ديپلوماسي

په بلوچستان کې د ایران قونسلګرۍ خدمات معطل کړل، چې په سوداګرانو کې يې غصه رامنځته کړه

د عبدل غني کاکړ لخوا

کار کوونکي د ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۸ مه په عمده بازار کې د وريجو بوجۍ د ګاډي نه کوزوي. وريجي ایران ته د پاکستان اصلي صادرات دي. په دې وروستيو کې په کویټه کې د ایران قونسلګرۍ د خدماتو معطل کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته زیان رسول پيل کړي دي. [رضوان تبسم/ ای ايف پي]

کار کوونکي د ۲۰۱۹ کال د اپریل په ۸ مه په عمده بازار کې د وريجو بوجۍ د ګاډي نه کوزوي. وريجي ایران ته د پاکستان اصلي صادرات دي. په دې وروستيو کې په کویټه کې د ایران قونسلګرۍ د خدماتو معطل کولو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته زیان رسول پيل کړي دي. [رضوان تبسم/ ای ايف پي]

کویټه -- په کوټه کې د ایران قونسلګرۍ د ویزې خدمات او په بلوچستان کې د سوداګریزو فعالیتونو آسانتیاوې وروسته له هغې معطل کړل کله چې يو پاکستاني بينک د اپریل په ۴ مه د دې اکاونټونه بند کړل، چې په ځینو سوداګرانو کې يې غصه رامنځته کړه او ويلي يي دي چې ایران د دې ګډوډۍ په تور تورن دی.

په کویټه کې يو سينير ايراني چارواکي چې په دغه قونسلګرۍ کې کار کوي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ دوه رسمي اکاونټونه چې په کویټه کې په حبیب بينک کې ول، د څه کره دليل ښودلو پرته د بينک د انتظاميې لخوا بند شوي دي."

که څه هم بينک څه هیڅ رسمي دلیل نه دی ورکړی، د قونسلګرۍ چارواکو ویلي دي چې دا اقدام د ایران په وړاندې د دې د ايټمي فعاليتونو پرضد د ايټمي بندیزونو له امله رامنځته شوی دی.

د دغو اقداماتو سربیره، د جنورۍ په میاشت کې متحده ایالاتو د خزانې وازارت د ایران ملاتړي فاطميون بريګيډ او زینبیون بريګيډ ملېشو باندې بندیزونه ولګول چې په سوريه کې جګړه کوي.

په کویټه کې د حبیب بينک مرکزي څانګې د اپریل په ۱۱ مه ښودل شوی دی. دغې بينک د اپریل په ۴ مه په کویټه کې د ایران قونسلګرۍ دوه رسمي اکاونټونه بند کړل. [عبدل غني کاکړ]

په کویټه کې د حبیب بينک مرکزي څانګې د اپریل په ۱۱ مه ښودل شوی دی. دغې بينک د اپریل په ۴ مه په کویټه کې د ایران قونسلګرۍ دوه رسمي اکاونټونه بند کړل. [عبدل غني کاکړ]

متحده ایالاتو د اپریل په ۸ مه هم د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) یوه تروریستي ډله وګرځوله ، چې د آی آر جي سي لپاره جنايي اړیکې او مادي ملاتړ برابروي.

د ايران سفارتکار وويل، "د رسمي بينک اکاونټونو د بنديدو له کبله، موږ په بلوچستان کې د ویزو خدمات او اقتصادي خدمتونه تر هغه وخت پورې معطل کړي ترڅو چې مونږ نور امرونه نه وي صادر کړي. زموږ سفارتي مشن دا مسله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندې کړې ده، او موږ د دې مسلې د حل کولو لپاره کار کوو."

دغه چارواکي وویل، "د بينک انتظاميې موږ ته ویلي چې دا د قونسلګرۍ دفتر ته د اکاونټونو خدمات نور نه شي وړاندې کولی."

په اسلام آباد کې د ايران په سفارت خانه کې يو سينير چاراوکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "که چیرې يو کس د حج او یا نورو کټګوریو لپاره د ایراني ویزي ترلاسه کولو لیوالتیا لري، نو هغه له پکار ده چې په کراچۍ او د هیواد په نورو برخو کې زموږ په قونسلګرۍ کې د ویزو لپاره درخواست ورکړي."

