امنیت

امنیتي ځواکونو په حيات آباد کې د شپې په برید کې ۵ ترهګر وژلي دي

د جاويد خان لخوا

په حیات آباد کې د اپريل په ۱۶ مه د ۱۶ ګهنټو په اوږدو امنیتي عملیاتو کې پنځه ترهګر او یو پولیس ووژل شو. [ظاهر شاه شیرازي]

پیښور -- چارواکو د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۱۶ مه) وويل، د پیښور په حیات آباد کې د ترهګرو د پټنځای په وړاندې عملیاتو کې یو پولیس افسر او پنځه ترهګر ووژل شوي دي.

د ۱۶ ګهنټو اوږد عملیات د دوشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۵ مه) تقريباََ په ۸ بجې د حیات اباد په فيز ۷ کې په يو کور باندې له برید کولو سره پیل شو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بيان کې وويل، "پوځ او د خیبرپښتونخواه پولیسو د پېښور په حيات آباد فيز ۷ کې د ترهګرو د يو پټنځای په وړاندې د استخباراتو پربنسټ ګډ عملیات ترسره کړل."

په بيان کې راغلي، "د ډزو د تبادلې په ترڅ کې، پنځه ترهګر ووژل شول، په داسې حال کې چې يو ای ايس آی [اسسټنټ سب انسپکټر] قمر عالم شهيد شو." دغه بيان زیاتوي چې يو بل افسر او یو عسکر هم ژوبل شوی دی.

د خيبر پښتونخواه پولیسو انسپکټر جنرل نعیم خان (په منځ کې) او نور پولیس او پوځي لوړ پوړي افسران د اپریل په ۱۶ مه په حیات آباد کې د عملیاتو څارنه کوي. [د خیبر پښتونخواه پولیس]

د خيبر پښتونخواه پولیسو انسپکټر جنرل نعیم خان (په منځ کې) او نور پولیس او پوځي لوړ پوړي افسران د اپریل په ۱۶ مه په حیات آباد کې د عملیاتو څارنه کوي. [د خیبر پښتونخواه پولیس]

په حیات اباد کې د امنیتي عملیاتو وروسته، د اپریل په ۱۶ مه د وسله والو د پټنځای پاتې شونې ليدل کیدی شي. [ظاهر شاه شیرازي]

په حیات اباد کې د امنیتي عملیاتو وروسته، د اپریل په ۱۶ مه د وسله والو د پټنځای پاتې شونې ليدل کیدی شي. [ظاهر شاه شیرازي]

چارواکي او رضاکاران د اپریل په ۱۶ مه په پېښور کې په عملیاتو کې ماشومان خوندي ځایونو ته منتقل کوي. [شهباز بټ]

چارواکي او رضاکاران د اپریل په ۱۶ مه په پېښور کې په عملیاتو کې ماشومان خوندي ځایونو ته منتقل کوي. [شهباز بټ]

دغه بيان زياته کړه، چارواکي د وژل شوو شکمنو کسانو د پېژندلو په بهير کې وو.

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، دا عملیات وروسته له هغې ترسره شول کله چې پولیسو خبر ترلاسه کړو چې ترهګر په يو کور کې موجود ول.

هغه وويل، شکمن کسان په لوړ پوړو قاضيانو او په وروستيو مياشتو کې په ټاون شپ کې د پوليسو په انسپکټر جنرل باندې په بريدونو کې ښکيل ول.

د مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "د ډزو تبادله ټوله شپه روانه وه."

هغه تاييد وکړو چې يو پوليس افسر ووژل شو او نور ژوبل شول.

قيصر خان، چې د فيز ۷ اوسيدونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ډزې او يو څو چاودنې ټوله شپه رواني وې، چې اوسیدونکي يې په خپلو کورونو کې دننه په پاتې کيدو مجبوره کړل."

شفقت ملک، چې د خیبرپښتونخواه د بمونو د شنډولو د څانګې اسسټنټ انسپکټر جنرل دی، پاکستان فارورډ ته وویل، چې د بمونو د شنډلو چارواکو پر موټرسايکل باندې نصب شوي ۱۵ کلوګرامه د لاس جوړ شوي چاودیدونکي وسيلې ضبط کړې او په حیات آباد کې يې د يو کور نه ۳۰ کلو ګرامه چاوديدونکې توکي، چې د يو دام په توګه نصب شوي وې، ترلاسه کړې.

ملک وویل، "د دغه بمونو د شنډولو نه مخکې، کارکوونکو ټول مهم شواهدو راټول کړل او اړوندو کارمندانو ته یې وسپارل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500