امنیت

د ایران لخوا ترک شوي سرتیري د تهران د موجوده ذهنیت په اړه پوښتنې رامنځته کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

پاکستاني پوځیان په يو بې نيټې تصوير کې د ګشت په دوران کې ښودل شوي دي. [آی ايس پي آر]

پاکستاني پوځیان په يو بې نيټې تصوير کې د ګشت په دوران کې ښودل شوي دي. [آی ايس پي آر]

کويټه -- تير کال د پاکستان پولې ته څېرمه د ایراني سرتیرو د تښتولو وضعیت د ایران رژیم د وړتیا او ارادې په اړه شکونه رامنځته کړي دي.

د جيش العدل ترهګريزې ډلې د تير اکتوبر په میاشت کې په سیستان بلوچستان صوبه کې د پاکستان پولې ته څيرمه د ایران د انقلاب ساتونکو قول ۱۲ غړي وتښتول.

د پاکستان امنیتي ځواکونو د تير نومبر په میاشت کې د ایران پولې ته نژدې پنځه قيديان وژغورل او د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۲۰ مه) ناوخته د بلوچستان په چاغي ضلع کې یې څلور نور کسان په عملیاتو کې وژغورل.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ایس پي آر) د چهارشنبی په ورځ په یو بیان کې وویل، دا عملیات د پاکستان او افغانستان پولې نه ۳-۴ کلو ميټره لرې ترسره شول.

د ايران په نیول شويو سرتیرو کې يو سرتيری په دې وروستیو کې د جيش العدل په ویډیو کې ښودل شوی دی. [فايل]

د ايران په نیول شويو سرتیرو کې يو سرتيری په دې وروستیو کې د جيش العدل په ویډیو کې ښودل شوی دی. [فايل]

د جیش العدل غړي د تیر اکتوبر په میاشت کې په یو نامعلومه ځای کې ښودل شوي دي. [فايل]

د جیش العدل غړي د تیر اکتوبر په میاشت کې په یو نامعلومه ځای کې ښودل شوي دي. [فايل]

د تفتان یو سينير پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "دا د استخباراتو پر بنسټ ځانګړي عملیات وو چې د چاغي ضلعې په آموري سیمه کې د پاکستان او افغانستان پولې ته نږدې ترسره شول." هغه زياته کړه، زموږ ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه وسله وال راګير کړل، او د سختو ډزو د تبادلې نه وروسته، شکمنو کسانو قيديان پرېښودل او له سيمې څخه وتښتېدل."

هغه زياته کړه چې ګرفتارۍ ونه شوې، او پاکستان ژغورل شوي ايرانيان د ګډ سرحد په اوږدو کې خپلو چارواکو ته وسپارل.

د ایران ظلم

د تښتونې راهيسې، جيش العدل غوښتنه کړې وه چې د ایران حکومت دې د سرتيرو په بدل کې سني قيديان خوشې کړي.

ميجر (ريټايرډ) عمر فاروق، چې په اسلام آباد کې د دفاعي چارو يو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، ټولنیز او سیاسي ظلم په ایران کې د مخ پر زياتيدو اورپکۍ يو مهم لامل دی.

هغه وويل، "په ايران کې، خلکو د سخت دريځه شيعه مذهبي مشرانو په وړاندې خپل غږ پورته کول پيل کړې دي، او د حسن روحاني حکومت د ايران خلکو ته د سوکالۍ او مساوات نه برابرولو له کبله د سختې نيوکې سره مخامخ دی."

فاروق وویل، "جیش العدل په اصل کې "د ایران د پالیسیو د مخالفت کولو لپاره موجود دی."

هغه وويل، "د ايران حکومت بايد د اقليتي سني مسلمانانو شکايتونه حل کړي، چې د ايران د سني بلوچيانو په سيمو کې يې د لسيزو راهيسې د تبعيض او په لويه کچه د بشري حقونو سرغړونو شکايت کړی دی."

هغه دې تورونو ته اشاره وکړه چې جيش العدل د پاکستان په خاوره کې مرکزونه لري او ويې وويل، "د پاکستان په وړاندې د ایراني پوځي چارواکو وروستي بیانونه د خپلو ناکامۍ پټولو يوه هڅه ده."

هغه وويل، د خپل کورني ستونزو سره د مخامخ کيدو پر ځای، د ايران حکومت په پاکستان "بې بنسټه تورونه" لګوي.

