تکنالوژي

خيبر پښتونخواه د ټکنالوجۍ تربيتي مرکز پروجيکټ غځوي چې ډیجیټل بدلون ته وده وکړي

د دانش يوسفزۍ لخوا

فضا مجید د اپریل په ۲۵ مه په درشل پېښور کې په خپلې ايکوا ګرین پروژې باندې کار کوي. [دانش يوسفزۍ]

فضا مجید د اپریل په ۲۵ مه په درشل پېښور کې په خپلې ايکوا ګرین پروژې باندې کار کوي. [دانش يوسفزۍ]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه د معلوماتي ټکنالوژۍ بورډ (کی پي آی ټي ‌بي) پلان لري چې خپله درشل پروژه پراخه کړي، چې دا د هغه مرکزونو يوه شبکه ده چې موخه يې ډیجیټل ټکنالوجي جوړول دي.

د کی پي آي ټي بي له مخې، په تیر اګست کې د خیبر پښتونخواه په دریو ضلعو کې له پیلولو سره، دغه پروژې د ۳۷ ميليونه روپو (۲۶۰،۰۰۰ آمريکايي ډالره) عوايد او د ۸۹ نه زیاتې دندې رامنځته کړي دي. دا هڅې به اوس اوو نورو ضلعو ته وغځول شي.

د درشل موخه دا ده چې د صوبې ډیجیټل بدلون وهڅوي او د ټولنې د مرکزونو شبکې جوړې کړي چې ځوانانو ته د همکارۍ، بدلون، روزنې ترلاسه کولو او د نوې سوداګرۍ د پيلولو لپاره فرصتونه برابر کړي.

دا یوه موقع ده چې د ځوانانو قوت په ښه او ګټور فعالیتونو کې استعمال کړو، هغوی د منفي فعاليتونو لکه د نشه یي توکو د کارولو یا افراطیت نه لرې وساتو.

زده کوونکي په درشل پېښور کې د اپریل په ۲۵ مه خپلې پروژې جوړوي. [دانش یوسفزۍ]

زده کوونکي په درشل پېښور کې د اپریل په ۲۵ مه خپلې پروژې جوړوي. [دانش یوسفزۍ]

درشل د سیمه ییزو حکومتونو، د ټکنالوژۍ صنعت، د معلوماتي ټکنالوجۍ چلوونکو او پانګوالو ترمنځ مهمې اړيکې برابروي چې د خيبر پښتونخواه په ډيجيټل بدلون کې مرسته وکړي.

د عوایدو تولید او د معاش د فرصتونو برابرولو سربيره، دې پروګرام د مالي مرستو او روزنې چمتو کولو له لارې د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د بدلون او پراختیا لپاره بنياد ايښی دی.

د نوي کمپنو برياليتوب

د کی پي آی ټي بي د منيجنګ ډايريکټر ډاکتر شهباز خان د وینا له مخې، تیر کال د پروژې د پیل د برخې په توګه، کی پي آی ټي بي په دریو ضلعو کې د روزنې لپاره د ۱۳ نويو کمپنو ټیمونه غوره کړل -- شپږ په پېښور، څلور په مردان کې او درې په سوات کې.

خان وويل، دې پروژې د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکټور کې په پيښور کې ۴۷ دندې رامنځته کړې، ورپسې يې په مردان کې ۲۳ او په سوات کې ۱۹ دندې رامنځته کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په پيښور کې دغه نويو کمپنو د ۱۶.۸ ميليونه روپو (۱۲۰،۰۰۰ آمريکايي ډالره) عواید رامنځته کړل او د ۲۵ ځايي او د دوو نړیوالو مشتریانو سره يې سوداګریزې اړیکې جوړې کړې."

خان وويل، "په مردان کې، دغه نويو کمپنو د ۲۱۵ ځايي کمپنو سره کاروبار قايم کړې او د ۱۹ میلیونه روپو (۱۳۰،۰۰۰ امريکايي ډالره) عوايد رامنځته کړي دي. په سوات کې څلورو نويو کمپنو ۳۵ ځایي او څلور نړیوال مشتریان او د ۱.۹ ميلیونه روپو (۱۳،۰۰۰ آمريکايي ډالره) عوايد ترلاسه کړل."

کامران خان بنګش، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په اړه د خیبر پښتونخواه د وزیر اعلی محمود خان ځانګړی مرستيال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "درشل زموږ د ځوانانو او ځوانو سوداګرانو لپاره يو ښه پليټ فارم دی."

هغه وویل، "درشل د ځوان فارغانو تربيت کوي او د هغوی رهنمايي کوي چې خپل کاروبارونه پيل کړي او د خیبر پښتونخواه په ډیجیټل سکټور کې خپله ونډه واچوي."

بنګش وویل، "په دې پروژو کې د ځوانانو زياته ليوالتيا او په سیمه کې په چټکۍ سره د معلوماتي ټکنالوژۍ وده دا په ګوته کوي چې موږ ترهګرۍ ته ماته ورکړې ده." "زموږ ځوانان د سولې سره مینه لري، دوی فرصتونو ته اړتیا لري ... زموږ حکومت به د درشل پروګرام په څیر ځوانانو ته نور پليټ فارمونه چمتو کړي."

بدلون رامنځته کول

د درشل پروجيکټ منيجر، زاهد نواز، په وینا، درشل د ښه چاپيريال نظام په اصولو باندې کار کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د وړې کچې د چاپيريال نظام د مختلفو ټیمونو، چې په يو ځای کې موقعيت لري، ترمنځ د اړیکو او نظریاتو شریکول يقيني کوي، او د لويې کچې د چاپيريال نظام د مختلفو ټیمونو، چې په مختلفو ځايونو کې موقعيت لري، ترمنځ د اړيکو یا د نظرونو شریکول يقيني کوي.

فضا مجيد، چې په پیښور کې د درشل مرکز نه فارغه شوې ده او د ايکوا ګرین د نوي کمپنۍ باني ده، پاکستان فارورډ ته وویل چې هغې د شپږ میاشتو په تربيتي موده کې ارزښتناکه پوهه ترلاسه کړه.

فضا مجید او د هغې ملګرو د چاپیریال په مختلفو سینسرو باندې کار وکړو او یو سیسټم یې جوړ کړو چې په اټو ماټيكي ډول ځمکې اوبه کړي.

"زه باور لرم چې په درشل کې چمتو شوي روزنیز پروګرام زموږ تخنیکي ظرفیت لوړ کړو چې مختلف نظرونه رامنځته کړو او موږ ته يې ډاډ راکړ چې خپلې نوې کمپنۍ جوړې کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500