روغتیا

پاکستان پلان لري چې د افغانستان د پراختيا پلان د برخې په توګه د کينسر د علاج مرکز جوړ کړي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

ملکيان او امنیتي ځواکونه د اپریل په ۲۰ مه په کابل کې د نوي پرانيستل شوي محمد علي جناح روغتون مخې ته ولاړ دي. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

ملکيان او امنیتي ځواکونه د اپریل په ۲۰ مه په کابل کې د نوي پرانيستل شوي محمد علي جناح روغتون مخې ته ولاړ دي. [د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت]

پیښور -- وزير اعظم عمران خان د پاکستان چارواکو ته لارښوونه کړې چې د خپل ګاونډي سره د پراختيايي مرستې په توګه په افغانستان کې د سرطان د درملنې مرکز برابرولو باندې غور وکړي.

خان د اپريل په ۱۹ مه په پيښور کې د سرطان لپاره د شوکت خانم ميموريل هسپتال او د څيړنيز مرکز (ايس کې ايم سي ايچ اېنډ آر سي) دوره وکړه، او د افغان مريضانو سره يې وکتل او هغه ته يې په خپل هيواد کې د علاج د نشتوالي په اړه خبر ورکړو.

هغه وروسته ماښام په اورکزۍ ضلع کې په يوې عامه غونډه کې اعلان وکړو، هغه غواړي چې په افغانستان کې د شوکت خانم کينسر هسپتال يوه څانګه جوړه کړي کله چې په دغه هیواد کې سوله بحال شي.

خان، چې د شوکت خانم میموریل ټرسټ چيرمين دی، د اړوندو چارواکو څخه وغوښتل چې "په افغانستان کې د شوکت خانم ميموريل هسپتال د څانګې د پرانستلو په امکاناتو باندې غور وکړي چې هلته کې د خلکو علاج وکړی شي."

وزیراعظم عمران خان د اپریل په ۱۹ مه په اورکزۍ ضلع کې يوې عمومي غونډې ته خطاب کوي. [پي ټي آی]

وزیراعظم عمران خان د اپریل په ۱۹ مه په اورکزۍ ضلع کې يوې عمومي غونډې ته خطاب کوي. [پي ټي آی]

د چيرمين په توګه، خان په لاهور کې د سرطان دوه روغتونونه جوړ کړي دي، يو په لاهور او يو پيښور کې. په کراچۍ کې د خپلې مور په یاد کې په دریم هسپتال کار روان دی. د هغه مور د سرطان له امله مړه شوې وه.

'يوه ستره مرسته'

د ډاکټر عاصم يوسف، چې د دواړو تاسيساتو ميډيکل ډايريکټر دی، له مخې، افغانان د مريضانو ٪۵ برخه ده چې هر کال په لاهور او پېښور کې په روغتونونو کې وړیا خدمتونه ترلاسه کوي.

هغه وويل، "په کابل کې د يوې څانګې جوړول به له ناروغانو سره مرسته وکړي چې په وخت درملنه ترلاسه کړي. سرطان په افغانستان کې عام دی."

یوسف وویل، "موږ به د افغان حکومت سره اړیکه ونیسو چې په لومړي سر کې يو کلینیک جوړ کړي چې د ناروغانو معاينه په کې وکړې شي."

د يوسف په وينا، زياتره ناروغان چې پاکستان ته سفر کوي، هغه ناروغان وي چې د ناروغۍ په وروستيو پړاوونو کې وي او علاج يې نه شي کيدی. په کابل کې یو مرکز جوړول به له افغانانو سره مرسته وکړي چې د معاینې څخه تير شي او په لومړیو مرحلو کې تشخیص ترلاسه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز د خان د اعلان ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زموږ مريضانو ته په شوکت خان ميموريل هسپتال کې د وړيا علاج برابرولو له کبله د عمران خان مننه کوو. موږ دلته کې د روغتون په اړه د [خان] له خوا د وړاندیز انتظار کوو."

هغه وويل، د سينې سرطان د افغانو ښځو يوه لويه ستونزه ده. هغه زياته کړه، د سرطان د ډېرو عام ډولونو خپرېدل د حکومت لپاره د اندېښنې يوه سرچينه ده.

هغه زياته کړه، پاکستان د افغانستان د روغتيايې شبکې د پراختيا په برخه کې د پام وړ مرسته کړې ده.

پراخه مرسته

خان د اپريل په ۲۰ مه په کابل کې د محمد علي جناح روغتون د پرانيستلو نه مخکې دغه اعلان وکړو.

کارکوونکو د بشپړېدو د نیټې نه اته میاشتې مخکې د پاکستان لخوا تمویل شوی د ۲۰۰ بسترو روغتون جوړل بشپړ کړي دي.

علي محمد خان، چې د پاکستان د پارلماني چارو وزیر دی، وویل چې د جناح روغتون، چې د ۲۴ ميلیونو ډالرو په لګښت بشپړ شوی، د پاکستان لخوا د افغان خلکو لپاره يوه ډالۍ ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د افغانستان په روغتیايي سکتور کې خورا مهمه ونډه ده، چې د دوامداره جګړې او بې قانونۍ لخوا اغیزمن شوی دی."

خان زياته کړه، "موږ په روغتونونو کې افغان ډاکټرانو، نرسانو او نيم طبي ماهرانو ته روزنیز فرصتونه برابروو چې د جنګ لخوا ځپل شوي هيواد کې طبي پاملرنه پياوړي کړو."

هغه وويل، "موږ به د افغانستان د خلکو د بهبود لپاره ټول ممکنه تدابير ونيسو." "پاکستان غواړي چې یو باثباته، خوندي، سوله اییز، سوکاله او خپلواک افغانستان وويني."

په افغانستان کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله خان وويل، د جناح روغتون د پاکستان لخوا د ۱ ملیاردو ډالرو پرمختیایي پروګرام یوه لویه پروژه ده چې د افغانستان سره مرسته کوي، چې دا "د پاکستان د هغې پالیسۍ سره سم دی چې موخه يې د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ اړیکي پياوړي کول او پراخه کول دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاریخ او پس منظر ترميم د جناح روغتون رغول د پاکستان لخوا تمويل شوی او د پاکستان د باني او لومړي ګورنر، محمد علي جناح، نوم لري. دا د پاکستان تخنیکي مرستې پروګرام لاندې په افغانستان کې د ۱ میلیارده ډالرو په ارزښت د پاکستان مرستې او پرمختیایي پروژو د لړۍ یوه برخه ده. [۲] [۶] [۷] [۸] په پيل کې، دا ستره پروژه د پلاننګ کمیشن لخوا د ۱۸ میلیونو ډالرو په لګښت تصویب شوه، او په مارچ ۲۰۰۷ کال کې ټهيکه لاسلیک شوه. [۷] [۹] [۱۰] [۱۱] د روغتون د بنسټ ډبره د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر په ۱۰ مه کيښودل شوه. [۱۲] د جناح روغتون د ډیزاینونو او ساختماني خدمات د نيسپاک او ملي لوژستیک سیل لخوا ترسره شوې. [۱۱] د افغان حکومت د دې طبي مرکز لپاره شاوخوا ۲۵ جریبه ځمکه د کابل په ضلع ۱۳ کې خوندي ساتلې وه. [۹] [۱۳]

ځواب