زده کړه

خيبر پښتونخواه ۴،۰۰۰ ځوانانو ته وړيا تخنیکي زده کړې وړاندې کوي

د محمد شکيل لخوا

ځوانان د می په ۱۵ مه د پیښور په تخنیکي روزنیز مرکز ګلبهار کې د وزير اعلی د ځوانانو روزنيز پروګرام د برخې په توګه تخنیکي روزنه ترلاسه کوي. [محمد شکیل]

ځوانان د می په ۱۵ مه د پیښور په تخنیکي روزنیز مرکز ګلبهار کې د وزير اعلی د ځوانانو روزنيز پروګرام د برخې په توګه تخنیکي روزنه ترلاسه کوي. [محمد شکیل]

پیښور -- خیبر پښتونخواه حکومت په صوبه کې ځوانانو ته وړيا تخنیکي روزنې وړاندې کوي، چې تمرکز يې زياتره په نویو ضم شويو ضلعو باندې دی، چې د هغوی سره د تجارت په زده کړه کې مرسته وکړي، د خپل کار امکانات لوړ کړي او اقتصادي ثبات يقيني کړي.

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان په پیښور کې د فبرورۍ په ۲۲ مه وویل، خیبر پښتونخواه به د صوبې د ټولو برخو نه ۴،۰۰۰ ځوانانو، د پخواني قبايلي ايجنسو ځوانانو په ګډون، ته وړیا تخنیکي زده کړې وړاندې کړي.

په ۹۲ روزنيز ادارو کې په ۹۱ ادارو کې له مخکې نه روزنه پیل شوې ده. په کوهستان کې په دغه اداره کې د ودانۍ د کار له امله د روزنې پیل ځنډیدلی دی.

خان د فبرورۍ په مياشت کې وويل، "موږ غواړو چې دندې چمتو کړو او د روزل شويو ځوانانو لپاره روښانه لارښوونه برابر کړو، او حکومت په قبايلي سيمو کې د ځوانانو لپاره يو شمېر ګامونه پورته کړي دي."

ځوانان د می په ۱۵ مه د پیښور په تخنیکي روزنیز مرکز ګلبهار کې د وزير اعلی د ځوانانو روزنيز پروګرام د برخې په توګه تخنیکي روزنه ترلاسه کوي. [محمد شکیل]

ځوانان د می په ۱۵ مه د پیښور په تخنیکي روزنیز مرکز ګلبهار کې د وزير اعلی د ځوانانو روزنيز پروګرام د برخې په توګه تخنیکي روزنه ترلاسه کوي. [محمد شکیل]

زده کونکي په ۲۰۱۸ کال کې، د پرمختللي تخنيکي روزنې مرکز حيات آباد کې کار کوي چې د خيبر پښتونخواه ټيوټا يې چلوي. ټيوټا به په مختلفو مهارتونو کې ۴،۰۰۰ زده کونکو ته، د قبايلي ځوانانو په ګډون، وړیا تخنیکي زده کړې چمتو کړي. [محمد شکیل]

زده کونکي په ۲۰۱۸ کال کې، د پرمختللي تخنيکي روزنې مرکز حيات آباد کې کار کوي چې د خيبر پښتونخواه ټيوټا يې چلوي. ټيوټا به په مختلفو مهارتونو کې ۴،۰۰۰ زده کونکو ته، د قبايلي ځوانانو په ګډون، وړیا تخنیکي زده کړې چمتو کړي. [محمد شکیل]

خان وويل، "صوبايي حکومت د غربت کمولو او اقتصادي ثبات لپاره يو روښانه لید لري" او همدارنګه د "مهارت لرونکي ځواک لپاره د روزګار نوي فرصتونه" پرانيزي."

د دې ډول مسلکي روزنې موخه دا ده چې د افراطیت کشش له منځه يوسي، چې بې وزلې خلک په نښه کوي.

