ديپلوماسي

په پاکستان کې د ازبکستان سفیر د ترهګرۍ ختمولو لپاره تعلیمي پرمختګ د وسيلې په توګه استعمالوي

د ظاهر شاه شيرازي لخوا

د ازبکستان سفیر فرقت صادیقوف (چې نيلا سوټ او ټايي لري) په پېښور يونيورسټۍ کې د سیمه ایز مطالعې مرکز کې د اپریل په ۳ مه په یوې غونډه کې ګډون کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

د ازبکستان سفیر فرقت صادیقوف (چې نيلا سوټ او ټايي لري) په پېښور يونيورسټۍ کې د سیمه ایز مطالعې مرکز کې د اپریل په ۳ مه په یوې غونډه کې ګډون کوي. [ظاهر شاه شیرازي]

پيښور -- په پاکستان کې د ازبکستان سفیر فرقت صادیقوف وویل چې د مرکزي او جنوبي آسیا هیوادونه باید په سیمه کې په دايمي توګه د افراطیت او د ترهګرۍ د ختمولو لپاره تعليم د یوې وسیلې په توګه استعمال کړي.

صادیقوف په یوې ځانګړې مرکه کې پاکستان فارورډ ته وویل، ازبکستان یو څو اړخیزه ستراتیژي جوړه کړې چې په دې کې د قانون پلي کول او د "تاوتریخوالي د ختمولو لپاره تعليم شامل دي."

هغه وويل، "د ازبکستان حکومت لخوا اخیستل شوی یو لوی ګام هغه امامانو ته ټريننګ او تعلیم ورکول دي کوم چې د "څارنې په خړ ليسټ" کې ول." هغه زیاته کړه، چارواکو د ۴۵،۰۰۰ نه زياتو ازبکانو ته تعليم ورکړ او له لیست څخه یې لرې کړل.

په دي لیسټ کې د محکوم شويو او یا د شکمنو افراطيانو نومونه شامل دي.

صادیقوف زیاته کړه، "ازبکستان د افراطیت سره د مبارزې لپاره نورې لارې لري -- چې هغه اقتصادي پراختیا او تعليم دی."

په داسې حال کې چې پاکستان تل د ترهګرۍ قرباني پاتې شوې دی، صادیقوف افراطیانو ته د ماتې ورکولو په لټه کې د هېواد د رول ستاینه وکړه.

هغه په دغه مرکه کې وویل، "پاکستان جنایتکارانو ته د ماتې ورکولو له لارې ثابته کړه چې د پرمختګ لپاره یوازینۍ لاره سوله ده." هغه زیاته کړه چې سیمه ییزه سوله به د اقتصاد او ښوونې د دواړو اړخونو په برخه کې د منځنۍ او جنوبي آسیا لخو په هلو ځلو باندې تکيه ولري.

صاديقوف وويل، "موږ بايد نوي اقتصادي لارې خلاصې کړو او د ښوونې او روزنې پروګرامونو ته وده ورکړو او تاوتريخوالی ختم کړو."

صاديقوف وويل، ازبکستان د پاکستان سره د نږدې اړيکو په لټه کې دى چې سيمه ييزې پرمختيا ته وده ورکړي او هڅه کوي چې د پاکستان سره له ۹۰ ميليونو ډالرو څخه تر ۳۰۰ ميليونو ډالرو پورې کلنۍ سوداګري زياته کړي.

هغه د تعليمي اړيکو په لټولو کې هم ليوالتيا څرګنده کړه چې دا به د لګښت په لحاظ سره اغیزمن وي ځکه چې دواړه هيوادونه يو بل ته نژدې دي.

صاديقوف وویل، دا هیوادونه له مخکې نه په ګډه سوداګرۍ کې د زياتوالي نه خوند اخلي، چې په ۲۰ کالو کې د ۴۷ معاهدو په پرتله په ۲۰۱۸ کې ۲۱ داسې معاهدې لاسلیک شوي دي.

د افغانستان شخړه

صاديقوف زياته کړه، په ګاونډي افغانستان کې سوله ترلاسه کول د سيمه ايز ثبات لپاره مهم دي.

هغه د ۲۰۱۸ کال د ۲۶-۲۷ م مارچ په تاشقند کې د افغانستان د راتلونکې په اړه يو نړيوال کانفرنس ته په حواله وویل، "په افغانستان کې سوله د ازبکستان لپاره ډيره مهمه ده او د تاشقند وروستۍ غونډه، چې د افغان حکومت په کې هم وينا کړې وه، د سوله ییزې منځنۍ او سویلي آسیا لپاره د دې د ژمنې یو ستر ثبوت دی."

صاديقوف وويل، په افغانستان کې سوله ممکنه ده که ټول همکاران، د طالبانو په ګډون، خبرو اترو ته کيني.

هغه زياته کړه، "د ګاونډيانو سره په تعليم او اقتصاد کې همکاري به په افغانستان کې د سولې او پرمختګ په راوستلو کې مرسته وکړي."

هغه وويل، ازبکستان به د ترهګرۍ په ځواب کې له افغانستان سره خپلې پولې بندې نه کړي. هغه زياته کړه چې دا ډول ګواښونه به د ازبکستان دا ژمنه کمزوري نه کړي چې جګړه وکړي او ترهګر له منځه يوسي او په سيمه کې سوله راولي.

هغه وويل، "سيمه ييز ثبات به هغه وخت راشي کله چې زموږ ورور هېواد افغانستان کې سوله وي."

په سیمه ایزه سولې باندې تمرکز

په پاکستان او ازبکستان دواړو کې متخصصین موافقه لري چې په سیمه کې سوله د افغانستان سره تړاو لري.

ډاکټر عظمت حيات خان، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د سیمه ایز مطالعاتو مرکز پخوانې ډايريکټر دی، وویل، "دا له سیمه ایز دولتونو پورې اړه لري چې په سیمه کې د پرمختیا لپاره سوله برقراره وساتي او دوام ورته ورکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، پاکستان او ازبکستان د سيمې په ثبات کې مهم رول لوبولی شي ځکه چې په افغانستان کې سوله د سیمه ایز ثبات لپاره ډيره مهمه ده.

ډاکټر شبير احمد خان، چې د سيمه ايز مطالعاتو مرکز ډايريکټر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په افغانستان کې سوله به بې شکه د پاکستان او ازبکستان ترمنځ سوداګرۍ، سیاحت، او د خلکو ترمنځ ارتباط ته وده ورکړي چې په دې کې د زیربناوو، لکه د رېل او سړکونو له لارې ارتباط، شامل دي.

خان وویل، د پیښور نه تر تاشقند او کراچۍ پورې فاصله تقریباََ یو شان ده، چې د تاشقند او پیښور تر منځ لاره د جلال آباد، کابل، مزار شریف، ترمیز او بخارا نه تيريږي.

هغه وويل، کله چې دا هېوادونه د افغانستان له لارې د سړک او رېل دواړه اړيکې ولري، نو د پاکستان او ازبکستان د اړيکو ستراتيژيکي ارزښت به لوړ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500