زده کړه

پاکستان د افراطیت د خپریدو د مخنيوي لپاره د مدرسو اصلاحات پیلوي

د ضياء الرحمان لخوا

د مدرسې زده کونکي د اپریل په ۲۵ مه په کراچۍ کې د جامعه مخزو العلوم په کلنيز امتحان کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

د مدرسې زده کونکي د اپریل په ۲۵ مه په کراچۍ کې د جامعه مخزو العلوم په کلنيز امتحان کې ګډون کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- پاکستاني چارواکي په مدرسو کې اصلاحات کوي اود مدرسو او وسله والو ډلر تر منځ اړیکي ماتوي.

د دې هڅو موخه دا ده چې دیني زده کړې ښه کړي او د افراطي نظریې خپریدل کنټرول کړي.

د پاکستاني پوځ ویاند، ميجر جنرل آصف غفور، د وینا له مخې، د ۳۰،۰۰۰ څخه زیاتو مدرسو په قامي بهير کې د راوستلو لپاره اصلاحات به د ښوونې وزارت تر نګرانۍ لاندې ترسره شي.

هغه د اپريل په ۳۰ مه په راولپنډۍ کې په یو نيوز کانفرنس کې وویل، "یو اسلامي تعليم به په دوامداره توګه چمتو کړی شي، خو په نصاب کې به د نفرت وینا نه وي." "همدارنګه، د هغوی په نصاب کې به نور مضامین شامل شي."

د غفور دا غږ چې دیني زده کړې په قامي بهير کې راولي -- د يو پاکستاني چارواکي لخوا لومړی ځل نه دی -- په پاکستان کې د مدرسو په اړه د لسیزو راهيسې اندیښنې په ګوته کوي چې د اوږدې مودې راهيسې د تورنو سره مخامخ شوي دي چې دوی ځینو بنسټيز نظرونو ته وده ورکوي او د ترهګريزو شبکو سره اړیکې لري.

د غفور د پريس کانفرنس نه وروسته، د تعليم وزیر شفقت محمود د می په ۶ مه په اسلام آباد کې د ملت د مدرسو پنځو بورډوونو مشرانو سره د اصلاحاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

په دې غونډه کې، دواړو لوریو، د پوهنې وزارت او د مدرسو بورډونو موافقه وکړه چې په هیواد کې ټولې ۳۰،۰۰۰ مدرسې ثبت کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا وزارت به د مدرسو د ثبتولو لپاره لس سیمه ایز مرکزونه پرانیزي، او هغه مدرسې به بندې شي کومې چې رجسټريشن نه ترلاسه کوي."

هغه وويل، د دې موافقې له مخې، حکومت به له مدرسو سره د بينک اکاونټونو په جوړولو کې او د هغه بهرنيو طالب علمانو لپاره د ويزو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي کوم چې په پاکستان کې په مدرسو کې داخله اخيستل غواړي.

يو ښه اقدام

د مدرسو ټولو پنځو بورډونو د دې نوښت هرکلی وکړ چې د مدرسو د انتظام مسوليت د پوهنې وزارت ته وسپاري.

مولانا ابراهيم سکرګاهي، چې د وفاق المدارس العربيه وياند دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا زموږ اوږدمهاله غوښتنه وه چې د دې مسوولیت ... باید د پوهنې وزارت ته ورکړل شي." وفاق المدارس د مدرسو د پنځو بورډونو څخه یو بورډ دی.

هغه وويل، پخوا، ډیرو وزارتونو او دولتي ادارو -- لکه د سوداګرۍ مدیریت، داخلي او مذهبي چارو وزارت -- د مدرسو نګراني کړې وه.

د مدرسو رجسټريشن او تر قانون لاندې رواستل د ملي عمل پلان د ۲۰ موخو څخه يوه ده. د ملي عمل پلان د حکومت لخوا د ترهګرۍ ضد يوه پالیسي ده چې په جنوری ۲۰۱۵ کال کې تصویب شوې وه.

د مدرسو مشران په ډيرو موقعو په حکومت تور لګولی چې د دوی رجسټريشن نه نوی کوي، چې دا د دوی لپاره ستونزمن کوي چې پیسې راټولې کړي.

سکرګاهي وویل، مدرسې د نوي بينک اکاونټونو په پرانیستلو کې ستونزې لري او په امنیتي ادارو تور لګوي چې دوی د معلوماتو راټولولو په نوم د ښوونکو او زده کوونکو د ځورونې پالیسي تعقیبوي." سکرګاهي هيله څرګنده کړه چې دا وروستۍ هڅې به دا مسله حل کړي.

پاکستانی چارواکو د مارچ په میاشت کې په ټول هيواد کې د لس ګونو مدرسو -- جیش محمد (جی اي ایم) او جمات الدعوه (جی يو ډي)، کنټرول په خپل لاس کې واخيستو او په دغو مدرسو تور لګوي چې دوی په تخريبي فعاليتونو کې ښکيل دي.

د مدرسو د فارغانو لپاره غوره امکانات

د مدرسو زياتره فارغان د اسلامي زده کړو یا د عربۍ د ښوونکو، په مدرسو کې د ښوونکو، په جومات کې د امام یا د موزن په حیث کار کوي.

البته، ډیر فارغان د محدود او يا د روزګار د نتشوالي له کبله د مايوسۍ ښکار وي.

ارشد یوسفزۍ، چې په کراچۍ کې يو ژورناليسټ دی او د تعليم او مدرسو په اړه راپور ورکوي، وويل، د مدرسو فارغانو شمیر د ډيمانډ نه ډيره زيات دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، خو په وروستیو کلونو کې، حکومت د مدرسو د فارغانو سره د مالي مرستې لپاره د ځینو نوښتونو اعلان کړی دی.

تیر کال، د خیبر پښتونخواه (کی پي) صوبايي حکومت هغه امامانو ته هره مياشت د ۱۰،۰۰۰ روپو( ۷۰ آمريکايي ډالره) تادیه ورکول پیل کړل کوم چې د مدرسو په پنځو بورډونو کې د يو بورډ نه ډګري لري. حکومت د دې لپاره هرکال تقريباََ ۳.۲۵ ميليارده روپو (۲۲.۳ ميليونه آمريکايي ډالره) لګښت برداشت کوي.

همدارنګه، په تیرو څو کلونو کې، اسلامي بينکونه چې د شريعت مطابق کوم بينک اکاونټونه وړاندې کوي هغه په چټکۍ سره په پاکستان کې د ژوند نوي مالي لاره جوړيږي. لکه څنګه چې، ځینو مدرسو داسې فارغان فارغول پيل کړي چې هغوی په اسلامي فقه او مالي چارو کې مهارت لري.

د مارچ په مياشت کې، دارالعلوم کراچۍ اعلان وکړ چې دې د مدرسو د وروستي کال زده کونکو لپاره د سوداګرۍ په مدیریت کې د یو کال ډیپلومې وړاندې کول پيل کړې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500