امنیت

څارونکي وايي چې د تروریزم سره د مبارزې لپاره د پاکستان او ایران ګډ سرحدي ځواک يوه "متضاده" خبره ده

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

ایراني سړي چې د فبرورۍ په ۱۶ مه اسفهان کې د خپلو خپلوانو، چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول (آی ار جي سي) غړي ول، انځورونه لري چې په دې ښار کې د فبرورۍ په ۱۳ مه په يو ځان وژونکي برید کې وژل شوي ول. آی جي ار سي په سرکاري ټې وي باندې په يو خپور شوي بيان کې "د پاکستان په امنیتي ځواکونو" تور ولګولو چې د چاودنې د مرتکبینو سره يې مرسته کړې وه. [عطا کیینير/ ای ايف پي]

ایراني سړي چې د فبرورۍ په ۱۶ مه اسفهان کې د خپلو خپلوانو، چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول (آی ار جي سي) غړي ول، انځورونه لري چې په دې ښار کې د فبرورۍ په ۱۳ مه په يو ځان وژونکي برید کې وژل شوي ول. آی جي ار سي په سرکاري ټې وي باندې په يو خپور شوي بيان کې "د پاکستان په امنیتي ځواکونو" تور ولګولو چې د چاودنې د مرتکبینو سره يې مرسته کړې وه. [عطا کیینير/ ای ايف پي]

تهران -- څارونکي وايي چې د پاکستان او ایران ترمنځ وروستۍ معاهده چې د ګډ سرحد غبرګون يو ځواک جوړ کړي، د ايران لخوا د ترهګرۍ د ملاتړ کولو له امله يوه متضاده خبره ده.

د ایران صدر حسن روحاني د اپریل په ۲۲ مه اعلان وکړو چې هغه او د پاکستان وزير اعظم عمران خان موافقه وکړه چې سرحدي ځواک جوړ کړي.

د دواړو هیوادونو د پولو دواړو غاړو ته د بریدونو له کبلهد میاشتو اوږد زیات تاوتریخوالي وروسته، روحاني یو نيوز کانفرنس ته وویل، "موږ موافقه وکړه چې د تروریزم سره د مبارزې لپاره په پولو باندې د چټک غبرګون یو ګډ ځواک جوړ کړو."

خان وويل، "د امنيت مشر به له خپل سيال سره دلته ناسته وکړي او د [امنيتي] همکارۍ په اړه به خبرې وکړي." د ګډ ځواک په اړه نور تفصیلات نه وو ورکړل شوي.

د پاکستان وزير اعظم عمران خان (په منځ کې) د ایران صدر حسن روحاني (ګس اړخ ته) او د ایران ستر مشر آیت الله علی خامنه اي سره د اپریل په ۲۲ مه په تهران کې لیدنه کوي.[پي ټي ای]

د پاکستان وزير اعظم عمران خان (په منځ کې) د ایران صدر حسن روحاني (ګس اړخ ته) او د ایران ستر مشر آیت الله علی خامنه اي سره د اپریل په ۲۲ مه په تهران کې لیدنه کوي.[پي ټي ای]

خان وويل، "موږ باور لرو چې دواړه هېوادونه به په خپله خاوره کې تروريستي فعاليتونه ونه لري ... موږ به اجازه ور نه کړو چې زمونږ د خاورې نه ستاسو هېواد ته څه زيان ورسول شي."

خان ايران ته دا سفر، چې دا خان لومړۍ سفر وو کله چې هغه تیر کال د وزيراعظمۍ عهده سمبال کړه، وروسته له هغې وکړو کله چې په پلوچستان صوبه کې د اپريل په نيمايۍ کې وسله والو ۱۴ پاکستاني امنيتي کسان ووژل.

د ای ايف پي له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د اپریل په ۲۰ مه وویل چې پاکستان شواهد لري چې هغه ترهګريزو ډلو چې دا برید يې ترسره کړې وو "د پاکستان سره په ګډو سرحدي سیمو کې په ایراني سیمو کې دننه لوژستيکي کيمپونه لري او ټريننګ يې ترلاسه کړی وو."

هغه زياته کړه، "د کره تصديق نه وروسته، موږ دغه عملیاتي شواهد د ایران سره شریک کړل او د کيمپونو موقعيت مو په ګوته کړو."

د مارچ په میاشت کې، روحاني له پاکستان څخه وروسته له هغې غوښتنه وکړه چې پاکستان د ايران پر ضد د ترهګرو په وړاندې ګامونه پورته کړي کله چې د فبرورۍ په ۱۳ مه د ايران په سيستان بلوچستان کې يو بريد وشو چې د ستر اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی ار جي سي) ۲۷ غړي په کې ووژل شول.

امنیت ته ګواښ

محمد نويد ظفر، چې په اسلام آباد کې يو دفاعي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "زه فکر کوم چې د ایران دوه ګونې معیار او د ګاونډیو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه سیمه ایز امنیت ته يو لوی ګواښ دی."

