دین

عالمان ژمنه کوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکړي او د اسلام په اړه غلطې مفکورې له منځه يوسي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

ګډونوالان د اپریل په ۱۴ مه په اسلام آباد کې د عالمانو په نړیوال کانفرنس کې ګډون کوي. [پي يو سي]

ګډونوالان د اپریل په ۱۴ مه په اسلام آباد کې د عالمانو په نړیوال کانفرنس کې ګډون کوي. [پي يو سي]

اسلام آباد -- د پاکستان او بهر څخه عالمان د يکشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۴ مه) په اسلام آباد کې راټول شول چې پيغام اسلام کانفرنس کې ګډون وکړي او ژمنه يې وکړه چې د افراطیت او تاوتریخوالي په وړاندې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د عالمانو شورا (پي يو سي) دا غونډه جوړه کړه چې د ترهګرۍ، افراطیت او فرقه پالنې د ختمولو لپاره ۲۰۱۹ کال وټاکي.

د پي يو سي چيرمين حافظ محمد طاهر محمود اشرفي پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ غواړو چې په نړۍ کې د هر چا د سوکالۍ لپاره د تلپاتې سولې لپاره کار وکړو. اسلام د سولې، ورورلۍ او مينې دین دی."

هغه وويل، "ګډونوالو موافقه کړې چې د هر ډول ترهګرۍ په وړاندې د ديني عالمانو ترمنځ د يووالي په اړه يو بيان خپور کړي. اسلام د ټول انسانيت لپاره دين دی، له دې کبله، ترهګري يو ستر ګناه ګڼل کيږي."

د پاکستان د عالمانو شورا چيرمين مولانا حافظ محمد طاهر محمود اشرفي (ګس اړخ ته) او امام کعبه شیخ عبدالله عواد الجوهاني (په منځ کې) په اسلام آباد کې د اپریل په ۱۴مه په نړیوال کانفرنس کې ګډون کوونکو ته خطاب کوي. [د پاکستان د عالمانو شورا]

د پاکستان د عالمانو شورا چيرمين مولانا حافظ محمد طاهر محمود اشرفي (ګس اړخ ته) او امام کعبه شیخ عبدالله عواد الجوهاني (په منځ کې) په اسلام آباد کې د اپریل په ۱۴مه په نړیوال کانفرنس کې ګډون کوونکو ته خطاب کوي. [د پاکستان د عالمانو شورا]

د اشرفي له مخې، تلپاتې سوله د داسې کانفرنسونو ترسره کولو هدف دی، چېرته چې د هرې مکتبه فکر غړو ته بلنه ورکول کیږي. هغه زياته کړه چې موخه نه یوازې په پاکستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې سوله ده.

مولانا حميدالحق، چې په دغه کانفرنس کې يې برخه اخيستې وه، وويل، ګډونوالو په دې کانفرنس کې موافقه وکړه چې ۲۰۱۹ کال به د ترهګرۍ د ختمولو کال وي.

هغه وويل، د ترهګرۍ، افراطيت او د فرقه ييز تاوتريخوالي څخه ډډه کول د دې غونډې اصلي موضوع وه.

د سولې مذهب

په غونډه کې، د پاکستان دیني عالمانو د افراطیت پر وړاندې خبرې وکړې او ټينګار يې وکړو چې اسلام د سولې مذهب دی.

امام کعبه شیخ عبدالله عواد الجوهاني، چې په مکه کې د ستر جومات د امامانو څخه دی، کانفرنس ته وویل، د اسلامي تعلیماتو په اړه ناپوهي د مسلمانانو لپاره ستونزې رامنځته کوي.

هغه وويل، "مسلمان امت [ټولنه] بايد زړه د خرابو ارادې نه پاک کړي [او هڅه وکړي] چې اسلامي نړۍ متحد کړي."

د پي يو سي یو غړي، مولانا عبدل شکور، پاکستان فارورډ ته وویل، اسلام د غیر قانوني فتوو جاري کولو یا د تروریستي عملونو اجازه نه ورکوي چې موخه يې وژل، ژوبل کول او یا ويرول وي.

هغه وويل، "موږ افراطيت رد کړی دی."