د ستراتیژۍ نشتوالی

پاکستاني کاروباريان او سوداګر په ایران پړه اچوي چې د خدماتو په وړاندې کولو کې ناکامه شول، چې دا د هغه کسانو لپاره ډير ستونزمنه ده چې هغوی د خپلې روزۍ له کبله ایران ته بار بار سفر کوي.

دوی ایران هم قصوروار ګڼي چې د خپل اقتصاد د بیا بحالۍ لپاره د پام وړ کار کولو کې ناکامه شوی دی.

عبدل علي خان، چې يو سوداګر او د کویټې د سوداګرۍ خونې يو غړی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "اوسنی وضعیت زموږ سوداګرو او صادرونکو ته زیان رسوي."

هغه وویل، "دا د ایران حکومت يو مهم مسؤلیت دی چې د پاکستاني سوداګرو سره خپله ژمنه يقيني کړي چې د ایران سره يې په سوداګرۍ کې په میلیونونو ډالره سرمايه کاري کړې ده."

هغه وويل، "نن موږ پوهه شو چې د بينکونو د بنديدو وروسته، د ايران قونسلګرۍ ځپل شوي سوداګرو ته خپل خدمات معطل کړي دي. هغه هغو ژمنو ته اشاره وکړه چې ايران به د هغوی سوداګرو ته وده ورکړي چې اوس يې ايران نه شي پوره کولې.

هغه وويل، "د ايران سره زموږ اقتصادي اړيکې د ايران حکومت د کمزوري تګلارې له امله زيانمن شوي دي."

عبدل ودود اچکزۍ، چې يو مشهور پاکستانی سوداګر دی او د کویټې د صنايعو خونې پخوانی مشر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "زموږ صادروونکي د ايران سره د سوداګرۍ په برخه کې د مليونونو ډالرو له زيان سره مخ دي، او تر اوسه پورې د ايران حکومت د دې بهير د ښه کولو لپاره هيڅ يو ګام نه دی پورته کړی.

'بحران'

هغه زیاته کړه، "موږ په کویټه کې د ایران قونسلګرۍ سره په دوامداره اړیکه کې یو او د دې مسلې د حل کولو لپاره هڅه کوو. اوس مهال، د ایراني کرنسۍ مخ پر کميدو ارزښت زموږ د ټولنې لپاره يوه لويه اندیښنه ده."

اچکزۍ وویل، "تیر کال په پاکستان کې د ایران سفیر موږ ته ډاډ راکړ چې ایران به په دې بحران کې د پاکستاني سوداګرو سره مرسته وکړي، خو موږ سره تر اوسه پورې څه مرسته نه ده شوې."

هغه د پاکستاني سوداګرو، چې په کویټه کې د ایران قونسلګرۍ سره ثبت شوي دي، نامعلوم شمير ته په حواله وويل، "د ایران سره زموږ کلنيزه سوداګري ۱.۵ میلیون ډالره [۲۱۲ ميلیونه پاکستانۍ روپۍ] ده."

عبدالرحمان، چې په کویټه کې د اقتصادياتو کارپوه دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "زما په اند د ایران د بينکونو اکاونټونه بندول به د پاکستاني سوداګرو ستونزې زياتې کړي چې د ایران سره د وارداتو او صادراتو د سوداګرۍ لپاره نږدې اړیکې لري."

د رحمان د وینا له مخې، ایران ته د پاکستان اصلي صادرات وريجي، کپړې او کاغذ دي. په غټو وارداتو کې پټرولیم، د بجلۍ د انرژۍ مواد او میوې شامل دي.

هغه وويل، "هر هغه څه چې ايران ورسره مخ دي، دا د دې د پاليسۍ نتيجه ده، او زما په خيال، پاکستان بايد د ايران سره د دغه معاملو په اړه هم بيا کتنه وکړي چې [پاکستان] په نړيواله ټولنه کې جلا کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د اهميت وړ دی

ځواب

ايران کله د پاکستان ګټو ته کتلي دي، دوی په داسې حال پريښودل پکار دي ځکه چې دا هسې هم په نړۍ کې يوازي پاتې شوې دی.

ځواب

مونږ له هم پکار ده چې د پاکستان د امنيت خيال وساتو، مونږ د ګلبوشن په شکل کې نوره جاسوسي نه شو برداشت کولی.

ځواب

ايران هيڅکله د پاکستان ملګری نه شي کيدی.

ځواب