زده کړه

د خیبرپښتونخواه سکولونه د بیا ودانولو له کبله ښه کيږي

د سيد انصار عباس لخوا

طالب علمان په سوات ضلع کې د جينکو په ګورنمنټ پرايمري سکول کې هغه بستې ښيي چې په مارچ کې د نړیوالو بسپنه ورکوونکو لخوا ورکړل شوي وې. کار کوونکو په دې وروستیو کې سکولونه وروسته له هغې ودان کړل کله چې وسله والو دا په ۲۰۰۷-۲۰۰۹ کال کې ویجاړ کړل. [سید انصار عباس]

طالب علمان په سوات ضلع کې د جينکو په ګورنمنټ پرايمري سکول کې هغه بستې ښيي چې په مارچ کې د نړیوالو بسپنه ورکوونکو لخوا ورکړل شوي وې. کار کوونکو په دې وروستیو کې سکولونه وروسته له هغې ودان کړل کله چې وسله والو دا په ۲۰۰۷-۲۰۰۹ کال کې ویجاړ کړل. [سید انصار عباس]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه (کی پي) حکومت، د نړیوالو مرستندویانو، لکه د نړيوالې پرمختيا لپاره د متحده ایالاتو ادارې (يو ايس ايډ) په مرسته، په ټوله صوبه کې ۱۷۹ سکولونه جوړ کړي چې ترهګرو د تروریزم سره د جګړې پرمهال ويجاړ کړي ول.

په پيښور کې د پيښو د مديريت صوبايي ادارې (پي ډي ايم ای) له مخې، چارواکو د مارچ په ۲۵ مه پاکستان فارورډ ته وويل، په سوات، بونیر، کوز دير او بر دير ضلعو کې، کارکونکو ۱۶۲ سکولونه بیا ودان کړل. دوی په بونير کې ۱۲، په هنګو کې ۳ او په کوهاټ او ټانک ضلعو کې ۱ سکول جوړ کړل.

پي ډي ايم ای وويل، زياتره سکولونه د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ ويجاړ شوي ول. کارکوونکو د ۲۰۱۶ کال پورې د ډیرو سکولونو بياودانول بشپړ کړې ول. بیا هم، ځینې تعلیمي ادارې په بشپړه توګه نه دي جوړې شوي.

د پي ډي ايم ای له مخې، په دغه ټولو سکولونو کې، ۴۹ تعلیمي ادارې، د ۴۲ سکولونو، څلورو کالجونو، د دوو فني تعليمي ادارو او د سوات د ودودیا ماډل سکول په ګډون، د پاکستان سره د مرستې پروګرام (يو پي ای پي) لاندې د متحده عرب اماراتو (يو ای اي) په مالي مرسته بیا جوړې شوې.

زده کوونکي د مارچ په ۲۵ مه په سوات کې د هلکانو د نوي بیا جوړ شوي سکول نه بهر لوبې کوي. [سید انصار عباس]

زده کوونکي د مارچ په ۲۵ مه په سوات کې د هلکانو د نوي بیا جوړ شوي سکول نه بهر لوبې کوي. [سید انصار عباس]

سربیره پردې، د بيار رغونې او تصفیې صوبايي ادارې (پارسا) د ۳.۵ میلیارده روپو (۲۵ میلیونه آمريکايي ډالره)، چې د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیا ادارې (ايو ايس ايډ) لخوا تمویل شوي وې، سره په مالاکنډ ډويژن کې ۱۱۳ ويجاړ شوي سکولونه بيا جوړ کړل.

د پاکستان پوځ، د خیبرپښتونخواه حکومت او نادولتي موسسو له دوو ميليارده روپو (۱۴ ميليونه ډالره) سره، چې د پاکستان حکومت چمتو کړې وې، په بنو، هنګو، کوهاټ او ټانک ضلعو کې د وسله والو لخو ويجاړ شوي سکولونه بیا جوړ کړل.

زيات ګنجايش

لطيف الرحمان، چې د پي ډي ايم ای - پارسا ویاند دی، د مارچ په ۲۵ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په مالاکنډ کې تقريباََ د ټولو ويجاړ شوي سکولونو، کالجونو او نورو تعلیمي ادارو بیا رغول بشپړ کړې دي، چې دا هدف د يو ايس ايډ او متحده عرب اماراتو د مالي مرستو سره ترلاسه شو."

