ديپلوماسي

پاکستان د ایراني سیلاب ځپلو سره مرسته کوي، په داسې حال کې چې تهران په بهر کې ترهګري تمویلوي

پاکستان فارورډ

ایرانیان د اپریل په ۹ مه د خوزسستان صوبې په سوسنګرد کې د سرې میاشتې سازمان د هيلي کوپټر نه خواړه ترلاسه کوي. [عطا کیینير/ ای ايف پي]

ایرانیان د اپریل په ۹ مه د خوزسستان صوبې په سوسنګرد کې د سرې میاشتې سازمان د هيلي کوپټر نه خواړه ترلاسه کوي. [عطا کیینير/ ای ايف پي]

اسلام آباد -- پاکستان د سیلاب ځپلې ایران سره د مرستې لپاره بشري مرستې ليږلي، چې د ایراني رژیم د هغې پریکړې منفي پايلې په ګوته کوي چې په خپل هيواد کې په تاسيساتو کې د سرمايه کارۍ پر ځای په سیمه کې اورپکي تمويلوي.

د پاکستان خارجه دفتر د چهارشنبې په ورځ (د اپریل په ۱۰ مه) وويل چې د هېواد د ناورین کنټرولولو ملي ادارې (این ډي ایم ای) د وزیر اعظم عمران خان په لارښوونو ايران ته ۳۲ ټنه بشري مرستې واستولې.

د بيان له مخې، په دې بارليک کې، چې په دوو بارونو شامل وو،۵۰۰ خیمې، ۳،۳۰۰۰ کمبلونه او بیړني طبي کټونه شامل ول.

لومړنی بار د چهار شنبې په سهار د ایران احوز ته ولیږل شو.

د اپریل په ۹ مه اخيستل شوې یو هوايي منظر د کارون سيند ښيي، چې د ايران د خوزستان صوبې په مرکزي ښار، احوز، کې یې اوبه د خپلو غاړو نه اوښتي دي. [عطا کیینير/ ای ايف پي]

د اپریل په ۹ مه اخيستل شوې یو هوايي منظر د کارون سيند ښيي، چې د ايران د خوزستان صوبې په مرکزي ښار، احوز، کې یې اوبه د خپلو غاړو نه اوښتي دي. [عطا کیینير/ ای ايف پي]

يو ايرانی په وروستیو سیلابونو کې ګوري چې د سيلاب اوبه د هغه د سيمې نه تيريږي. [په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوی انځور]

يو ايرانی په وروستیو سیلابونو کې ګوري چې د سيلاب اوبه د هغه د سيمې نه تيريږي. [په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شوی انځور]

خان د یکشنبې په ورځ (د اپریل په ۷ مه) د ایران له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې د هغه حکومت چمتو دی چې ټولې ممکنه بشري مرستې چمتو کړي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي خپل ایراني سیال جاوید ظریف ته پيغام ورکړو چې پاکستان به د امدادي توکو دوه الوتکې وليږي.

د ایران بیړني چمتوالی

په وروستیو هفتو کې د ایران په زياتو برخو کې سیلابونو او سيلابي بارانونو په پراخه کچه تباهي او مرګونه رامنځته کړي دي. د سیلاب اړوند مرګونه د ایران په ۳۱ صوبو کې په ۱۱ کې راپور شوي چې د دغه طوفانونو له کبله تقريباََ ۶۲ کسان وژل شوي دي چې د مارچ په مياشت کې پيل شوي ول.

سيلابونو د ايران حکومتدارۍ نيمګړتيا هم څرګنده کړې ده، ځکه چې زيات شمېر څارونکي وايي چې د رژيم پر خپلې بهرنۍ اجنډا باندې تمرکز کړې پرځای د دې چې تاسيسات او د طبيعي پېښو لپاره پلان جوړ کړي.

فتحي السيد، چې په مصر کې د سيمه بيز او ستراتيژيکي مطالعاتو په مرکز کې يو څيړونکی دی، وويل، د ایران چارواکو دا حالات رامنځته کړي ځکه چې دوی د قوم مال د اسلامي انقلاب د ساتونکو قول (آی آر جي سي) پروژو د تمويل لپاره استعمال کړی دی.

هغه وويل، د ایران رژیم د خپلو وسله والو ملګرو تمویل کول غوره کړل پر ځای "د دې چې د بیړنیو حالاتو سره د مقابلې لپاره اړین پلانونونه جوړ کړي."

د دوشنبې په ورځ، متحده ایالاتو د آی آر جي سي لخوا د لسیزو راهيسې د ناوړه فعاليتونو له کبله دا ډله يو تروريستي سازمان وګرځولو.

آی آر جي سي په منځني ختیځ او نورو ځايونو کې په تیرو څو لسیزو کې په ډیرو ترهګریزو پیښو کې ښکيل ده، په ټوله سیمه کې يې د وسله والو ملاتړ کړی دی، او په هيواد کې دغه ساتونکو سیاسي او اقتصادي اغیز په پراخه کچه ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې ځینې اټکلونه ښیي چې دوی د ايران په نيم اقتصاد کنټرول لري.

مزين ذکي، چې په مصر کې د ابن الوليد مطالعاتو او فیلډ ریسرچ مرکز کې د نویو رسنیو د څانګې ډايريکټر دی، وویل، "په ايران کې د سیلابونو د پايلو راڅرګنديدو سره عامه غصه مخ په زیاتیدو ده."

هغه وويل، ټولنیزې رسنۍ د تبصرو او انځورونو نه ډکي دي چې د خلکو د غصې کچه په ګوته کوي. هغه وویل چې ایرانیان له مخکې نه د کمزوري اقتصاد او په پراخه کچه د بیکارۍ له ستونزو سره مخ دي.

