امنیت

ایتلاف په سوريه کې د داعش پاتې جنګیالي لټوي

ای ايف پي

د متحده ایالاتو ايف-۱۶ جنګي الوتکه په سوریه کې د عملیاتو ملاتړ کوي. [سينټ کوم]

د متحده ایالاتو ايف-۱۶ جنګي الوتکه په سوریه کې د عملیاتو ملاتړ کوي. [سينټ کوم]

بيروت، لبنان -- د امریکې په ملاتړ ځواک د سه شنبې په ورځ (د اپريل په ۲مه) وویل چې دا په ختيځ سوريه کې د داعش د جنګياليو تعقيب کوي، په داسې حال کې چې د ايتلاف جنګي الوتکې د یوې هفتې نه زیاتې مودې راهيسې په ترهګرو بمباري کوي، وروسته له دې چې د دوی تش په نامه "خلافت" ته شکست ورکړل شو.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف)، چې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ایتلافي جنګي الوتکې ورسره ملاتړ کوي، د مارچ په ۲۳ مه د مياشتو اوږد عملياتو وروسته د عراق پولې ته څیرمه په باغوز کې د داعش غړي د خپل وروستي مرکز نه وويستل.

د ايس ډي ايف وياند مصطفی بالي د سه شنبې په ورځ وویل، د متحده ایالاتو ملاتړی اتحاد اوس د "ترهګريزې ډلې د پاتې کسانو" تعقيب کوي.

هغه وويل، "ځينې ډلې د باغوز په غارونو کې پټې شوي دي."

د داعش جنګیالي د مارچ په ۷ مه د سوریې په باغوز کې ايس ډي ايف ته تسلیم کيږي. [محمد حسن/ ټویټر]

د داعش جنګیالي د مارچ په ۷ مه د سوریې په باغوز کې ايس ډي ايف ته تسلیم کيږي. [محمد حسن/ ټویټر]

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) يو غړی د مارچ په ۲۴ مه د دير ایزور صوبې په باغوز کلي کې د ايس ډي ايف بيرغ نصب کوي. [ډيليل سليمان/ ای ايف پي]

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) يو غړی د مارچ په ۲۴ مه د دير ایزور صوبې په باغوز کلي کې د ايس ډي ايف بيرغ نصب کوي. [ډيليل سليمان/ ای ايف پي]

دا پوځي عمليات وروسته له هغې ترسره کیږي کله چې د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې نړیوالو ایتلافي ځواکونو د داعش د "خلافت" د ړنګيدو اعلان وکړو. دا اعلان وروسته له هغې وشو کله چې دوی سخت دريځي جنګياليد سوریې په ختیځ کې د خپل وروستي مرکز نه وويستل.

د ايس ډي ايف بریالیتوب د ترهګريزو ډلو د سيمې په وړاندې د شپږو میاشتو خونړي عملیات پای ته ورسول، چې دغه سيمه يو ځل په عراق او سوریه کې په پراخه کچه غځيدلی وه او ۷ ملیونه خلک د دې تر واک لاندې ول.

دغه تش په نامه "خلافت"، چې مشر ابوبکر البغدادي يې د ۲۰۱۴ کال په نيمايۍ کې اعلان کړې وو، یو ځل د برطانيې نه په زياتې سيمې مشتمل وو، چې دغه سیمه د سوریې او عراق پوری غځيدلي وه.

هوايي بریدونه د هغوی مرکزونه په نښه کوي

د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونو وویل چې دا د جهاديانو په پټنځايونو باندې له هوایی بریدونو سره د چاڼيز عملیاتو ملاتړ کوي.

د ايتلاف وياند سکاټ راولینسن د دوشنبې په ورځ (د اپريل په ۱۱ مه) ای ايف پي ته وويل، د سوریې دیموکراتیک ځواکونه په دوامداره توګه په سيمه کې [داعش] ته د ځای ورکولو او نفوذ مخه نيسي او دوی کار کوي چې هغه سرچينو ته د هغوی د لاس رسۍ مخه ونيسي چې په بیرته راتګ کې له هغوی سره اړتیا کوي.

هغه وويل، "د چاڼیزو عملیاتو د ملاتړ لپاره، ایتلاف د ايس ډي ايف سره په همغږۍ د ملاتړ دقيق بريدونه ترسره کړي."

راولینسن وویل، د داعش ضد عملیات اوس د ډلې د بیا راڅرګنديدو او همکارۍ لپاره د دې په توان باندې تمرکز کوي.

د بشري حقونو لپاره د سوریې څارونکي، چې په برطانيه کې يو سازمان دی او د جنګونو څارنه کوي، ویلي دي چې د ایتلافي ځواکونو له یو درجن څخه زياتو بریدونو د یکشنبې د ورځې (د مارچ په ۳۱ مه) راهيسې په باغوز کې د داعش پټنځايونه په نښه کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500