د خیبر پښتونخواه د تخنیکي زده کړو او مسلکي زده کړو اداره (ټيوټا)، يوه داسې اداره چې په صوبه کې ځوانانو ته د تخنیکي مهارتونو د تدریس ورکولو دنده لرې، منيجنګ ډايريکټر، سجاد علي شاه، وويل، د دې پروګرام موخه د تخنیکي زده کړې له لارې د ضم شويو سيمو ځوانانو ته د ودې او روزګار فرصتونه برابرول دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ ځوانان د سیالۍ فطري وړتیا لري، خو دوی ته د خپلو وړتیاوو او مارکيټ غوښتنې سره سم په ډګرونو کې پوهه او مناسب روزنې ته ضرورت دی."

هغه زياته کړه، د چارواکو لپاره هڅې روانې دي چې د هغه ځوانانو سره د روزګار په موندلو کې مرسته وکړي کوم چې د ټيوټا لاندې روزنه بشپړوي.

مختلف ډګرونه

صادق اورکزۍ، چې د ټيوټا د زده کړو ډايريکټر دی، وويل، د ټيوټا په ۹۲ تخنیکي ادارو کې ۱۲ ادارې په پخوانو قبايلي ايجنسو کې دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ضم شويو سيمو ځوانان اوس مهال په ښه حالاتو کې دي چې په مختلفو برخو کې تخنیکي روزنې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې دوی له دې خبر وي چې مارکيټ څه غواړي."

اورکزۍ وويل، د روزنې ۳۰ برخې به موجود وي، چې د زده کونکي په قابليت او وړتيا باندې انحصار لري.

هغه زياته کړه، په دغو برخو کې آټو کيډ، چې دا د کمپيوټر په مرسته د ډيزاين جوړولو يو سوفټوير دی، کمپیوټر پروګرامنګ، په صنعت، د ګاډو او سولر پینل سکټور کې د بجلۍ کار زده کول، ترکاڼي، نل کاري، فیشن ډیزاین، ویښته سمول، د اوسپنې کار، درانه مشينان کارول، او د کرين چلول شامل دي.

اورکزۍ وویل، ټيوټا به ټول لګښتونه برداشت کړي، چې په دې کې ټيوشن او د استوګنې ځای ورکول شامل دي.

هغه وويل، "هر زده کونکی به هره مياشت ۳،۰۰۰ روپۍ (۲۱ آمريکايي ډالره) تادیه ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې ټيوټا به د میاشتې د روزنې فیس ۳،۰۰۰ روپۍ (۲۱ آمريکايي ډالره) او د مياشتې د استوګنې لپاره ۶،۰۰۰ روپۍ (۴۲ آمريکايي ډالره) برداشت کړي."

هغه وويل، دا پروګرام به د ښځو لپاره د روزنې سيټونه خوندي وساتي.

اورکزۍ زیاته کړه، "په ټولنه کې د میرمنو اهمیت په پام کې نيولو سره، دوی باید د پرمختګ کولو فرصتونه ومومي ... له دې امله، دوی به په دې پروګرام کې ۱،۰۰۰ سيټونه ولري."

رحمان الله، ۱۷ کلن، چې په باجوړ ضلع کې په لسم جماعت کې طالب علم دی، وویل، تخنیکي روزنه به ځوانانو ته توان ورکړي چې خپلواکه شي او د مالي بار د کمولو له لارې د خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "زه ډاډه یم چې د تخنیکي پوهې ترلاسه کولو وروسته به دا زما لپاره آسانه وي چې پخپله کاروبار پيل کړم او له درناوي سره معاش وګټم."

هغه وويل، "تعليم مهم دی، خو مهارتونه او عملي کار به د هغه چا لپاره ډیر ګټور وي چې سرچینې نه لري او غواړي خپل کار پیل کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

Der kh zbrdst pa zra poore

ځواب

دا به کله پيل کيږي؟

ځواب

ستاسو د هڅو ستاينه کوم. نوی ټريننګ به کله پيل کيږي

ځواب