هغه وويل، "هغه هېواد چې د خپلو ستراتیژیکو ګټو لپاره په پراخه کچه ترهګري خپروي، په هيڅ يوې ژمنې کې مخلص ثابت کيدې نه شي." په سوریه کې د فاطميون او زینبیون مليشو سره د ايران مالي ملاتړ او آی ار جي سي، چې متحده ايالاتو د اپریل په لومړیو کې يوه ترهګريزه ډله وګرځوله، ته اشاره وکړه.

ظفر وويل، "پخوا، پاکستان په انرژۍ او نورو سکټورونو کې د ايران سره يو شمېر معاهدې لاسليک کړې وې، خو هغې څه تتيجې نه وې رامنځته کړې." "زما په خيال، ایران يو باوري ملګری ګڼل ناوړه نتايج رامنځته کولی شي ځکه چې په سوریې او نورو هیوادونو کې په جګړه کې د دې متناقض رول په پراخه کچه څرګند شوی دی."

هغه زیاته کړه، "موږ باید دا هير نه کړو چې په دې وروستیو کې ... په ګوادر کې د ایران وسله والو ۱۴ پاکستاني امنیتي پرسونل وژلي ول." هغه په بلوچستان کې هغه ډله ايزې وژنې ته اشاره وکړه چې قريشي په ایران کې په ميشتو ترهګرو باندې د دې تور لګولې وو."

ظفر زياته کړه، "ايران په اصل کې د تروریزم ملاتړ کوي، او دا د خپلې جغرافیايی ګټو لپاره پټ کار کوي چې د ګاونډیو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي."

ملک عبدل ولي، چې د بلوچستان نيشنل پارټۍ نايب صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زما په خيال، دا یوه متضاده کيسه ده چې پاکستان د ترهګرۍ سره د ګډ میکانیزم او د ایران سره د چټک غبرګون ځواک د جوړېدو موافقه کړې، چې په نړیواله کچه يو داسې هيواد ګرځول شوی چې په سیمه کې د اورپکۍ ملاتړ کوي."

هغه وويل، "له ايران سره د اړيکو دا غير معمولي بدلون، سره له دې چې دا د سولې ضد رول لري، د پاکستان اقتصاد او امنيت لپاره زياتې ستونزې رامنځته کولی شي."

ولي وويل، "زموږ د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړی چې ايراني ترهګر زموږ په خاوره کې بريدونه ترسره کوي، خو وزير اعظم د دې حقيقت نه سترګې پټوي."

هغه زياته کړه، "په سوريه کې د ايران رول او په ګاونډيو هېوادونو کې د هغې اغېز د دواړو خواوو ترمنځ د يوې معاهدې لپاره ډېر زيات متنازعه ګرځولی دی."

د ایران سره د اړیکو بیا کتنه

عبدل علي خان، چې په کويټه کې يو سرمايه کار دی او د پاکستان د اوړو د ميلونو اتحاديې پخوانې صدر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، د ایران سره د سوداګرۍ په اړه، "زموږ سوداګریزه ټولنه د زیات زیان سره مخامخ ده او ایراني چارواکي زموږ د کويټې د تجارت خونې سره خپلې ژمنې نه پوره کوي."

هغه وويل، "د متحده ايالاتو د بنديزونو په اړه د موجوده جغرافيايي او اقتصادي اغيزو له امله، پاکستان بايد له ايران سره د خپلو اړيکو بيا کتنه وکړي ځکه چې په راتلونکي کې دا اړيکې زموږ ملي امنيت ته زيان رسولی شي."

هغه وويل، "د پاکستان سوداګران چې د ايران سره په سوداګرۍ کې بوخت دي، د پيسو د ستونزو سره مخامخ دي."

هغه زياته کړه، "د ايران حکومت ادعا وکړه چې دا به د پاکستاني سوداګرو سره مرسته وکړي چې دا د پاکستان سره خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي، خو د پاکستان نه وارداتو باندې د ټيرف راکمولو پر ځای، ايران ټيرف زيات کړی دی."

[عبدل ولي خان کاکړ د کويټه نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 13

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې د پي ای اېف لپاره کار وکړم ، زه به انشاالله هر ډول ټسټ ورکړم.

