امنیت

د سولې په چاپيريال کې، په باجوړ ضلع کې په چيک پوسټونو او د پوځي انتظاميې په فعاليت کې کمی راغلی دی

د حنيف الله لخوا

د پاکستان د پوځ بريګيډير نعیم اکبر راجا (په منځ کې) د فبرورۍ په ۱۰ مه په خار کې د باجوړ سکاوټس په مرکزي دفترونو کې د مشرانو او ځوانانو شورا ته خطاب کوي. [حنیف الله]

د پاکستان د پوځ بريګيډير نعیم اکبر راجا (په منځ کې) د فبرورۍ په ۱۰ مه په خار کې د باجوړ سکاوټس په مرکزي دفترونو کې د مشرانو او ځوانانو شورا ته خطاب کوي. [حنیف الله]

باجوړ -- په باجوړ ضلع کې امنیتي ځواکونو د ثبات او سولې د يقيني کولو لپاره د لسیزو د هڅو نه وروسته د سکولونو او روغتیایي مرکزونو کنټرول ځايي ملکي چارواکو ته بيرته سپارلی دی.

حميد الله جان، چې په باجوړ کې اسټنټ ايجوکيشن افسر دی، پاکستان فارورډ ته د مارچ په ۵ مه وویل، په تیره میاشت کې تعلیمي ادارې یو ځل بیا د ملکي کنټرول لاندې شوې چې په دې کې ځايي يونيورسټي، د جينکو پرايمري سکول او د هلکانو مډل سکول شامل دي.

د اګست ۲۰۰۸ کال راهيسې، سکولونه او نورې ادارې د پاکستاني پوځ تر کنترول لاندې وې، کله چې امنیتي ځواکونو د طالبانو د شړلو لپاره عملیات پيل کړل چې د سیمې کنټرول یې ترلاسه کړی و او دغه سيمې يې په پاکستان او ګاونډي افغانستان کې د تاوتریخوالي لپاره د یو مرکز په توګه کارولو.

جان وويل، د جنورۍ په میاشت کې د سولې د بيا بحالۍ وروسته، امنیتي ځواکونو د فبرورۍ په مياشت کې تاسیسات بيرته وسپارل. هغه زياته کړه چې دا د مارچ په میاشت کې فعال شول.

مشران او ځوانان د فبرورۍ په ۱۰ مه په خار کې د باجوړ سکاوټس په مرکزي دفترونو کې د يوې شورا په ترڅ کې د بريګيډير نعيم اکبر راجا خبرې اوري. [حنیف الله]

مشران او ځوانان د فبرورۍ په ۱۰ مه په خار کې د باجوړ سکاوټس په مرکزي دفترونو کې د يوې شورا په ترڅ کې د بريګيډير نعيم اکبر راجا خبرې اوري. [حنیف الله]

پوځ همداراز د باجوړ د روغتيا ادارې محلي ملکي انتظاميې ته وسپارلې.

ډاکټر عبد الرحمان، چې د باجوړ د بېسیک هیلت یونټ ډاکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، ملکیانو د نومبر په مياشت کې د دوو بنيادي روغتیایي مرکزونو کنټرول بیرته ترلاسه کړو. "د روغتیا ریاست فعالیتونه په دې مرکزونو کې په بشپړ ډول روان دي."

په امنیتي چيک پوسټونو کې کمی

د فبرورۍ په میاشت کې امنیتي ځواکونو په باجوړ ضلع کې په چيک پوسټونو کې د کمي اعلان وکړو.

د پاکستان د پوځ سکيټور کمانډر شمال بريګيډير نعیم اکبر راجا د فبرورۍ په ۱۰ مه په خار کی د مشرانو او ځوانانو شورا ته وویل، "د بشپړې سولې د بیا رغونې وروسته، موږ په ۲۰۱۸ کال کې ۱۲ چک پوسټونه خټم کړي دياو نور به په ۲۰۱۹ کال کې بند کړو."

هغه زياته کړه، چې پاتې نور چيک پوسټونه به اوس د ليويز ځواک سره په ګډه سمبال شي.

راجا د څارنې نظام د ختميدو اعلان وکړو، چې دا په نيبرهوډ کې د وسله والو کسانو لخوا څارنه کول وو چې په باجوړ کې په حساسو سیمو کې په اوسيدونکو باندې پلي شوې وه چې د وسله والو نه ځان خوندي وساتي.

هغه زياته کړه، چارواکي به د پوځي عملياتو په ترڅ کې د ويجاړ شوي ودانيو د ترميم لپاره ۵۰۰ ميليونه روپۍ (۳.۶ ميليونه ډالره) خرچ کړي.

ځايي خلک د دې نوښت هرکلی کوي

د باجوړ اوسیدونکو او ملکي چارواکو د دې پريکړې هرکلی وکړو چې د سیمه ایزو ادارو کنټرول ملکي چارواکو ته ورکړي، او همداراز د چيک پوسټونو په شمیر کې کمی راولي.

سيد اخونزاده چټان، چې د قومي اسمبلۍ پخوانې غړی او په باجوړ کې د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "مونږ په باجوړ کې د سولې راوستلو لپاره د امنیتي ځواکونو او د باجوړ د سیمه ایزو مشرانو څخه مننه کوو چې یوازې د هغوی د قربانیانو له امله ممکن شوه."

هغه وويل، "په باجوړ کې سوله بيا بحال شوې ده."

بلال یاسر، چې د مومند اوسيدونکی دی او په خار کې په باجوړ پريس کلب کې کار کوي، وویل چې د سیمې اوسيدونکي د سولې د بيا بحالۍ نه خوند اخلي.

هغه وویل، "آخر په باجوړ کې سوله ایز چاپیریال زموږ خوب رښتیا کړی دی، او موږ د خونديتوب احساس کوو." "مخکې، د وسله والو د ګواښونو له کبله په آزاده توګه د شپې ګرځيدل نا ممکن ول، خو اوس موږ د ناوخته ساعتونو پورې راټوليږو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500