روغتیا

په پاکستان کې د آيس روږدي کسانو د بيارغونې لومړی مرکز په خيبر پښتونخواه کې پرانيستل شو

د جاويد خان لخوا

د خیبر پښتونخواه وزير اعلی محمود خان (ګس اړخ ته) په پیښور کې د جنورۍ په ۲۸ مه د بیارغونې مرکز پرانيسته کوي. [د خیبرپښتونخواه حکومت]

د خیبر پښتونخواه وزير اعلی محمود خان (ګس اړخ ته) په پیښور کې د جنورۍ په ۲۸ مه د بیارغونې مرکز پرانيسته کوي. [د خیبرپښتونخواه حکومت]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه حکومت د کرسټل ميت او د نورو نشه يي توکو د کارونکو لپاره د پاکستان لومړی د بيارغونې مرکز پرانيستلی دی چې د روږدي کسانو سره مرسته وکړي چې د معمول ژوند پيل کړي.

د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی محمود خان په پیښور کې د جنورۍ په ۲۸ مه د يو مرکز پرانيسته وکړه چې د آیس د بيارغونې مرکز په نامه ياديږي.

د ۱۰۰ بسترو د دې مرکز موخه د هغه ځایي خلکو سره مرسته کول دي چې د نشه يي توکو، په ځانګړي توګه د کرسټل ميت، چې د "آيس" په نوم هم یادیږي، روږدي دي. په دغه مرکز کې د نارینو او ښځو لپاره جدا د زهريله موادو د ختمولو وارډونه شتون لري، چې د سوشل ويلفير ډیپارټمنت په مرسته جوړ شوي دي.

محمود د افتتاحي پروګرام په دوران کې وويل، "دا په پاکستان کې لومړی مرکز دی چې روږدي کسانو ته به خدمتونه چمتو کړي."

هغه وويل، د استوګنې ځايونه، خوراک او نور خدمتونه به هم هغو خلکو ته چمتو شي چې په دغه مرکز کې د بيارغونې خدمتونو غوښتنه کوي. په دغه مرکز کې به يوه فارميسي وي چې مريضانو ته به وړيا دوايانې ورکوي.

د افغانستان د مخدره توکو پرضد د مبارزې وزارت په وینا، د مخدره توکو د کارولو په وړاندې مبارزه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته کوي. په ګاونډي افغانستان کې د غیرقانوني مخدره توکو ٪۹۹عاید تروریستي ډلو او مخدره موادو قاچاق وړونکو ته ځي.

نه ختميدونکي مبارزه

د چارواکو له مخې، د نشه یي توکو زیات شمیر روږدي کسان، چې آيس او نور مخدره توکي لکه هيروين نه شي اخيستلې، هڅه کوي چې د سوال او یا حتی د جرمونو کولو له لارې پیسی ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې ځینې مجبوره دي چې ځانونو ته په جسماني توګه زيان ورسوي.

بلال احمد فيضي، چې د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په تیرو وختونو کې یو شمیر روږدي کسان بچ کړې ول چې خپل ځانونه یې په بليډونو او چاقوانو هغه وخت زخمي کړې وو کله چې ورته نشه ملاو نه شوه."

هغه وويل، په پېښور کې د بيا رغاونې مرکز به زيات شمېر روږدي کسان عادي ژوند ته بېرته راولي.

د يو کاروونکي، چې علاج ترلاسه کوي، له مخې، هم د دې وچې یقیناً چې دې مرکز ته ضرورت دی -- په کوڅو کې د مخدره توکو د شتون سره، د نشې په وړاندې جګړه يوه دوامداره جګړه ده.

د جنوبي پيښور يو ځايي اوسيدونکی، چې د ۴۰ کالو نه زيات عمر لري، غوښتنه وکړه چې هغه دې يوازې د خان په نامه وپيژندل شي، پاکستان فارورډ ته وويل، "زه په تيرو څو کالو کې دوه ځله په هسپتال کې د بیارغونې لپاره داخل شوم، خو زه بیا روږدي شوم ځکه چې په پيښور کې نشه يي مواد ډير په آسانۍ سره دستياب دي."

هغه وويل، د هغه زياتره ملګري بيارغاونې ته اړتيا لري او غواړي چې هر ډول نشه يي توکې ختم شي.

