امنیت

داعش، چې له مخکې نه په سوريه کې ځپل شوی دی، د پاکستان او افغانستان په سیمه کې خپل نفوذ له لاسه ورکوي

د محمد آهل لخوا

د داعش تسليم شوي جنګیالي د سوریې د باغوز څخه بهر ليدل کيدی شي، چیرته چې د دې ډلې تش په نامه "خلافت" په پای کې دړې وړې شو. [محمد حسن/ ټویټر]

د داعش تسليم شوي جنګیالي د سوریې د باغوز څخه بهر ليدل کيدی شي، چیرته چې د دې ډلې تش په نامه "خلافت" په پای کې دړې وړې شو. [محمد حسن/ ټویټر]

پیښور -- کارپوهان او شنونکي وايي، د داعش غړي، چې په سوریه کې د ځپل کيدو نه وروسته د سوريه نه وتښتيدل، به په پاکستان او افغانستان کې ښه اډې ونه مومي.

داعش مخکې په سیمه کې نفوذ ترلاسه کړو په داسې حال کې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، القاعدې، لشکر اسلام او نورو وسله والو ډلو پاتې شوي وسله وال د حکومت لخوا د مبارزو له کبله مجبوره شول چې د خپلې بقا لپاره د داعش سره يو ځای شي.

ډاکټر سرفراز خان، چې د منځنۍ اسيا د مطالعاتو ماهر دی او په پيښور يونيورسټۍ کې د سيمې د مطالعې د مرکز پخوانى ډايريکټر دی، وويل، "دغه تروريستي ډلې په پاکستان کې خپل ځواک له لاسه ورکړې دی، په داسې حال کې چې نوموړي ډله په افغانستان کې هم په کلکه توګه ماته شوې ده."

هغه وویل چې په پاکستان کې پوځي عملياتو لکه ضرب عضب او رد الفساد د داعش او د هغې د خواخوږو لپاره ډير ناوړه ثابت شول او دوی په تيښته دي."

یو پاکستانی ژورنالست د تيرې جولايۍ په ۱۵ مه په مستونګ کې يوه ورځ وروسته هغې ملبې ته نژدې تيريږي کله چې د ټاکنو په يو لاريون کې يوه ځانمرګي چاودنه وشوه. داعش د دې مسولیت پر غاړه اخیستی وو. [بنارس خان/ ای ايف پي]

یو پاکستانی ژورنالست د تيرې جولايۍ په ۱۵ مه په مستونګ کې يوه ورځ وروسته هغې ملبې ته نژدې تيريږي کله چې د ټاکنو په يو لاريون کې يوه ځانمرګي چاودنه وشوه. داعش د دې مسولیت پر غاړه اخیستی وو. [بنارس خان/ ای ايف پي]

سرفراز زیاته کړه، "په افغانستان کې، دوی د افغان حکومت او همداراز د افغان طالبانو څخه هم له سخت مزاحمت سره مخ دي او نه غواړي چې د ایډیالوژیکي توپیرونو له کبله د بهرنیو ځواکونو سره د ځواک اډې شريکې کړي."

هغه وويل، داعش هڅه وکړه چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي پوله کې د شر او غوبل د حالت نه ګټه پورته کړي. خو، کله چې د دې ډلې چارچاپيره حالات سخت شول، نو دې ډلې خپل محلي ملاتړ له لاسه ورکړو.

سرفراز وویل، "زه باور لرم چې دوی دلته په پاکستان کې د استخدام لپاره ډیر محلي ملاتړ نه مومي." "حتی هغه ښې پیسې چې داعش ورکولې، نوي جنګيالي د سختې مبارزې له کبله نه غولوي."

سرچینې په کميدو دي

د شنونکو په وینا، داعش، چې په هغه عايدو باندې تکيه لري کوم چې په غير قانوني توګه د تیلو د خرڅولو، د فديې، د جریمو، بهتې، او لوټمارۍ نه ترلاسه شوي وي، د پاکستان او افغان حکومتونو له خوا ځپل کيږي.

ډاکټر حسين شهيد سهروردي، چې په پيښور يونيورسټۍ کې د سولې او جګړې د مطالعاتو د څانګې چيرمين دی، وویل، وسله وال په پاکستان کې د استخدام لپاره نږدې ۸۰۰ ډالره (۱۱۲،۴۵۶ پاکستانۍ روپۍ) ورکولې، خو د پیسو مینځلو په اړه د دولت مبارزې او نورو اقداماتو په غير قانوني توګه د پیسو ليږدول کم کړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د نورو وسله والو ډلو په څیر، داعش د ملي عمل پلان په بشپړ ډول د پلي کولو لپاره د قانون د پلي کوونکو ادارو د هڅو له امله په پاکستان کې خپل فعاليت کم کړی دی."

اسفنديار مروت، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړې د مطالعاتو په انسټیټوټ کې يو څيړونکی او ښونکی دی، وویل، په انټرنيت باندې د داعش د استخدام او د پیسو راټولو لپاره د هڅو په وړاندې د پاکستان لخوا مبارزې دغه ډلې ته زیان رسوي.

هغه وويل، داعش د استخدام او د پيسو راټولولو لپاره د انټرنیټ په کارولو کې مهارت لري، خو د قانون پلي کونکو ادارو دلته د آنلاين جرمونو په اړه سخت چلند اختيار کړی دی او دغه وسله والې ډلې هم خپل غوره انځور له لاسه ورکړی دی."

د پیښور یو سينير امنیتي شنونکي بریګيدير (ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وویل، "د داعش پلويانو او کارکنانو په ځینو وختونو کې هڅه وکړه چې په جوماتونو او عامه ځایونو کې پيسې راټولې کړي او د بشرپالانو نه يې هم د مرستو غوښتنه وکړه."

هغه وويل، "خو د حکومت سخت دريځ هغوى مجبور کړل چې خپل کمپاينونه پرېږدي."

غير فعاله کيدل

د خیبر پښتونخواه د پولیسو پخواني انسپکټر جنرل، سید اختر علي شاه پاکستان فارورډ ته وویل، که څه هم په هیواد کې د داعش د ماتولو هڅې خورا رواني دي، خو جګړه پای ته نه ده رسېدلې.

هغه وويل، "د داعش په وړاندې د استخباراتو پر بنسټ عملیاتو دا په لویه کچه ځپلې ده -- حتی د دې خواخوږي هم غير فعاله شوي دي."

شاه وويل، که څه هم، دا تعین کول به د وخت نه مخکې خبره وي چې داعش نور خطر نه دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امريکې او اسرايلو د دې خلکو سره مرسته کوله، چې د مسلمانانو په صفونو کې شامل کړی شول او مسلمانان ووژل شول.

ځواب

په اسلامي هيوادونو کې د وژنې او اړي ګړي تر شا د داعش نظرياتي بنياد څه دی؟ ولې دا په فلسطین او کشمیر کې د ازادۍ لپاره په جګړه کې نه جنګیږي؟ دا څنګه هغوی مشروع ثابتوي او د خپلو هيوادوالو د وژلو لپاره د پاکستانیانو نه د خیرات پيسې راټولوي؟

ځواب