ديپلوماسي

د چین لخوا د جېش محمد مشر په تور لیسټ کې د شاملولو نه انکار د تروريیزم ضد نړیوالو هڅو مخه نیسي

د ضياء الرحمان لخوا

وو هيټاو (ګس اړخ ته)، چې د ملګرو ملتونو لپاره د چین د خلکو د جمهوریت د دايمي استازي مرستیال دی، د فبرورۍ په میاشت کې د امنیت شورا د غونډې نه مخکې د خپل پلاوي د غړو سره خبرې کوي. چین د امنیت شورا د هڅو مخه څو ځله نيولي ده چې په نړیوال تور لیسټ کې یو مشهور ترهګر شامل کړي. [د ملګرو ملتونو تصوير/ ایون شنيډر]

وو هيټاو (ګس اړخ ته)، چې د ملګرو ملتونو لپاره د چین د خلکو د جمهوریت د دايمي استازي مرستیال دی، د فبرورۍ په میاشت کې د امنیت شورا د غونډې نه مخکې د خپل پلاوي د غړو سره خبرې کوي. چین د امنیت شورا د هڅو مخه څو ځله نيولي ده چې په نړیوال تور لیسټ کې یو مشهور ترهګر شامل کړي. [د ملګرو ملتونو تصوير/ ایون شنيډر]

د پاکستان شنونکي وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د چين لخوا انکار، چې يو پاکستانی وسله وال د ترهګر په توګه وګرځوي، په جنوبي اسيا کې د ترهګرۍ پر ضد د هڅو او د هند او پاکستان ترمنځ د سفارتي اړیکو مخه نيسي.

ای ايف پي راپور ورکړو، چین د مارچ په ۱۳ مه د بریتانيې، فرانس او متحده ايالاتو دا غوښتنه رد کړه چې د پاکستان د جېش محمد (جی اي ايم) مشر، مسعود اظهر، د ملګرو ملتونو په تور ليسټ کې شامل کړي.

جېش محمد د فبرورۍ په ۱۴ مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هغه برید مسوليت پر غاړه واخيستو چې ۴۰ هندي سرتیري په کې وژل شوي ول او د هند او پاکستان ترمنځ يې د هفتو لپاره کړکيچ رامنځته کړی و.

متحده ایالاتو د تیرې چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۷ مه) په امنیتي شورا کې یوه مسوده خپره کړه چې اظهر په تور لیسټ کې شامل کړي، چې د دې نوښت له کبله به د چین سره احتمالي شخړې رامنځته شي.

د جېش محمد مشر مسعود اظهر (ښي اړخ ته) په اسلام آباد کې د ۲۰۰۱ کال د اګست په ۲۶ مه د پاکستان مذهبي او سیاسي ګوندونو يوې غونډې ته خطاب کوي. [سعید خان/ ای ايف پي]

د جېش محمد مشر مسعود اظهر (ښي اړخ ته) په اسلام آباد کې د ۲۰۰۱ کال د اګست په ۲۶ مه د پاکستان مذهبي او سیاسي ګوندونو يوې غونډې ته خطاب کوي. [سعید خان/ ای ايف پي]

پاکستاني فعالین د مارچ په لومړۍ نېټه په اسلام آباد کې د سولې په لاریون کې پلی کارډونه لري. د دغه ترهګريزې ډلې، چې په کشمیر کې یې برید کړی و او د هند او پاکستان ترمنځ يې د پام وړ کړکيچ رامنځته کړی وو، مشري هغه يو ترهګر کوي چې په ملګرو ملتونو کې يې چين ساتنه کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

پاکستاني فعالین د مارچ په لومړۍ نېټه په اسلام آباد کې د سولې په لاریون کې پلی کارډونه لري. د دغه ترهګريزې ډلې، چې په کشمیر کې یې برید کړی و او د هند او پاکستان ترمنځ يې د پام وړ کړکيچ رامنځته کړی وو، مشري هغه يو ترهګر کوي چې په ملګرو ملتونو کې يې چين ساتنه کوي. [عامر قريشي/ای ايف پي]

دا قرارداد چې ای ايف پي ترلاسه کړو، ځانمرګی برید غندي او د ملګرو ملتونو د القاعدې او داعش په تور ليسټ کې اظهر شاملوي.

دا تور ليسټ به په اظهر باندې د نړیوال سفر بندیز ولګوي، د هغه اثاثې به ضبط کړی شي او په هغه به د وسلو بنديز ولګول شي.

دا څرګنده نه ده چې کله به د دې قرارداد په اړه رایه ورکړل شي، کوم چې کیدی شي له چین څخه د ویټو سره مخامخ شي. چين د پنځو دايمي غړو څخه یو دی.

چین د جی اي ایم د مشر په تور ليسټ کې د شاملولو لپاره د القاعدې او داعش سره د تړاو لرلو په هکله د کمیټۍ د دريو مخکينو هڅو مخه نيولي ده. ملګرو ملتونو پخپله دا ډله په ۲۰۰۱ کال کې د ترهګرۍ په لیسټ کې شامله کړه.

'شرمناک منافقت'

اظهر په تور ليسټ کې اچول په نړیواله کچه ډير ملاتړ لري.

د ډیپلوميټ مجلې يوې مقالې یادونه کړه چې دا وړاندیز د فرانس، برطانيې او متحده ایالاتو لخوا پیل شوی وو او جرمني، پولينډ، بیلجیم، ایټلي، بنګله ديش، مالدیپ، بهوټان، ايکويټوريل ګني، جاپان او د آسټريليا هیوادونو یې ملاتړ کړی وو.