خان وويل، "پکار ده چې دلته د آيس څخه د نجات د بيا رغونې مرکز په څېر نور سهولتونه موجود وي ځکه چې موږ ټول کسان د دې نه تنګ راغلي يو چې په کومه طريقه مونږ ژوند کوو."

د پیښور د مختلفو برخو نه د مخدره توکو ۱۹۵ روږدي کسان د مارچ په ۱۰ مه روغتون ته د علاج او بيارغونې لپاره ولیږل شول.

محمد الیاس، چې د پیښور د پولیسو وياند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "سیمه ایزو پولیسو او د نورو ادارو چارواکو ۱۲ ټیمونه جوړ کړي چې د پيښور د مختلفو برخو نه روږدي کسان د آيس د بيارغونې مرکز، خیبر ټيچنګ هسپتال، ليډي ريډنګ هسپتال او حيات آباد ميډيکل کمپليکس ته د علاج او بيارغونې لپاره ليږي."

د مخدره موادو د ډلو سره د مبارزې لپاره نوي قوانین

د دې مرکز افتتاح په داسې حال کې وشوه چې د غیرقانوني مخدره توکو او د هغه جنایي ډلو په وړاندې مبارزه روانه ده کوم چې د دې د ويشلو انتظام کوي.

د خیبرپښتونخواه حکومت يو نوی قانون تيار کړی چې د آيس د لرلو، جوړلو، خرڅولو یا د اخیستو لپاره سزا زیاته کړي. دا نوی قانون سوداګران، قاچاق وړونکي، او د میت او آيس کاروونکي په نښه کوي او د ۱ کلوګرام نه زيات د مخدره توکو د ليږدولو او یا خرڅولو لپاره د تل عمر قيد سزا وړاندیز کوي.

د خيبر پښتونخواه د قانون وزیر سلطان محمد د فبرورۍ په ۸ مه صوبايي اسمبلۍ ته وویل، دا نوی قانون به ژر تر ژره وړاندې شي.

په ورته وخت کې، پوليسو د هغه کسانو په وړاندې ګامونه پورته کړې چې غيرقانوني مخدره مواد خرڅوي او قاچاق کوي.

د پيښور مرکزي ښار د پولیسو افسر (سي سي پي او) قاضي جميل الرحمان پاکستان فارورډ ته وويل، د يو څو مياشتو راهيسې،"د آيس نه پاک پيښور په نوم يو کمپاين په صوبايي مرکزي ښار کې پيل شوې چې د مصنوعي نشه يي توکو او د نورو نشه يي توکو د قاچاق کوونکو او کاروباريانو تعقيب وکړي."

هغه وويل، پوليسو د فبرورۍ په اخرنۍ هفته کې په پيښور کې د آيس ۷۷ سوداګران او قاچاق وړونکي ونيول او د هغوی نه يې ۵.۵ کلوګرامه ميت ترلاسه کړل.

هغه زياته کړه، "تيرکال په ټوله صوبه کې ترلاسه شوې ميت ۲۶ کلو ګرامه ول."

د کمپاین د یوې برخې په توګه، پولیس او نورې دولتي ادارې هم سیمینارونه او نور پروګرامونه ترسره کوي چې د آيس د کارولو په اړه د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

سجاد خان، چې د مردان ضلعې د پولیسو افسر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ په سیمه ایزو يونيورسټو، کالجونو، د ناظمانو په دفترونو او نورو عامه ځایونو کې سيمينارونه او لاريونونه ترسره کړي چې په ځايي خلکو او په ځانګړي توګه په ځوانانو کې د نشه یي توکو په اړه پوهاوي رامنځته کړو."

هغه زياته کړه، پوليسو په تېرو څو مياشتو کې د نشه يي توکو پلورونکو، په ځانګړي توګه د تعليمي موسسو په شاوخوا کې، يو شمير عمليات ترسره کړل.

خان وويل، "موږ يوه لويه ډله ختمه کړې چې سعودي عرب او نورو هېوادونو ته د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکيل وه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 55

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په نشه یی توکو روږدی کس یم. ما غوښتل مخدره مواد ونه کاروم. زه په لاهور سي اېم اېچ کې د ۱۲ ورځو لپاره داخل شوی وم. مهرباني وکړئ ما سره پدې کې مرسته وکړئ (ډورګیسټیک او اینیوال انجیکشن). ما ستاسو مقاله ولوستله. هيله لرم زما ژوند به بچ شي؟؟؟؟زه څه کولی شم جناب؟؟؟؟اجمل اوکاړه پنجاب پاکستان ([email protected])

ځواب

زما زوی هم په آيسو روږدي دی او زما مالي حالت هم ډېر کمزوری دی.