هغه وويل، "اوس هغه سکولونه زياتې کمرې او نور سهولتونه لري کوم چې د وسله والو لخوا په نښه شوي ول." هغه زياته کړه، نوی ګنجايش د دې مانا لري، چې نور طالب علمان به توان ولري چې سکولونو ته لاړ شي.

رحمان وويل، په هغه سکولونو کې داخلې له ٪۳۰ څخه تر ٪۴۰ پورې زياتې شوي دي.

عبدل حکيم، چې د پي ډي ايم ای-پارسا مانيټرنګ افسر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، ځايي اوسيدونکي، والدين، زده کونکي او ښوونکي د ښه ودانيو له کبله خوشحاله دي.

هغه وويل، "زه اکثر دې سکولونو ته ځم او د سکولونو د مدیرانو، ښوونکو، زده کونکو او والدینو سره لیدنه کوم چې د هغوی د نظرونو، خيالاتو او وړاندیزونو نه ځان خبر کړم." "والدین، ښوونکي او زده کوونکي د نوي تاسیساتو څخه خوشحاله دي."

حکيم وويل، د ويجاړيدو نه مخکې، دغه پرايمري سکولونه په دوو کمرو باندې مشتمل ول، بیا ودان شوي سکولونه شپږ کمرې لري.

محمد ګل، چې د سوات ضلعې په مټه سرکل کې د تعليم چارواکی دی، هم وویل چې هغه په سیمه کې د ټولو سکولونو څخه لیدنه کړې ده. هغه وويل، ځايي اوسيدونکي د سکولونو د بيا رغاونې لپاره د بوديجو په چمتو کولو کې د پارسا او يو ايس ايډ د هڅو ستاينه کوي.

کار قبايلي ضلعو ته منتقل شوی دی

ارشد خان، چې په خيبرپښتونخواه کې د لومړني او ثانوي زده کړو سيکريټري دی، پاکستان فارورډ ته وويل، کارکوونکو تقريباََ ټول هغه سکولونه بيا ودان کړي چې د وسله والو لخوا ويجاړ شوي ول، په ځانګړي توګه په مالاکنډ ډويژن کې.

خان وويل، "ټول ويجاړ شوي سکولونه بيا ودان شوي دي." "د پاتې ۹۹ ویجاړ شویو سکولونو بیارغونه روانه ده او ډیر ژر به بشپړه شي."

د خیبر پښتونخواه د پوهنې رياست له مخې، وسله والو او ترهګرو -- زياتره د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ -- په صوبه کې ۳۸۴ سکولونه تباه کړل او ۴۷۶ ويجاړ کړل.

خان وويل، د خيبر پښتونخواه د پوهنې رياست په قبايلي ضلعو کې يوه سروې پيل کړې چې په دغه سيمو کې ويجاړ شوي سکولونه په ګوته کړي او تمه لري چې په دوو مياشتو کې يې بشپړ کړي.

ضياء الله بنګش، چې د تعليم په اړه د خیبرپښتونخواه د وزير اعلی سلاکار دی، وويل، تعليم د خیبر پښتونخواه حکومت لومړيتوب دی. "په قبايلي سيمو کې د وسله والو لخوا ځپل شوي سيمې د بيا ودانولو لپاره اوس زموږه هدف دی."

بنګش وویل، "په صوبه کې د نوي تعلیمي ادارو د جوړولو نه مخکې، موږ د سکولونو او کالجونو په بیارغونې باندې تمرکز کوو -- که د ترهګرۍ، زلزلې یا سیلابونو له امله زیانمن شوي وې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښوونه او روزنه ترټولو قوي وسله ده چې تاسو یې د نړۍ د بدلولو لپاره کارولی شئ.

ځواب

دا ښه او ستايل شوي هڅې دي چې په سيمه کې په تعليمي سکيټور کې د زياتې تباهۍ وروسته هغه هڅې په ګوته کړي چې په ملاکنډ ډويژن کې د تعليم د بيا بحالۍ لپاره ترسره کيږي. عبدل حکيم

ځواب