ذکي زياته کړه، دا تبصرې "د بې ځایه شويو خلکو لپاره د رښتينې مرستې نشتوالی، په ځپل شويو سيمو کې د حکومتي ادارو نشتوالی او د حکومتي ادارو ناکامۍ ته اشاره کوي چې د آفت د شدت سره سره د هغوی سره مرسته وکړي."

په نورو باندې د پړې اچولو هڅه کول

څنګه چې د آفت شدت ښکاره شو، د بهرنیو چارو وزير ظريف هڅه وکړه چې د مسولیت پر غاړه اخيستلو نه انکار وکړي او په ټولنیزو رسنیو باندې يې په يو پوسټ کې د ژغورنې هيلي کوپټرونو د کموالي لپاره د متحده آيلاتو په بندیزونو تور ولګولو.

خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو دا تورونه رد کړل او ويې ویل چې بندیزونه به د قانوني پیښو په مرسته کې هیڅ خنډ رامنځته نه کړي.

پومپيو په یو بیان کې وویل، "دا سیلابونه یو ځل بیا په ښاري پلان جوړولو او بیړني چمتووالي کې د ایراني رژیم بد انتظامي ښيي."

پومپيو وویل، "دا رژیم په بهرني هيوادونو تور لګوي، په حقيقت کې، دا د دوی بد انتظامي ده چې دا پیښه يې رامنځته کړې ده."

هغه وويل، "متحده ایالات چمتو دی چې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوالې فيډريشن سره مرسته وکړي او مالي ملاتړ وکړي چې بیا به دغه پيسې د مرستې لپاره د ایراني سرې مياشتې تنظيم له لارې استعمال شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 14

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اې د دې ويب پاڼې خاوندانو! له دې څخه ډډه وکړئ د الله لعنت دې په دروغجنو باندی وي

ځواب

که چيرې ايران په خپلو خلکو او تاسيساتو باندې پيسې خرچ کړې واوی، پر ځای د دې ناکامه هڅې چې هر يو کس شيعه کړي، نو د دې خلک به دومره نه وې ځپل شوې لکه څنګه چې اوس د دې خلک ځپل کيږي. ايران يو ناکامه دولت دی او د دې خلک او اقتصاد په بشپړ ډول په ناوړه حالت کې دي. ۳۰۰ ايراني تومان د يوې پاکستانۍ روپۍ برابر دي. خو دا بيا هم په خپل ګاونډي هيوادونو کې، د خپل احسان کوونکي پاکستان په ګډون، په بې ثباتۍ باندې زياتې پيسې لګوي. دا یو داسې ناشکره او احسان فراموشه هيوادی دی چې د پاکستان په وړاندې د اسرایلو ترټولو غوره ملګري هند سره سازش کوي او دا هغه څه دي چې ایران او د هند، اسرایل او امریکې سره، یو ترهګريز هیواد جوړوي.

ځواب

تا له شرم پکار دی. د داسې مقالو ليکلو نه مخکې فکر وکړه چې داسې آفت په پاکستان کې هم راتلې شي، ته به څنګه احساس وکړې که چيرې آمريکه يا هند د پاکستاني حکمرانانو په اړه داسې تبصرې وکړي؟ دا قدرتي آفت هر ګز دا مانا نه لري چې د هيواد تاسيسات کمزوري ول. که څه هم جاپان په نړۍ کې تر ټولو جديد هيواد دی، خو دا هم د ورته قدرتي آفاتو له کبله تباه شوی وو.

ځواب

د دروغو پښې نه يي، تاسو چې څومره دروغ ويلې شئ ووايئ، خو د الله رحمت د ايران سره وو او يي به هم. که چيرې ته ريښتينې يئ، نو بيا د ثبوت سره تور لګوئ ....باقي هر يو هيواد د دفاع حق لري ... او دوی د دې لپاره خپل پوځ پياوړي کوي...!!!

ځواب

نه

ځواب

ستاسو مثال د هغه غل دی چې پخپله شور او غوغا کوي، ټولې نړۍ تاييد کړې چې تاسو ترهګر يئ، په کويټه کې وروستی بريد یو مثال دی. ستاسو کورني سپي لا تر اوسه په ترهګرۍ کې بوخت دي او تاسو ایران بدناموئ. ستاسو دنده دا ده چې خلک د پیسو لپاره ګمراه کوئ، تاسو خلک چاپلوسان يئ او تل به چاپلوسان پاتې شي.

ځواب

وروره، ايران له پکار ده چې د هند د ترهګر کلبوشن په هکله ځواب ورکړي.

ځواب

په دروغجنو باندې دې د الله لعنت وي

ځواب

په بشپړه توګه د ايران خلاف. د سعودي لابي ورځپاڼه

ځواب

تاسو له شرم پکار دی چې د سعودي عرب په پيسو تاسو ايران بدناموئ. که چيرې ايران ترهګري خپروي، نو آيا دا ترهګري نه ده چې سعودي عرب يې په متحده عرب اماراتو او يمن کې کوي؟

ځواب

تاسو د ايران سره همدردي څرګندوئ که دښمني؟

ځواب

ايران يو ترهګريز هيواد دی

ځواب

ایران یو پیاوړی هیواد دی، دا د الله ازمیښت دی. دوی به د خپلو غلطو اصلاح وکړي. که ایران په ترهګرۍ کې ښکيل وي، نو ستاسو مقاله ستاسو ذهن منعکسوي.

ځواب

نه، دا مقاله د تعصب نه ډکه ده، دا يوه شخړه ده چې د نورو رسنیو په څیر خپرول کيږي چې د ایران حکومت د دې ګډوډۍ مسولیت لري، خو پکار ده چې پاکستان د ۲۰۱۰ سیلاب هېر نه کړي.

ځواب