جرم او انصاف

خیبر پښتونخواه لومړی عدالت لري چې موخه یې د حساسو ماشومانو ساتنه کول دي

د عديل سعيد او شهزاد بټ لخوا

د پېښور هايي کورټ مشر قاضي وقار احمد سیټھ په پیښور کې د مارچ په ۱۶ مه په جوډيشل کمپليکس کې د خیبر پښتونخواه د ماشومانو د ساتنې لپاره د لومړي عدالت د افتتاح نه وروسته د ماشومانو لپاره د یوې کمرې معاينه کوي. [شهباز بټ]

ماشومان په پیښور کې د مارچ په ۱۶ مه د ماشومانو د ساتنې په عدالت کې د لوبو په کمره کې ناست دي. [شهباز بټ]

ماشومان په پیښور کې د مارچ په ۱۶ مه د ماشومانو د ساتنې په عدالت کې د لوبو په کمره کې ناست دي. [شهباز بټ]

ماشومان په پېښور کې د مارچ په ۱۶ مه د ماشومانو د ساتنې په عدالت کې د لوبو په کمره کې د بورډ لوبه کوي. [شهباز بټ]

ماشومان په پېښور کې د مارچ په ۱۶ مه د ماشومانو د ساتنې په عدالت کې د لوبو په کمره کې د بورډ لوبه کوي. [شهباز بټ]

په پېښور کې د مارچ په ۱۶ مه د ماشومانو د ساتنې عدالت ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

په پېښور کې د مارچ په ۱۶ مه د ماشومانو د ساتنې عدالت ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

پیښور -- خیبر پښتونخواه په لومړي ځل د ماشومانو د ساتنې عدالت جوړ کړی چې ماشومان د ناوړه چلند، بدکارۍ او غفلت نه خوندي وساتي.

د ماشومانو د حقونو فعالین، وکیلان او د مدني ټولنې غړي د دې نوښت هرکلى وکړو. دوی هيله څرګنده کړه چې سي پي سي به ماشومان له هر احتمالي ذهني او جسماني ناوړه چلند نه خوندي وساتي، په داسې حال کې چې دا به د محاکمې په جریان کې د ماشوم لپاره دوستانه او آرام ده چاپيريال چمتو کړي.

د پیښور هايي کورټ (پي ايچ سي) ستر قاضي وقار احمد سیټھ د مارچ په ۱۵ مه په جوډيشل کمپليکس پېښور کې د دغه عدالت افتتاح وکړه.

محمد زبير، چې په پي ايچ سي کې پروټوکول افسر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د سي پي سي د جوړولو نوښت د خيبر پښتونخواه د ماشومانو د ساتنې او بهبود کميشن قانون ۲۰۱۰ لاندې پيل کړی شو."

د خیبر پښتونخواه د ماشومانو د ساتنې لپاره لومړی عدالت په پیښور کې د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

د خیبر پښتونخواه د ماشومانو د ساتنې لپاره لومړی عدالت په پیښور کې د مارچ په ۱۶ مه ښودل شوی دی. [شهباز بټ]

زبیر وویل، د سي پي سي بنيادي موخه د ماشومانو د خوندیتوب او بهبود په اړه مسلې، په ځانګړې توګه د بې وزلو او محروم شويو ماشومانو قانوني کيسونه حل کول دي.

ډیر کسان باور لري چې هغه ماشومان چې د ناوړه چلند او محرومۍ سره مخامخ شوي دي، ډير زيات امکان لري چې د افراطي ګروپونو او د تاوتریخوالي جنایي ډلو د استخدام کوونکو په لاس ورشي، چې دا د ناوړه چلند د ډيرو ممکنه منفي پایلو څخه دي.

د ماشومانو لپاره مرسته

اختر آمين، چې په پیښور کې د محکمې يو خبريال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا یو ښه نوښت دی، او دا به هغه ماشومانو ته د هغوی د کيسونو په چټکۍ سره د محاکمو له لارې مرستې برابر کړي کوم چې په توقيف کې ساتل شوي دي."

آمین وویل چې توقیف شوي ځوانان د ډیرو ستونزو سره مخ دي ځکه چې دوی اکثر په عدالتونو کې د عادي بالغ مجرمانو سره حاضريږي.

هغه زياته کړه، سربېره پر دې، د ماشومانو کيسونه د عدالتي کار د بار له امله په فيصلو کې د ځنډ سره مخ دي.

د اپريل په لومړۍ نيټه، د دغه عدالت په لومړي کيس کې، قاضي وديا مشتاق مالک د ۱۳ کلن ماشوم درخواست د سزا لپاره واوريدو، چې د هغه شناخت د قانوني محدوديتونو له امله ښکاره کيدې نه شي. دغه ماشوم ژمنه وکړه چې هغه به نور داسې جرمونه ونه کړي.

آمین وویل، قاضي هغه ته د شپږو ورځو سزا واوروله ځکه چې هغه د ګرفتارۍ نه وروسته په توقیف کې د مخکې نه یو کال تیر کړی وو.

عمران ټکر، چې د ماشومانو د حقوقو فعال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د سي پي سي جوړول د دوامداره پرمختیایي اهدافو (ايس ډي جيز) لاسته راوړنو په لور یو ګام دی چې د مساواتو، د ماشومانو د ساتنې او پیاوړتیا سره تعلق لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500