هغه وويل، ديني عالمان د هغو کسانو څخه تنګ راغلي دي چې د خپلې ايجنډې د پرمختګ لپاره د اسلام نوم کاروي او هيڅ يو کس ته به اجازه ورنه کړي چې د خپل مذهب په اړه نړۍ ته ناسم پيغام واستوي.

مولانا عبدل غفور، چې په لاهور کې عالم دی، پاکستان فارورډ ته وویل چې ګډونوالان د تاوتریخوالي په وړاندې متحد ول.

هغه وويل، "موږ به د قران پاک د لارښوونو تعقيب وکړو او هڅه به وکړو چې د دې تاثر نه خلاصې ترلاسه کړو چې اسلام د بل دين مخالف دی."

هغه زياته کړه، د هغوى هڅې د يوې داسې ټولنې د رامنځته کولو باندې تمرکز کوي چېرته چې د ټولو مذهبي ډلو ترمنځ هم آهنګي شتون لري.

د منع شویو ډلو سره د مبارزې لپاره هڅې

په کانفرنس کې، د کورنيو چارو د وزارت وزير شهريار آفريدي ګډونوالو ته د منع شويو ډلو سره د مالي مرستې د مخنيوي لپاره د حکومتي ګامونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وويل، هيڅ يو کس ته به اجازه ور نه کړل شي چې د اسلام په نوم د تاوتريخوالي فعاليتونه ترسره کړي.

آفريدي پاکستان ته په حواله وويل، "موږ د ترهګرۍ تر ټولو بد قرباني يو او غواړو چې د خپلو خلکو د پرمختګ لپاره سوله ولرو."

هغه وويل، "دا ډیره د خوشحالۍ خبره ده چې تقريباََ ۵،۰۰۰ دیني عالمان دلته د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره راغونډ شوي دي. تیر دوه کلونه سوله ايز پاتې شوي دي او موږ هیله من یو چې راتلونکي کلونه به سوله ايز پاتې شي."

آفريدي وويل، دا هم د حوصله افزايۍ خبره ده چې زياتره ويناوالو په خپلو علمي درسونو کې ترهګري غندلې ده، چې په راتلونکې کې به د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

هغه زیاته کړه، "موږ د تروریزم په وړاندې د هغوی د قربانیو له کبله امنیتي ځواکونو ته درناوی وړاندې کوو او د سولې د ساتلو لپاره د هغوی د زړور جنګ ستاینه کوو."

نورالحق قادري، چې د مذهبي چارو وفاقي وزیر دی، کانفرنس ته وويل، پاکستان د تروریزم لخوا ډير زيات ځپل شوی او د خپل خلکو د بهبود لپاره به د سولې هڅو سره مرسته وکړي.

هغه وويل، "موږ په دوامداره توګه له ديني عالمانو سره په تماس کې يو چې د ځيني عناصرو لخوا د هغه هڅو مخه ونيسي چې د نورو مذهبونو د غړو د وژلو لپاره د اسلام نوم کاروي."

هغه زياته کړه، پاکستان په فرقه يي بنياد د تاوتريخوالي لپاره هيڅ ځاى نه لري، ځکه چې اسلام د سولې نړيوال پيغام لري.

يو ځای کار کول

مولانا آزاد شاه، چې په اسلام آباد کې يو عالم دی، پاکستان فارورډ ته وویل، حکومت باید د سولې د هڅو په اړه عالمانو ته مشوره ورکړي.

هغه وويل، د پیسو مینځلو او تروریزم تمویل په وړاندې د پاکستان وروستۍ هڅې د ستاینې وړ دي او دیني عالمان باید د داسې اقداماتو د ګټو په اړه پوهاوی خپور کړي.

خادم حسين، چې په پېښور کې يو امنیتي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، د اسلام په اړه د غلطو مفکورو په لرې کولو کې د مذهبي مشرانو رول خورا مهم دی.

هغه وويل، خلک په مذهبي مبلغينو باور لري او د هغوی وعظونه جدي ګڼي.

حسين وويل، "موږ له پکار ده چې عالمان د دې پروپګنډې د مخنیوي لپاره استعمال کړو چې اسلام د وژلو اجازه ورکوي. اسلام د سولې يو پراخه پيغام لري او د هيڅ ډول ترهګرۍ ملاتړ نه کوي."

هغه زياته کړه، په تېرو دوو کلونو کې، پاکستاني مذهبي مشرانو د افراطيت په کمولو کې مهم رول لوبولی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500