رمضان

پاکستاني چارواکي د روژې نه مخکې امنیت ټینګوي او د نرخونو د لوړيدو مخه نيسي

د جاويد خان لخوا

چارواکي په پيښور کې د می په ۶ مه د روژې نه مخکې په يو ځايي کنټرول روم کې د سي سي ټي وي کيمرو له لارې څارنه کوي. [جاوید خان]

چارواکي په پيښور کې د می په ۶ مه د روژې نه مخکې په يو ځايي کنټرول روم کې د سي سي ټي وي کيمرو له لارې څارنه کوي. [جاوید خان]

پیښور -- پاکستان د روژې له پیل څخه وړاندې په ټول هیواد کې امنیتي تدابیر زيات کړي او هڅه کوي چې د خوراکي توکو د بيو د لوړيدو مخه ونیسي.

دا مقدسه میاشت به په رسمي توګه د سه شنبی په ورځ (د می په ۷ مه) نیټه په پاکستان کی پیل شي. د خیبر پښتونخواه په ځینو برخو کې، دا د دوشنبې په ورځ وروسته له هغې پيل شوه کله چې سیمه ییزو مذهبي عالمانو په تاریخي جومات قاسم علی خان کې اعلان وکړو.

وزیر اعظم عمران خان د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت او د صوبو وزيراعلاګانو ته د امنیت د يقيني کولو لپاره لارښوونه وکړه.

د پیښور مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "د پولیسو ټول سپرنټنډنټان، د دوی مرستیالان او د سټیشن مشرانو ته لارښوونه شوې چې امنیت ښه کړي، په ځانګړې توګه د افطار نه مخکې او د مانځه په وخت کې."

یو سړی د می په ۶ مه په پیښور کې په قيصه خواني بازار کې د عبادت کونکو لپاره ټوپۍ او تسپې خرڅوي. [جاوید خان]

یو سړی د می په ۶ مه په پیښور کې په قيصه خواني بازار کې د عبادت کونکو لپاره ټوپۍ او تسپې خرڅوي. [جاوید خان]

یو سړی په پيښور کې د می په ۶ مه تاریخي مهابت خان جومات پاکوي. [جاوید خان]

یو سړی په پيښور کې د می په ۶ مه تاریخي مهابت خان جومات پاکوي. [جاوید خان]

هغه زياته کړه، د يونيفورم نه بغير او په ساده کپړو کې افسران د ګڼې ګوڼې په سوداګريز مرکزونو کې ځاى پرځاى شوي چې د شکمنو عناصرو څارنه وکړي.

د رحمان له مخې، پوليسو د روژې نه مخکې د کوڅو د جنایتکارانو خلاف مبارزه پیل کړه چې په نتیجه کې يې اته ګروپونه له منځه ویوړل او په دریو ورځو کې يې په مختلفو پیښو کې ۲۵ جنایتکاران ونیول.

هغه وويل، "تر ټولو زياتې ناکراره سيمې په ګوته شوي دي، او موږ د اغېزمن استخباراتو سره سره په دغه سيمو زيات تمرکز کوو."

وقار احمد، چې په ډیره اسماعيل خان کې د پولیسو سپرنټنډنټ دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په ډیره اسماعيل خان کې امنیت زيات کړی او د ننوتلو او وتلو په ځايونو کې مو پوسټونه پياوړي کړي او په ټوله سيمه کې ګشت کوو."

چارواکو وويل چې د ریسکیو ۱۱۲۲ خدمات به په صوبه کې د روژې په میاشت کې شپه او ورځ موجود وي.

د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند، بلال احمد فیضي، پاکستان فارورډ ته وویل، "په ټوله صوبه کې د ژغورنې په ټولو مرکزونو کې به عملیاتي کارکوونکي د روژې په جریان کې سمدستی بیړنیو ټيلي فونونو ته ځواب ورکړي."

هغه زياته کړه، بيړني خدمتونه به د روژه ماتي او پيشمني په وختونو کې هم موجود وي. "موږ به چمتو يو ځکه چې طبي بيړني حالات عموماََ د روژې په مياشت کې زياتيږي."

د ناجايزه ګټو اخیستونکو په وړاندې مبارزه کول

وزیر اعظم عمران خان په يو لیک کې چارواکو ته امر وکړو چې د هغه کسانو په وړاندې يو ځای کار وکړي کوم چې په ذخيره اندوزۍ او ناوړه ګټه اخیستو کې ښکيل وي او د روژې په میاشت کې د نرخونو څارنه وکړي.

د دې هڅې د یوې برخې په توګه، حکومت تقريباََ په ټولو ضلعو کې ځانګړي "سستا [ارزان] بازارونه" جوړ کړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې په کمو نرخونو خواړه چمتو کړي.

حافظ ممتاز احمد، چې د پنجاب د محصولاتو او مالیاتو او د مخدره توکو د کنټرول وزیر دی، په فيصل آباد کې د يو مارکيټ د دورې په دوران کې خبريالانو ته وویل، په پنجاب کې تقريباََ ۳۰۰ سستا بازارونه جوړ شوي چې سبزۍ، میوې، لوبيا، غوښه او نور خوراکي توکې په کم نرخونو چمتو کړي."

هغه وويل، حکومت به د بيو څارنه وکړي چې هيڅوک يې په خپله زياتې نه کړي.

سعيد غني، چې د سيمه ايز حکومت، عامې روغتیا انجينيرۍ او کليوالي پراختيا وزیر دی، د می په ۳ مه صوبايي اسمبلۍ ته وويل، په عین وخت کې، په سيند کې، "صوبايي حکومت په کراچۍ کې په ۲۵ ځایونو کې د مناسبې بیې بازارونو جوړول منظور کړي چيرته چې به په کم نرخونو خوراکي توکي چمتو شي."

د بلوچستان وزير اعلی جام کمال تیره هفته په يو بيان کې چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د هغه کسانو تعقيب وکړي کوم چې په ناجايزه توګه ګټه اخلي او په ذخيره اندوزۍ کې ښکيل دي څو دا يقيني کړي چې پیرودونکي په مناسبه بیه خوراکي توکي واخلي.

سربيره پر دې، پاکستانيان په ټول هېواد کې د ضرورت مندو خلکو سره خوراک شريکوي. ډیرو ګروپونو او افرادو سټالونه جوړ کړي چې ضرورت مندو کسانو ته وړیا خوراک، څښاک او نورې خوراکي توکي برابر کړي.

شوکت خان، چې د پيښور ښار اوسيدونکی دی او هر کال د سټالونو انتظام کوي، پاکستان فارورډ ته وويل، "زمونږ د ملګرو یو ګروپ پیسې راټولې کړې چې موږ به يې د روژه ماتې په وخت کې ضروت مندو کسانو ته د وړیا خوراک څښاک چمتو کولو لپاره استعمالوو." دا ډله هره ورځ تقريباََ ۵۰ ضرورت مندو کسانو ته خوراک ورکوي.

شوکت وویل، "داسې ډلې او خلک شتون لري چې هره ورځ د روژې ماتې په وخت سونو او حتی په زرګونو ضرورت مندو کسانو ته خوراک څښاک ورکوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500