تروريزم

د داعش ختميدونکي جنګيالي په سوریه کې وروستۍ جګړه کوي

ای ايف پي

WATCH: last stand of ISIS fighters in Syria - آخرین مقاومت جنگجویان داعش درسوریه د داعش يوه ویډیو د "خلافت" د وروستیو حالاتو انځورونه ښیي، په داسې حال کې چې دوی د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۸ مه د سوريه په باغوز کې په خپله يوازينۍ پاتې شوې سيمه کې د کردي ځواکونو، چې متحده ایالات يې ملاتړ کوي، سره جګړه کوي.

باغوز، سوریه -- مزاحمت کوونکي جهاديان د فرات سيند د غاړو په اوږدو کې د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۹ مه) په پراخه کچه د دفاع کولو په دوران کې په ختيځه سوريه کې د تش په نامه "خلافت" نه وتښتيدل."

مخ پر وړاندې تلونکي کردي ځواکونو د متحده آيالاتو په ملاتړ د داعش سخت جنګيالي په دې مجبوره کړل چې د هغه لوی مرکز نه تيښته وکړي چيرته چې دوی په دې وروستيو ورځو کې راټول شوي ول.

د دې اقدام له کبله د یوې میاشتې اوږدو عملیاتو د داعش وروستې پاتې شوی پراخه دولت خپل حتمي انجام ته نږدې کړو، خو د سوریې جمهوري ځواکونه (ايس ډي ايف) د بریا د اعلان نه لږ مخکې ودرول شول.

ځینې جهاديان اوس، چې د سیند په څنډو کې د يو څو سيمو لپاره جنګ کوي، نه غواړي چې تسلیم شي، او حتی د آی ايس ایس يو سينير مشر د بریدونو لپاره يو پيغام خپور کړو.

په باغوز کلي کې د فرات سيند ختیځ غاړې ته د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۸ مه د داعش په وروستي پاتې شوي مرکز کې لوګي خارجيږي. [ډيليل سليمان/ای ايف پي]

په باغوز کلي کې د فرات سيند ختیځ غاړې ته د ۲۰۱۹ کال د مارچ په ۱۸ مه د داعش په وروستي پاتې شوي مرکز کې لوګي خارجيږي. [ډيليل سليمان/ای ايف پي]

د ايس ډي ايف وياند، مصطفی بالي، د داعش لپاره د عربی لنډیز استعمالولو سره وويل، "دا د بریا اعلان نه دی خو د داعش په وړاندې په مبارزه کې يو مهم پرمختګ دی."

څو ورځې وړاندې، د داعش د مرکز پاتې کسان د باغوز په څنډو کې په يو ګډوډ کيمپ کې، چې د ګاډو يوه تولګه ده، ځای پر ځای شول او په چټکۍ سره ديوالونه جوړوي او عارضي خیمې نصب کوي.

په دغه کسانو کې په زرګونو -- جنګيالي، د هغوی خپلوان او نور ملکیان -- په تیرو هفتو کې د مرګ د دام نه وتښتېدل او وروسته له هغې راښکاره شول کله چې دوی د يو نژدې غر څوکې ته وختل چې د ايس ډي ايف تر کنټرول لاندې وو.

د کرديانو تر مشرۍ لاندې ځواک، چې د ځايي عرب قبیلو جنګيالي په کې هم شامل دي، د سه شنبې په ورځ پرمختګ وکړو او په ويران کيمپ کې ځای پرځای شول او مزاحمت کوونکي جهاديان يې وشړل.

د سوریې رژیم او متحد ځواکونه د سیند بل غاړې او پولې ته ځای پر ځای شوي چې د دوی د تیښتې مخه ونيسي.

هره ورځ د هوايي بريدونو او د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې ایتلافي او په ځمکه باندې د دې د ايس ډي ايف د شریکانو سره، په دې وروستیو ورځو کې په سلګونو جنګيالي په تسليميدو مجبوره شوي دي.

د داعش زوال

تش په نامه "خلافت"، چې د دې مشر، ابوبکر البغدادي، د ۲۰۱۴ کال په نیمایۍ کې د دې اعلان کړی وو، یو ځل د برطانيې نه زياته سيمه تر خپل کنټرول لاندې لرله، چې دا په سوریه او عراق باندې مشتمله وه.

په ملیونونو اوسيدونکي تر دې کنټرول لاندې ول، خپل عدالتي نظام يې لرلو، خپله سيکه يې جوړه کړې وه، د سکول کتابونه يې چاپ کړې ول او په نړیواله کچه یې ویره رامنځته کړې وه.

دا د کلونو پوځي عملیاتو له کبله ځپل شوی، چې په دې کې د سوریه او عراق ځواکونو د خپلو نړیوالو متحدینو په ملاتړ ځمکې بېرته ترلاسه کړې، خو ښارونه ويجاړ شوي او خلک بې کوره شوي دي.

د بغدادي ځای معلوم نه دی، او د باغوز مزاحمت کوونکي د فوټبال د پيچ په څير د ځمکې لپاره جنګیږي.

د دې ګڼ شمير مشران او جنګيالي په عراق او سوریه کې د اوږدې مودې راهيسې په ګوریله جګړه کې ښکيل دي، چې د صحرا، غرونو او نورو پټ ځایونو نه بريدونه ترسره کوي او تښتي.

د پيريانو په څير په زرګونو پاتې شوي کسان، چې په دې وروستيو هفتو کې د داعش د وروستي مرکز نه پاتې شوي وو، اوس لرې شمال اړخ ته د کردانو تر کنټرول لاندې په کيمپونو او جيلونو کې دي.

۷۰،۰۰۰ کسان په يو لوی کيمپ -- آل هول -- کې ځای پر ځای شوي، چې په دوی کې د ۴۰،۰۰۰ نه زيات د مختلفو هيوادونو ماشومان شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500