امنیت

د داعش د ځپل شويو جنګياليو میرمنې او ماشومان د بې ثباته راتلونکي سره مخ دي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

د سوريې په باغوز کې د داعش د ورستۍ سيمې نه ويستل شوي ملکيان د مارچ په ۵ مه د امريکې په ملاتړ او د کرديانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) لخوا د تلاشۍ لپاره انتظار کوي. [بولنټ کيليک/ای ايف پي]

د سوريې په باغوز کې د داعش د ورستۍ سيمې نه ويستل شوي ملکيان د مارچ په ۵ مه د امريکې په ملاتړ او د کرديانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (ايس ډي ايف) لخوا د تلاشۍ لپاره انتظار کوي. [بولنټ کيليک/ای ايف پي]

لندن -- په ټوله نړۍ کې هیوادونه نه یوازې د داعش نیول شوي جنګیالي بلکې د هغوی ښځې او ماشومان هم د تابعيت نه بې برخې کوي چې د ځوانانو د نسل لپاره يو داسې راتلونکی رامنځته کوي چې هغوی به هيواد نه لري.

په تیره میاشت کې په سوریه کې د دغه ډلې د تش په نامه "خلافت" له ړنګیدو وروسته، په زرګونو جنګيالي، ښځې او ماشومان په ګڼ شمير کيمپونو کې محصور شوي دي، چې د خپل برخلیک انتظار کوي.

سنډی ټایمز ورځپاڼې وويل، په یوه بیلګه کې، تیره میاشت برطانيې د دوو ښځو -- ريما اقبال، ۳۰ کلنه، او د هغې خور زاره، ۲۸ کلنه -- تابعیت ختم کړو چې په ۲۰۱۳ کال کې د لندن نه سوریې ته تللې ول، او اوس هغوی د اتو کالو نه کم عمره پنځه هلکان لري.

د قانوني سرچینو په حواله، دغه ورځپاڼې وویل چې دوی د برطانيې د تابعیت نه محرومه شوي دي.

يو انځور چې په سوشل ميډيا باندې خپور شو په ختیځه سوریه کې د داعش په وړاندي د جګړې نه وروسته د امریکې د ملاتړو ځواکونو لخوا د نيول شويو کسانو يوه ډله ښيي. [فايل]

يو انځور چې په سوشل ميډيا باندې خپور شو په ختیځه سوریه کې د داعش په وړاندي د جګړې نه وروسته د امریکې د ملاتړو ځواکونو لخوا د نيول شويو کسانو يوه ډله ښيي. [فايل]

دغه جوړه، چې د پاکستان سره تعلق لري، د راپورونو له مخې، په هغې تروريستي ډلې کې وادونه وکړل چې د لویدیځ یرغمالانو د وژلو سره يې تړاو لرلو.

بې هيواده کيدل

دا څرګندونه د بلې داسې يوې فيصلې وروسته وشوه چې د لندن د ځوانې شمايمه بيګم سره تعلق لري، چې د هغې زيږيدلې ماشوم د مارچ په مياشت کې د سوریې د کډوالو په کيمپ کې مړ شو.

بیګم، چې د هالينډ داعشي جنګیالي سره یې واده وکړ، د ژورنالستانو لخوا د کډوالو په کيمپ کې وروسته له هغې په ګوته شوه کله چې دوی د ترهګريزو ډلو او د متحده ایالاتو ملاتړ کونکو ځواکونو تر منځ د جګړې څخه وتښتيدل.

هغه د ۱۵ کالو وه چې په ۲۰۱۵ کال کې د دوو نورو جينکو سره سوریې ته لاړه.

بیګم، چې اوس د ۱۹ کالو ده، وغوښتل چې هيواد ته وروسته له هغې بيرته راشي کله چې دې په سوریه کې د کډوالو په يو کيمپ کې د فبرورۍ په میاشت کې زوی وزیږولو، خو لندن انکار وکړ. د دريو هفتو ماشوم، جراه، د نمونيا له امله مړ شو.

هغې برطانوي ميډيا ته ويلي چې د هغې دوه نور ماشومان په سوریه کې د داعش تر واک لاندې په ماشوموالي کې مړه شول.

د برطانيې هوم سيکريټري، ساجد جاويد، د امنيتي اندېښنو له امله د هغې تابعيت ختم کړو.

جاوید مخکې ویلي دي چې له ۱۰۰ څخه زیات وګړو خپل برطانوي تابعیت له لاسه ورکړی دی.

د بيګم د کورنۍ وکيل د مارچ په مياشت کې جاوېد ته وليکل او ويې ويل چې د فبرورۍ په ۱۹ مه هغه پرېکړه د رحم د عمل په توګه بيرته واخلي چې د هغې برتانوي تابعيت يې ختم کړی دی.

پایلې

د ماشوم د مړینې په جریان کې، د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ وویل چې چارواکي کار کوي چې هغه ماشومان څنګه وژغوري چې د داعش تښتيدلي کسانو نه زيږيدلي دي.

هنټ وویل، د بیګم د دریم ماشوم مرګ د "ډيرې انديښنې او خفګان حالت" دی، خو د جګړې ځای ته چارواکي ليږدول ډيره ستونزمنه ده.

هغه د مارچ په مياشت کې بي بي سي ټيلي ويژن ته وویل، "شمایما پوهیدله چې کله هغې د [داعش] سره د یو ځای کيدو پریکړه وکړه، هغه يو داسې هېواد ته روانه وه چيرته چې سفارت خانه نشته، چیرته چې د قونسلګرۍ مرستې نشته."

"زه بخښنه غواړم چې دغه پریکړې، چې له خطر څخه ډکې وي، خامخا پایلې لري."

عباد احمد، چې په کراچۍ کې یو ژورناليسټ دی او پخوا په برطانيه کې اوسيدو، وويل، ماشومان -- په ځانګړې توګه جينکۍ -- په يورپ او شمالي امریکا کې د کډوالو ټولنو څخه اکثر د هویت د بحرانونو سره مخ دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، وسله والې ډلې، لکه داعش، د دوی د مايوسۍ نه ګټه پورته کوي او د ټولنیزو رسنیو له لارې د استخدام کولو وروسته هغوی د مختلفو موخو لپاره کاروي.

احمد وويل، "داعش په اصل کې دوی نه یوازې په ټولنیزو رسنیو او په نورو ټولنو کې د نورو غړو د استخدام لپاره کاروي بلکې د هغه وسله والو لپاره يې د ميرمنو په توګه هم کاروي چې په مختلفو ليکو کې جنګيږي."

د کراچۍ نه ضياء الرحمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پکار ده چې دوی هم وسوځول شي لکه څنګه چې دوی په بې وسو باندې ظلم کړی وو. دوی د هيڅ رحم مستحق نه دي.

ځواب