ځواب

مهرباني وکړئ، د اړیکو شمېره راکړئ

ځواب

د مقالې سره باید د اړیکې شمېره هم ورکړل شي.

ځواب

زما د زوی لپاره ما سره مرسته وکړئ

ځواب

زما زوی هم په نشه یی توکو روږدی دی. هغه آيس څښي. موږ هغه دوه ځله د بیارغونې په مرکز کې داخل کړو خو هېڅ ونه شول. کله چې بېرته راغی نو د مخدره توکو په اړه بيا خبرې کوي. مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ چې زه اوس څه کولی شم. زه د لاهور څخه یم. ما ستاسو مقاله ولوستله. زه ستاسو د هڅو ستاینه کوم.

ځواب

آيا دا وړيا دی

ځواب

چېرته موقعیت لري؟ مهرباني وکړئ د اړیکې شمېره راکړئ.

ځواب

ما خپل ورور داخل کړی چې په آيس او نورو نشي يي توکو لکه هیرویینو وغيره روږدي دی.

ځواب

د اړيکې شمېره

ځواب

ماته به د دې هسپتال نمبر ملاو شي

ځواب

ایا زه د دې هسپتال شمېره ترلاسه کولی شم؟

ځواب

بس یو بکواس، حکومت پخپله په پېښور کې د نشه یي توکو د خپریدو مسؤل دی. دوی نشي کولی په صوبه کې وسلې او مخدره توکي کنټرول کړي. دوی هغوی ته اجازه ورکوي او د مخدره توکو د مافیې ملاتړ کوي. د خېبر پښتونخوا د ناکامه حکومت سره زموږ راتلونکی په بشپړ ډول په تیاره کې دی.

ځواب

مهرباني وکړئ د دې مرکز د اړیکې شمېره شریکه کړئ

ځواب

لارښوونه شتون نلري او د اړیکې شمیره نشته؟

ځواب

زه ادرس او د اړیکې معلوماتو ته اړتیا لرم. که چا سره وي نو مهرباني وکړئ شریک يې کړئ

ځواب

موږ څنګه رابطه کولی شو؟

ځواب

ښه پالیسي خو زه د تره زوی لرم چې په آیس اخته شوی دی او مهرباني وکړئ د هغه د غریب پلار سره مرسته وکړئ ۰۳۳۲۳۶۴۳۴۳۹ خيال محمد

ځواب

د بيارغونې مرکز چيرته دی؟

ځواب

ما خپل ورور داخل کړی دی چې د آيس په نشه اخته شوی دی. او نور د هیروینو وغيره په نشو اخته شوي دي

ځواب

کرسټال

ځواب

چیرته موقعیت لري، مهرباني وکړئ تاسو یې د اړیکې شمیره لرئ

ځواب

دا د بيارغونې مرکز کوم ځای دی

ځواب

ما خپل ورور داخل کړی چې په آيس اخته شوی دی.

ځواب

دا یوازې ډرامه ده... نور هیڅ نه ... هیڅ موقعیت او اړیکه نه لري .... څنګه به يو کس ډاډ ترلاسه کړي چې دا اړيکه ....

ځواب

مهرباني وکړئ ماته پته او د اړيکو شميره راولیږئ

ځواب

مهرباني وکړئ ماته خپله پته او د اړیکې شمیره راولیږئ. زما میړه د آيس روږدي دی. زه اندیښمنه یم ځکه چې په دې ورځو کې هغه په چاقو سره زیان رسولی شي. مهرباني وکړئ ماته د اړیکې شمیره راولیږئ.

ځواب

مهرباني وکړئ د خپل تماس نمبر راولېږئ

ځواب

ډير ښه د خېبر پښتونخواه حکومته. کراچۍ هغه ځای دی چیرې چې نوی نسل تباه کیږي او آيس، چرس په هر ګوټ کې خرڅيږي. خو هیڅ ستراتيژي شتون نه لري .... الله دې رحم وکړي

ځواب

ايا ما ته به د اړیکې شمیره ملاو شي. مهرباني وکړئ.

