دین

فعالینو په ټوله نړۍ کې ۲،۰۰۰ زره کلوميټره سفر وکړو چې مذهبي زغم ته وده ورکړي

د ضياء الرحمان لخوا

د سولې د جلوس ګډون کونکي د اپریل په ۲۹ مه په لاهور کې شمعې بلې کړي چې د هغه کسانو سره يوالې څرګند کړي کوم چې د اپریل په ۲۱ مه په سريلانکا کې د ایستر یکشنبې په ورځ په ځان وژونکي چاودونو کې وژل شوي ول. [ضیاء الرحمان]

د سولې د جلوس ګډون کونکي د اپریل په ۲۹ مه په لاهور کې شمعې بلې کړي چې د هغه کسانو سره يوالې څرګند کړي کوم چې د اپریل په ۲۱ مه په سريلانکا کې د ایستر یکشنبې په ورځ په ځان وژونکي چاودونو کې وژل شوي ول. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- په ملت کې د سولې راتلو سره، پاکستاني فعالین ډير زيات فعال شوي او د زياتو فعاليتونو انتظام کوي چې مذهبي زغم او هم آهنګۍ ته وده ورکړي.

په یوه وروستۍ بیلګه کې، د مدني ټولنې او د سولې فعالینو د شپږو ورځو اوږد مارچ ترسره کړو چې دا د اپریل په ۲۴ مه د کراچۍ څخه پیل شو او په لاهور کې د اپريل په ۲۹ مه پای ته ورسيدو. دوی د ښارونو ترمنځ په ګاډو کې سفر وکړو خو په ښارونو کې دننه يې مارچ وکړو.

"انسانیت مارچ"، چې د روادارۍ تحریک (آر ټي) يې انتظام کړی وو، په هیواد کې د مدنې ټولنې ګروپ دی او غواړي چې د سولې او مذهبي زغم پیغام خپور کړي.

په هیواد کې فعالینو، چې په دوی کې د اورپکۍ لخوا د ځپل شويو سيمو څخه کسان شامل ول، په کراچۍ کې د اپرېل په ۲۴ مه راټول شول چې د دغه جلوس په افتتاحي مراسمو کې ګډون وکړي.

هنرمندانو د اپریل په ۲۹ مه په لاهور کې په رواداري (هم آهنګۍ) جشن کې ګډا کوي چې د سولې د شپږو ورځو اوږد جشن بریا ولمانځي. [ضیاء الرحمان]

هنرمندانو د اپریل په ۲۹ مه په لاهور کې په رواداري (هم آهنګۍ) جشن کې ګډا کوي چې د سولې د شپږو ورځو اوږد جشن بریا ولمانځي. [ضیاء الرحمان]

سمسون سلامت، چې د آر ټي ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، دا مارچ د هيواد ترټولو لوی ښار کراچۍ نه پيل شو او د هېواد ترټولو دويم لوی ښار لاهور کې وروسته له هغې پای ته ورسېدو کله چې دا له ۲۵ ښارونو نه تير شو."

هغه وويل، دې پروګرام هڅه وکړه چې د مختلفو عقيدو، قومونو او کلتور غړي او د مختلفو صوبو اوسيدونکي يوځاى کړي او د سولې، کثرتيت او د مذهبي هم آهنګۍ لپاره يې وهڅوي.

ګډونوالو، چې پلې کارډوونه او بينرونه يې لرل او په هغې باندې د سولې په حق کې او د وسله والو پر ضد شعارونه ليکل شوي ول، تقريباََ ۲،۰۰۰ کلو ميټره اوږد سفر وکړو او په لاهور کې د ودريدو نه مخکې د حېدرآباد، سارکنډ، مورو، خېرپور، سکهر، ګهوټکي، رحیم يار خان، بهاولپور، ملتان، فيصل آباد او قصور نه تیر شول.

په لاهور کې، دوی د لاهور پریس کلب نه پنجاب اسمبلۍ پورې مارچ وکړو.

سلامت وويل، "په هره ضلع کې، ګډونوالو د تروریزم او اورپکۍ پر وړاندې لاریونونه وکړل، او سیمه ایزو خلکو، د سولې ډلو او د مدني ټولنې بنسټونو په دې کې ګډون وکړو او د دې موخې لپاره يې د خپل ملاتړ اعلان وکړو."

د اپریل په ۲۹ مه د دې جلوس په پای کې، ګډون کوونکو په لاهور کې په ستر رواداري (هم آهنګي) جشن کې برخه واخیسته چې د صوفي موسیقۍ، ګډا او تهيټر سره يې د دغه کمپاين بریالیتوب ولمانځو.

ګډونوالو په اتفاق سره یوه اعلامیه تصویب کړه چې دا غوښتنه کوي چې مذهب دې یوه شخصي موضوع وګڼل شي او دا دې د دولت او سیاست نه جدا وساتل شي.

دغه اعلامیې له حکومت څخه وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد د ملي عمل پلان سره سم د هغه افراطي ډلو په وړاندې سخت اقدامات وکړي کوم چې ترهګرۍ او مذهبي نفرت ته په وده ورکولو کې ښکيل دي.

د صوفي زیارتونو لیدنه

د دې جلوس د یوې برخې په توګه، ګډونوالو د صوفي زيارتونو، لکه د شاه عبداللطیف بھټايي (بھيټ شاه ښار)، سچل سرمست (خېرپور) او بولې شاه (قصور)، ليدنه وکړه.

فياض سومرو، چې په کراچۍ يونيورسټۍ کې طالب علم دی او د دې قافلې په افتتاحي مراسمو کې يې برخه اخيستې وه، وويل، تصوف په برصغير کې په ټولنو باندې ډير زيات اثر لري، او د پاکستان او افغانستان په خاوره کې د صوفيانو د مزرانو لوی شمیر موجود دی.

سومرو پاکستان فارورډ ته وويل، "طالبان او داعش وسله وال د اسلام په اړه د هغوی بنسټیز شکل لپاره تصوف يو لوی ګواښ ګڼي." هغه زياته کړه، د تصوف پيروکارانو تل د طالبانو غیر اسلامي اعمال غندلې لکه د خلکو سرونه پرې کول او په جوماتونو او زيارتونو کې چاودنې ترسره کول.

له دې کبله، داعش او طالب وسله والو ډير ځله په پاکستان کې صوفي مزارونه په نښه کړي دي.

یوازې د دې چهار شنبې په ورځ (د مۍ په ۸ مه)،د تحریک طالبان پاکستان یوې ډلې په لاهور کېد پاکستان ترټولو پخواني او مشهور صوفي مزار داتا دربار کې یو ځانمرګی برید ترسره کړو چې په درجنونو کسان په کې ووژل شول او ژوبل شول.

په فبروري ۲۰۱۷ کال کې، داعش د سيند په سيهون کې د صوفي پير لال شهباز قلندر په مزار کې د ځانمرګي بريد مسوولیت په غاړه واخیستو چې ۸۵ کسان په کې وژل شوي ول او د ۳۰۰ نه زيات په کې ژوبل شوي ول. د سيند پوليسو د فبرورۍ په ۲۸ مه، د دوو کالو نه زیات وروسته، عبداللہ بروهي ووژلو، چې د داعش هغه سیمه ایز مشر وو چې د دې قتل عام پلان يې جوړ کړی وو.

د دې چاودنې په ځواب کې، مريدانو په دوامداره توګه د خپل مقاومت څرګندونه کوي، هرکال په مزار کې راټولويږي چې د قربانیانو سره خپل یووالی څرګند کړي او د ټولو دیني عبادتونو لپاره زغم ته وده ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500