تروريزم

پاکستان په نيوزي لېنډ کې په برید کې وژل شويو زړورو وګړو ته درناوی وړاندې کوي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

مذهبي مشران او د مختلفو عقیدو غړي د مارچ په ۱۸ مه د کراچۍ پریس کلب څخه بهر راټول شوي چې د مارچ په ۱۵ مه په نیوزي لېنډ کې د تروريستي قتل عام غندنه وکړي او د قربانیانو او ژغورلو کورنیو سره یووالی څرګند کړي. [ضیاء الرحمان]

مذهبي مشران او د مختلفو عقیدو غړي د مارچ په ۱۸ مه د کراچۍ پریس کلب څخه بهر راټول شوي چې د مارچ په ۱۵ مه په نیوزي لېنډ کې د تروريستي قتل عام غندنه وکړي او د قربانیانو او ژغورلو کورنیو سره یووالی څرګند کړي. [ضیاء الرحمان]

اسلام آباد -- وزيراعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۷ مه) وویل چې په نیوزي لېنډ کې د تروریزم برید هغه پاکستاني قرباني ته به د هغه د زړورتيا له کبله د مرګ نه وروسته ايوارډ ورکړل شې، کوم چې د وسله وال د کنټرولولو لپاره هڅه وکړه، مخکې له دې چې هغه وويشتل شو او ووژل شو.

خان دا بيان په داسې حال کې ورکړو کله چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تاييد وکړو چې د دې نهه وګړي په نيوزي لېنډ کې په کرايسټ چرچ کې په دوو جوماتونو کې په ډله ايزو ډزو کې وژل شوي دي. د جمعې په ورځ (د مارچ په ۱۵ مه) په دغه پيښه کې ۵۰ کسان ووژل شول، چې په دوی کې زياتره هغه کسان شامل ول کومو چې د ټولې نړۍ نه هجرت کړی و.

په ويډيو کې د زړورتيا عمل

د دغه قتل عام يوه ويډيو ښيي چې يو کس وويشتل شو په داسې حال کې چې هغه د ډز کوونکي خوا ته روان دی او نور کسان تښتي.

دا سړی نعیم رشید دی، سره له دې چې د هغه مخ په دې ويډيو کې نه ښکاري او لا تراوسه په رسمي توګه پیژندل شوی نه دی.

ماتم کونکي د مارچ په ۱۸ مه د کرایسټ چرچ په بوټانیک ګارډنز په یادګار ځای کې وژل شويو کسانو ته درناوې درې ورځې وروسته له هغې وړاندې کوي کله چې په ښار کې په دوو جوماتونو کې د ډزو په پیښه کې ۵۰ مسلمانان عبادت کونکي ووژل شول. [مارټي میلويلي/ ای ايف پي]

ماتم کونکي د مارچ په ۱۸ مه د کرایسټ چرچ په بوټانیک ګارډنز په یادګار ځای کې وژل شويو کسانو ته درناوې درې ورځې وروسته له هغې وړاندې کوي کله چې په ښار کې په دوو جوماتونو کې د ډزو په پیښه کې ۵۰ مسلمانان عبادت کونکي ووژل شول. [مارټي میلويلي/ ای ايف پي]

خان د یکشنبې په ورځ وویل، "پاکستان په میاں نعیم رشید باندې فخر کوي چې هغه په داسې حال کې شهيد شو کله چې هغه د سپین پوستي کسانو د برترۍ ملاتړي ترهګر د کنټرولولو هڅه کوله او د هغه زړورتيا به د ملي ايوارډ سره ولمانځل شي."

خان دا ونه ویل چې راشد ته به کوم ايوارډ ورکړل شي، چې د هغه زوی هم په دغه قتل عام کې وژل شوی وو.

خلک به يې ياد وساتي

د راشد مشر ورور خورشيد عالم، چې د شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۶ مه) یې د ايبټ آباد نه په فون باندې د ای ايف پي سره خبرې وکړې، وويل چې هغه په خپل ورور باندې فخر کوي.

عالم وويل، "کيدی شي چې هغه خپل ژوند ژغورلی وی، خو هغه د نورو ژغورل غوره کړل. هغه یو زړور سړی و." هغه د دې هم تاييد وکړو چې د هغه يو وراره، طلحه نعیم، هم وژل شوی دی.

هغه وويل، دا ممکنه ده چې د هغه ورور به په نیوزي لېنډ کې ښخ شي. هغه زیاته کړه، چې د هغه کورنۍ په جنازه کې د ګډون لپاره د ویزې غوښتنه کوي.

ميجر (ريټايرډ) سيد حسنين حيدر، چې په ايبټ آباد کې په آرمي برن هال کالج کې د هغه د کلاس ملګری وو، پاکستان فارورډ ته وويل، "د ماشومتوب راهيسې هغه خيال ساتونکی او مینه وال سړی و. هغه په خپل عمر کې د نورو ماشومانو نه ډير مختلف وو."

هغه وويل، "هغه به تل د نورو کسانو خيال ساتو، په ځانګړې توګه د هغه کسانو چې د هغه نه کشران ول او يا د هغه کسانو چې مرستې ته يې اړتیا لرله."

هغه وویل، "تر څو پورې چې زه ژوندی يم، زه به هغه ياد وساتم." "څنګه چې هغه ژوند کولو، دغه شان هغه ښه مرګ غوره کړو."

د ايبټ آباد آمنه سردار، چې د خیبر پښتونخواه د صوبايي اسمبلۍ پخوانۍ غړي ده، پاکستان فارورډ ته وويل، "نعیم زما د تره زوی وو. هغه زه د خور په څیر ګڼلم، ځکه چې هغه خور نه لرله."

عام انسانيت

منګلا شرما، چې د سيند د صوبايي اسمبلۍ غړی دی، وویل، "موږ د مذهب په نوم تاوتریخوالی ردوو، او د دوه اړخیزو درناوي او کثرتيت لپاره دعا کوو."

شرما پاکستان فارورډ ته وویل، "دا اوس د مسلمانانو، عیسایانو، هندوانو، یهوديانو او نورو عقیدود کسانو لپاره ضروري ده چې د عقيدې د خلکو په توګه راټول شي او د عام انسانیت د پیاوړيتوب څرګندونه وکړي."

د پيښور نه سيد انصار عباس او د کراچۍ نه ضياء الرحمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500