تقريباََ ۴۸ هېوادونو، د امنیت شورا د پنځو دايمي غړو په ګډون، د چین په شمول، په يو بيان کې په کشمیر کې د برید غندنه وکړه او ډيرو هيوادونو له پاکستان څخه وغوښتل چې د جی اي ایم په وړاندې مبارزه وکړي.

د آمریکې د بهرنیو چارو وزير مایک پومپيو د چهارشنبې په ورځ د مسلمانانو سره د چلند په هکله د چین د "شرمناک منافقت" غندنه وکړه ځکه چې هغه د يو پخواني قيدۍ او د هغې د خپلوانو سره وکتل، کومو چې د هغه د ناوړه چلند په هکله خبرې وکړې چې د بيجنګ لخوا د يوغر اقليت په پراخه کچه د توقیف په دوران کې رامنځته کيږي.

پومپيو وویل، "نړۍ د مسلمانانو په وړاندې د چین شرمناک منافقت نه شي برداشت کولی."

هغه اظهر په تور ليسټ کې شاملولو ته په حواله په ټويټر وويل، "له يوې خوا، چين په خپل هيواد کې له يو مليون څخه زياتو مسلمانانو سره ناوړه چلند کوي، خو بلې خوا ته په ملګرو ملتونو کې اسلامي ترورستي ډلې د بنديزونو نه خوندي ساتي."

په یو بيان کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د چين لخوا انکار ته په حوالې وويل چې دا "د پایلې له امله مایوسه شوه."

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې دا به په دوامداره توګه ټولې لارې چارې په ګوته کړي چې هغه ترورسيتي مشرانو ته سزا ورکړل شي کوم چې زموږ په اتباعو باندې په ناوړه بریدونو کې ښکیل دي."

ګوډاګی

که څه هم چین ویلي چې دا نور وخت ته اړتيا لري چې د هغه بندیزونو د غوښتنې معاينه وکړي چې اظهر په نښه کوي، خو ډیر شنونکي وايي چین پاکستان د خپلو ګټو لپاره کاروي او په سیمه کې سولې ته زيان رسوي.

اجې سهني، چې په نوي ډیلي کې د جنوبي ايشيا تروریزم پورټل ویب پاڼې ډايريکټر دی، وویل، "چین پاکستان د ګوډاګي په توګه کاروي چې په هند کې بې ثباتي رامنځته کړي او هند کمزوری وساتي."

رييس احمد، چې په کراچۍ کې یو امنیتي شنونکی دی، وویل، "دواړه هېوادونه په خپله خاوره کې په ملي کچه د تروریستي ګواښونو سره مخامخ دي، او د بیجنګ وروستیو کړنو په سیمه کې د داسې ترهګریزو ډلو په وړاندې د نړیوالو هڅو مخه نیولې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د دې اقدام له امله، چین د سخت فشار لاندې راتلی شي او يوازې کيدې شي.

نورو څارونکو خبرداری ورکړو چې د چین کړنې به جی اي ایم او د هغه مشر ته نوی ژوند ورکړي.

د ميډيا سره د خبرو کولو د اجازې نه لرلو له کبله د پاکستان د امنیتي چارو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د ترهګرۍ په وړاندې دا غلطه تګلاره په نړیواله غونډه کې، چې چین يې څرګندونه وکړه، د ډیرو لاملونو له کبله غلطه ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "جی اي ایم پخپله د پاکستان د امنیت لپاره يو خطر دی ځکه چې د منع شوي تحريک طالبان پاکستان زيات کمانډران او غړي لکه عصمت الله معاویه او عدنان رشید د جی اي ایم غړي ول."

جی اي ايم: يوه تروريستي ډله

حتی په پاکستان کې، حکومت د جی اي ايم او جماعت الدعوا (جی يو ډي) په وړاندې مبارزه کوي ځکه چې دوی په تخريبي فعاليتونو کې ښکیل دي.

اظهر په ۲۰۰۰ کال کې جی اي ايم وروسته له هغې جوړ کړو کله چې هغه په ۱۹۹۹ کال کې د هند له توقیف څخه په هندي هوایې الوتکې پرواز ۸۱۴ کې د برمته شويو کسانو په بدل کې خوشی شو.

دغه ډله له هغه وخت راهيسې په هند کې، په ځانګړې توګه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر او افغانستان کې، په تاوتريخجن بريدونو کې لاس لري.

د امنیت شورا په وینا، جی اي ایم د القاعدې او افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري. داسې ښکاري چې اسامه بن لادن، چې د القاعدې پخوانې مشر دی، دې ډلې ته پيسې ورکړي وې، او له ۲۰۰۱ راهیسې یې په فعاله توګه د افغان طالبانو ملاتړ کړی دی.

د پاکستان حکومت په جی اي ايم بنديز ولګولو او په ۲۰۰۲ کال کې يې یو ترهګر سازمان وګرځولو. دې ګروپ په ۲۰۰۳ کال کې د پاکستان صدر پروېز مشرف د وژلو دوه ځله ناکامه هڅه وکړه.

د مارچ د لومړیو ورځو راهيسې، پاکستاني چارواکو په ټول هیواد کې د جی اي ایم په شمول د منع شویو ډلو په وړاندې يوه لويه مبارزه پيل کړې ده، چې د دوی اثاثې ضبط کوي او فعالین یې نیسي.

د اظهر زوی او ورور اوس د جی اي ايم د غړو څخه دي چې اوس په احتياطي توګه په توقیف کې دي.

حکومت د یو شمیر مدرسو کنټرول هم په خپل لاس کې اخیستی دی چې د جی اي ايم د هغې د اورپکۍ ډلې، تحریک غلبه اسلام، سره تړاو لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500