پیښور -- خیبر پښتونخواه (کی پي) حکومت خپله نوي "د ښې حکومتدارۍ ستراتیژي" پیل کړې چې موخه یې د مختلفو عامو خدماتو کارکردګي ښه کول دي.
د چارواکو له مخې، حکومت هڅه کوي چې خدماتو رسولو ته وده ورکړي او په چټکتیا سره وګړو ته ځواب ورکړي، چې په دې کې د اورپکۍ لخوا ځپل شوي ضلعې هم شاملي دي.
دا ستراتیژي، چې د خيبر پښتونخواه د کارکردګۍ مدیریت او اصلاحاتو يونټ لخوا چمتو شوی او د مارچ په ۲۹ مه پیل شوي ده، په پنځو اساسي برخو تمرکز کوي: شفافيت او عوامي حکومت، د عامه خدماتو رسول، احتساب، د وګړو ګډون، نوښت او ټیکنالوژي.
د دې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه، حکومت د کارکردګۍ ۴۱ شاخصونه په ګوته کړي دي.
دا د حکومتي ادارو نه غوښتنه کوي چې د خپلو افسرانو او کارمندانو په اړه معلومات عام کړي، چې په دې کې د دوی واک، دندې، سهولتونه او امتیازات شامل دي.
دا ډول ادارې به په فعاله توګه د هغو کسانو انلاین تفصيلات ښکاره کړي چې امتیازونه، پرمټونه او لايسنسونه ترلاسه کوي.
دا ستراتیژي غواړي چې د قوانینو او مقرراتو، معلوماتو او خدماتو، نیلامونو، ټينډرونو، د دولتي ادارو د ګاډو، د دولتي اثاثو، د خالي آسامو، په دولتي کالجونو او تخنیکي موسسو کې د داخليدو د ميريټ لیسټونو او نورو معلوماتو خپرول او ښکاره کول يقيني کړي.
خلکو ته ځواب ورکول
د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان د مارچ په ۲۹ مه رسنیو ته وویل، "هغه چارواکو ته به انعام ورکول کيږي کوم چې ښه کار کوي، په داسې حال کې چې د چا کارکردګي ښه نه وي، د هغوی خلاف به ګامونه پورته کړی شي."
د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر، شوکت یوسفزۍ، د اپریل په ۱۰ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا پروګرام به ډیر ارزښتناک ثابت شي او د صوبې د ټولو خلکو، په ځانګړي ډول د قبايلي ضلعو اوسیدونکو سره به مرسته وکړي."
یوسفزۍ وویل، "قبايلي خلک به توان ولري چې د ټولو ګټو څخه ګټه پورته کړي." "د ضم کيدو نه مخکې به قبایلي خلکو ډير په ګرانه څيزونه، حتی ډوميسايل او د پیدایش تصدیق نامې ترلاسه کولې."
شاهد محمود، چې د پي ايم آر يو کوآرډينيټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، دا ستراتیژي به د خیبرپښتونخواه حکومت ته توان ورکړي چې په ټوله صوبه کې ټولو معلوماتو ته د خلکو، د قبايلي ضلعو په ګډون، لاسرسی يقيني کړي.
هغه وويل، "حکومت بايد خپله کارکردګي ښه کړي." "اوس به د حکومت ټولې ادارې خپله ټوله ډيټا او معلومات خپلو ویب پاڼو ته اپلوډ کړي."
شاهد وویل، "موږ د خلکو د اسانتیا لپاره پرمختللي ټکنالوجۍ معرفي کوو." "موږ د عامو خلکو لپاره ۲۰۰ دلایل په ګوته کړل چې د حکومتي دفترونو څخه لیدنه وکړي."
هغه په دفترونو کې د وخت ضایع کولو نه د خلکو د بچ کولو لپاره طریقو ته په اشاره وویل، "حکومت له مخکې نه په دغو لاملونو کې د ۱۰۰ لاملونو لپاره [د ټکنالوجۍ] پلي کول پیل کړي دي." "درخواست ورکوونکي درخواستونه ترلاسه کولی شي او آنلاین یې جمع کولی شي."
شاهد وویل، "د قبایلي ضلعو او د وسله والو لخوا ځپل شويو نورو ضلعو اوسیدونکي به د دې تګلارې نه ډیره ګټه پورته کړي."
د پي ايم آر يو ډپټي کوآرډينيټر عادل رضا وویل، "موږ د هغو خدماتو ارزونه کوو چې آنلاین پیل شوي دي." "موږ به د هغو برخو په ګوته کولو کې کار وکړو چېرې چې پرمختګ ممکن وي."
رضا وويل، "موږ اي-حکومتداري آسانوو چې دفترونو ته د شخصي ليدنو مخه ونيسي." "په پرمختللي هیوادونو کې ټول کارونه د ټکنالوژۍ يعنې د موبايل فونونو او انټرنیټ له لارې ترسره کیږي."
هغه وويل، "د ټکنالوجۍ له لارې، هر ډول سافټویر کارول کیدی شي چیرې چې د پیسو خبره پکې نه وي، په داسې حال کې چې موږ به د ډیجیټل تادیاتو ستونزې حل کولو لپاره سافټویرونه معرفي کړو."
یوه ګټوره هڅه
افتاب احمد، ۳۴ کلن، چې په پیښور کې په یوه خصوصي موسسې کې کار کوي، وویل، هغه د حکومتدارۍ د ستراتیژۍ ستاینه کوي.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا نوښت به خورا ګټور وي، په ځانګړي توګه د ځوانانو او هغو کسانو لپاره چې په عامه سکټور کې د کار په لټه کې دي."
احمد وويل، "ما نه غوښتل چې خپله دنده جاري وساتم ځکه چې کارمندانو په وخت معاشونه نه ترلاسه کول، نو ما د دغه کار د پريښودو پرېکړه وکړه." "اوس، د دفترونو لیدلو او په کتارونو کې د ودريدو پر ځای، زه د خالي آسامو په اړه معلومات ترلاسه کولی او آنلاین درخواست جمع کولی شم."
اکبر داور چې د شمالي وزیرستان اوسيدونکی دی او اوس مهال په پېښور کې کار کوي، د دې ستراتیژۍ ستاینه له دې کبله وکړه چې هر يو کس ته اجازه ورکوي چې د قواعدو، مقرراتو او طريقو په اړه په اسانۍ سره آنلاین معلومات ترلاسه کړي.
داور پاکستان فارورډ ته وويل، "د خيبر پښتونخواه سره د فاټا [د وفاق تر کنټرول لاندې قبايلي سيمې] د ضم کيدو نه مخکې، د ډوميسايل او د زیږون سندونه ترلاسه کول ډير ګران کار وو او ډير زيات وخت يې غوښتو." "آنلاین معلوماتو ته لاسرسۍ هرڅه آسان کړي دي."
هغه وويل، "د استعمار د دور قوانينو د قوم غړي د حکومتي دفترونو نه لرې ساتلې ول." "هلته کې محکمې موجود نه وې" او "دوی به د اسنادو لپاره پیسې ورکولې."
داور وويل، "اوس نظام بدل شوی او په قبايلي سيمو کې يو حکومتي چارواکی له همکارۍ څخه انکار نه شي کولی."