايزه توګه د افغانستان نه خپل بحري ځواکونه او جنګي سامان د خپل سمندري بيړې له لارې اوباسي او د افغان حکومت سره به مرسته جاري وساتي خو د پاکستان سره به هيڅ مرسته نه کوي. خو د امريکې د وتلو نه ژر وروسته، طالبان به په افغانستان کې بيا فعال شي، افغان حکومت او د انډيا سرمايه کاري به تباه شي. بې شکه الله ښه پوهيږي.

ځواب