محمد طلعت، چې په اسلام آباد کې د سیمه ییزو چارو سینیر شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "ایرانیان په بنيادي ډول د حکومت د بنياد پرستۍ او د انقلاب پر بنسټ پالیسۍ نه تنګ راغلي دي."

طلعت وویل، "د ایران حکومت د انتقاد کوونکو په وړاندې خپلې هڅې زیاتې کړې، او دولتي مشینري په هیواد کې خپلواک غږونه او د اقلیتي ټولنو سازمانونه په نښه کوي."

د ايران امنيتي ناکامۍ

د طلعت په وينا، ايران بايد د پاکستان سره د پولې امنيت يقيني کړي چې د اورپکۍ د خپريدو مخه ونيسي.

هغه زياته کړه، که څه هم ایراني امنیتي کارکوونکي چې د جیش العدل لخوا نيول شوي دي، د خپل ژوند له لاسه ورکولو په خطر کې دي، "داسې ښکاري چې د ایران حکومت د هغوی ستونزه په جدي توګه په پام کې نه نیسي."

د وسله والو ډلو لخوا په یوې خپره شوي ويډیو کې يو قيدي وويل، "موږ د ایران لپاره هیڅ ارزښت نه لرو، خو زمونږ د خوشې کولو لپاره هیڅ هم نه دي شوي. دوی [ایرانی چارواکو] ژمنه کړې چې دوی به څه وکړي، خو له بده مرغه پنځه میاشتې کیږي، او تر اوسه هیڅ څه نه دي شوي."

د کویټې یو سينير امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، د دې په ځای، ایراني سیاسي او پوځي مشران د پاکستاني چارواکو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دي او د برمته شویو يرغمالانو د خوشي کیدو لپاره د مرستې غوښتنه کوي.

هغه وويل، "تهران زموږ د امنيتي ځواکونو سره د ګډو عملياتو وړانديز هم کړی دی." "دې مخکې ادعا کړې وه چې دوی ثبوت لري چې وسله وال د پاکستان په خاوره کې شتون لري خو تراوسه پورې يې څه عملي ثبوت نه دی چمتو کړی."

هغه وويل، پاکستان هر ممکنه ګام پورته کوي چې خپله پوله خوندي کړي او اضافي سرتيري ځای پر ځای کوي. "په ناکراره سیستان بلوچستان او د ایران په چابهار سیمه کې تاوتریخوالی د ایران د پالیسیو پایلې دي."

هغه وويل، وسله والې ډلې جیش العدل پخپله څو ځله اعلان کړې چې د دې ټول ځواکونه په ایران کې میشت دي او هیڅکله یې له پاکستان څخه فعاليت نه دی کړې.

دغه شنونکي وويل، "دا یو ځل بیا د ایران ناکامي ده چې د دوی وسله وال د دوی په خاوره کې د دوی تر کنټرول لاندې نه دي او د خپلو عملیاتو لپاره په آزاده توګه فعاليت کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ريالو مقاله ايران د پاکستان مسلمان ګاونډي دی او دواړه خواوې باید دا حقيقت ومني. لومړی، مونږ له پکار ده چې د پاکستان نه فرقه ايز تاوتريخوالی لرې کړو نو بيا نورو ته ګوته نیسو. په ايران کې فرقه ايزي وژنې نشته لکه څنګه چې په پاکستان کې په دوو دريو عشرو کې ليدل شوي دي.

ځواب

طلعت وویل، "د ایران حکومت د انتقادونو په وړاندې خپلې هڅې زیاتې کړې، او دولتي مشینري په هیواد کې خپلواک غږونه او د اقلیتي ټولنې سازمانونه په نښه کوي." بيخي د هغې په شان چې ايف آی ای اوس مهال د خشوګجي فعالینو په وړاندې سوشل ميډيا پاکوي. داسې دوه ګونې معیارونه.

ځواب

دا ورځپاڼه يوازې د ايران پر ضد پاليسي عملي کوي. دا د حقيقت سره څه تړاو نه لري. دا يوازې فرقه واريت دی.

ځواب

لعنت دي وي په ايرن. پاکستان زنده باد

ځواب

ولې سرتيري د پاکستان له لورې څخه وژغورل شول؟ آيا دا زمونږ ناکامي نه ده چې دا ډلې زمونږ په خاوره کې فعاليت کوي؟

ځواب

دا بيخي کره خبر دی.

ځواب