ځواب

ډير ښه

ځواب

ډیر ښه

ځواب

نويد ظفر هم د د غه ډلې سره تعلق لري چې د ايران خلاف ده. ولې، الله تعالی ښه پوهيږي. نويد ظفر بايد دا ياد وساتي چې ايران په نړۍ کې يوازينی هيواد دی چې نه يوازې په عراق او سوريه کې مزاحمت کوي بلکې د نورو طاقتونو په وړاندې هم بريا ترلاسه کوي. دا تش په نامه شنونکي لکه نويد ظفر د پاکستان د تباهۍ او تقسيم لپاره ذمه دار دي. ملګرو نه بلکې حکمرانانو په نړۍ کې د پاکستان انځور ته زيان ر سولی دی، هغه چا چې جنرل ايوب خان ته مشوره ورکړې وه او هغه چا چې ليکل يې کړې ول تش په نامه شونکي او ژورناليسټان ول. چا چې جنرل مشرف ته مشوره ورکړې وه چې په اسلام آباد کې لال مسجد قبضه کړي هغه يو تش په نامه ژورناليسټ وو چې وروسته يې بيا د جنرل مشرف په وړاندې چيغې وهلې. دلته هم داسې حالات دي، د نويد ظفر په څير شنونکي غواړي چې پاکستان يوازې کړي چې د پاکستان دښمنان د ۱۹۷۱ په څير خوند واخلي خو اوس پاکستانيان چمتو دي چې هغه کسان ختم کړي کوم چې غواړي چې پاکستان ختم کړي. هر يو پاکستانی يو ځانمرګی بريد کوونکی دی چې پاکستان بچ کړي ځکه چې زمونږ زړور سرتيري ځان ته له بمونو سره چاودنه ورکوي او هند پوځ ته شکست ورکوي او د هغوی ټينکونه دړې وړې کوي. پاک پوځ زنده باد! مننه.

ځواب

ډیر مهم دی

ځواب

هو ايران ترهګري صادروي، په داسې حال کې چې سعودي او اسرايل د سوله صادرونکي دي. د ايراني ځواکونو ظلم ته وګورئ چې څنګه دوی په سوريه او عراق کې معصومه داعش او آی ايس آی ايس ويرول.

ځواب

معلوماتي، زه د دې مقالې سره مرسته کوم.

ځواب

شرم دې وي په تاسو باندې د سعودي او ريالونو ګوډاګيانو.... ايران د خپل جوړيدو راهيسې يوازينې هيواد دی چې په ټوله نړۍ کې يې د مسلمانانو سره مرسته کړې ده چې د کافرانو او ظالم حکمرانانو لخوا ځورل کيږي... پاکستان يو داسې هيواد دی چې ترهګرو ته ځای او پناه ورکوي.... آيا په دې هيواد کې طالبان نشته چې په دوامداره توګه په پاکستان کې د هر ډول بريد مسوليت ادعا کوي... ولې د هغوی په وړاندې پوځي عمليات نه پيل کيږي چې دوی ته اجازه ور نه کړل شې چې داسې بريدونه ترسره کړي.... دوی له پکار ده چې شرم وکړي چې دوی هغه کسان دي چې خپل ځانونه د ډالرو لپاره خرڅوي....

ځواب

کم علم! مهرباني وکړئ تاسو ته د دې حسساسو مسلو په اړه د زيات تحقيق ضرورت دی.

ځواب

آيا تاسو په ګوګل باندې نور معلومات لټولی شئ او بيا هغه څه ووايئ چې کولی شئ. زه پاکستانی يم او زه پوهيږم چې مونږ د هر تروريستي عمل سره مبارزه کړې او بريا مو ترلاسه کړې ده، که دغه عمل پلان شوی وو او که ترسره شوی وو او مونږ بې شکه کامياب شو خو دا وخت ضايع کول دي چې تا ته د هر څه وضاحت وکړم ځکه چې تاسو کوم معلومات لرئ هغه د څيړنې نه ‌بغير دي.

ځواب

په مسلمان هيوادونو کې چې چيرته هم ترهګري ده، د دې ريښې په ايران کي دي چيرته چې فرقه واريت شتون لري، د دې ريښې هم په ايران کې دي. د هيوادونو د ماتولو او د خپلې فرقې د پياوړتيا لپاره ايران هر هغه مرسته کوي چې غير قانوني وي. ښه به دا وي چې په ايران باندې د سخت نه سختې پابندۍ ولګول شي او د دې فعاليتونه محدود کړی شي چې په مسلمان هيوادونو کې فرقه واريت او ترهګري په بشپړه توګه کنټرول شي. تاريخ ګواه دی چې د مسلمان هيوادونو د کمزوري کولو او په هغوی کې دننه د ګډوډۍ د خپريدو تر ټوله غټه ذريعه ايران دی.

ځواب

ته هر څومره دروغ ويلی شې، خو هغه څه به کيږي چې د الله پرې مرضي وي. مونږ په نړۍ کې د ترهګريزو ډلو په جوړولو او صادرولو کې مشهور يو، ايران هم کيدی شي طالبان، القاعده، سپاه صحابه، لشکر جهنګوي، جيش العدل، جيش محمد، جندلله او لشکر طيبه جوړ کړي وي چې په پاکستان کې يې اتيا زره پاکستانيان په ځانمرګي بريدونو او چاودنو کې ووژل.

ځواب

ایران په نړۍ کې د تروريستانو تر ټولو ستر صادرونکی دی ...

ځواب