ځواب

ایا زه د اړيکې شميره ترلاسه کولی شم. مهرباني وکړئ ما ته لارښونه وکړئ

ځواب

ایا د اړيکې شميره شته؟ زما پلار په نشه اخته شوی دی. زه غواړم چې هغه داخل کړم.

ځواب

زه غواړم چې خپل پلار د علاج لپاره داخل کړم.

ځواب

زما کوچنی ورور په آيس اخته دی او زه غواړم چې هغه هلته کې داخل کړم. مهرباني وکړئ ماته خپله پته او د تلیفون نمبر ووايئ.

ځواب

زما ورور د آیس نشه کاروي. زه غواړم چې هلته يې راولم

ځواب

مهرباني وکړئ ماته خپله د تلیفون شمیره یا پته راکړئ

ځواب

پي ټي سي ايل کالوني د پېښور میډیکل کالج مخې ته په پېښور کې په ورسک سړک باندې.

ځواب

اسلام عليکم ګرانه ځینې کسان چې د آيس روږدي دي دلته شتون لري د مشورې لپاره ستاسو پته څه ده

ځواب

که چيرې تاسو خپله پته نه ښایئ نو دا په دې مانا ده چې دا دروغ دي

ځواب

زما خاوند د آيس په نشه اخته دی مهرباني وکړئ ما ته خپله پته او د اړيکو شميره راوليږئ

ځواب

د رابطې تفصيلات او ځای چیرته دي؟

ځواب

زما تره د آيس په نشه اخته دی. مهرباني وکړئ ما ته د رابطې شميره او پته راوليږئ.

ځواب

زما خور په آيس اخته ده. مبهرباني وکړئ ما ته د خپل اړيکو شميره راکړئ چې زه تاسو ته د نورو معلوماتو لپاره کال وکړم.

ځواب

مهرباني وکړئ خپله پته وښيئ؟؟

ځواب

الحمد لله، په جولای ۲۰۱۶ کال کې د دې پروجيکټ تصور او پلان ما وړاندې کړی وو ځکه چې زه د ای اين ايف کی پي مشر وم. زه د هغه وخت د وزير اعلی پرويز خټک مننه کوم چې د ځمکې، پلان او ډيزاين منظوري یې ورکړه او د دې پروجيکټ لپاره يې فنډونه چمتو کړل. زه په دې ډير وياړ کوم.

ځواب

پته او د رابطې نمبر

ځواب

مهربانۍ وکړئ د اړیکو شمیره پوسټ کړئ. څنګه موږ کولی شو چې خپل ناروغ داخل کړو؟

ځواب

سلام، زما نوم کامل دی او زه د يو غم له کبله ذهني مريض شوی يم. آيا څوک په دې هسپتال کې زما سره مرسته کولی شي چې زه خپل عادي حالت ته بيرته راشم؟

ځواب

د دې هسپتال پته او فون نمبر پکار دی...

ځواب

ګرانه جناب
ما تا د هسپتال پته او فون نمبرپکار دی

ځواب

زه غواړم زما ملګري اعتراف وکړي

ځواب

د یاد شوي روغتون پته او د تلیفون شمیره پکار ده مهرباني وکړئ

ځواب

زما ورور د آيس نشه کاروي. زه هغه په هسپتال کې داخلول غواړم خو هغه جګړه کوي او مزاحمت کوي. مهرباني وکړئ زمونږ د کورنۍ سره مرسته وکړئ. مونږ ټول په خفګان کې يو، په ځانګړي توګه زما بوډۍ مور. زه د ايبټ آباد سره تعلق لرم.

ځواب

د خیبر پښتونخواه حکومت له خوا ښه سهولت.

ځواب

زما مشر ورور د څه مقصد نه بغير په کور کې د هرچا سره بحث کوي، د مور او پلار سره په سختۍ سره او داسې خبرې کوي چې لکه دوی د هغه اولاد وي، ډیر سګرټ څکي، پرله پسې سګرټ څکي. خور، مهرباني وکړئ مونږ سره مرسته وکړئ که چيرې ستاسو په هسپتال کې د هغه علاج کيدی شي.

ځواب