ټولنه

نوي مسوده غواړي چې په اسلام آباد کې د واده عمر زيات کړي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

یو پولیس (په منځ کې) د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۳۱ مه په کراچۍ کې د واده په مراسمو کې د يو کم عمرې جينۍ او هلک خپلوان ساتي. پولیسو د کراچۍ په ناظم آباد سيمه کې دواړه پلرونه او د واده رجسټرار ونیول. [رضوان تبسم/ ای ايف پي]

یو پولیس (په منځ کې) د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۳۱ مه په کراچۍ کې د واده په مراسمو کې د يو کم عمرې جينۍ او هلک خپلوان ساتي. پولیسو د کراچۍ په ناظم آباد سيمه کې دواړه پلرونه او د واده رجسټرار ونیول. [رضوان تبسم/ ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د واده عمر لوړ کړي، چې دا داسې اصلاحات دي چې فعالین او حکومتي چارواکي يې ستاينه کوي او په ماشوموالي کې د واده د عمل په وړاندې يو ګوزار دی.

يوه مسوده چې په پاکستان کې د واده عمر تر ۱۸ کالو پورې لوړ کړي، د شيري رحمان لخوا د بشري حقونو په اړه د سنيټ د سټينډنګ کمیټۍ په غونډه کې پارلمان ته وړاندې شوه.

دا مسوده د ۱۹۲۹ کال د ماشوموالي ودونو د بندیز قانون کې د يو ترميم وړاندیز کوي، چې دا یو وفاقي قانون دی چې په ۱۹۶۱ کال کې د ۱۶ کالو پورې د واده عمر لوړلو نه مخکې په دې کې د جينکو لپاره د واده عمر ۱۴ کاله وو.

دغه کمیټۍ په مساوي توګه د جنورۍ په ۳۱ مه دغه مسوده تصویب کړه.

د جولای په مياشت کې په ټهټه کې ماشومان د خپلو والدینو سره لوبې کوي. یوه مسوده هڅه کوي چې په اسلام آباد کې د واده عمر تر ۱۸ کالو پورې زيات کړي. [آمنه ناصر جمال]

د جولای په مياشت کې په ټهټه کې ماشومان د خپلو والدینو سره لوبې کوي. یوه مسوده هڅه کوي چې په اسلام آباد کې د واده عمر تر ۱۸ کالو پورې زيات کړي. [آمنه ناصر جمال]

شیري رحمان، چې د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي ده، پارلمان ته وويل، "په قانون کې ترميم به د اسلام آباد مرکزي سيمې ته وغځول شي او که چیرې دا منظور شي، نو د ۱۸ کال نه کم هر يو کس به ماشوم وګنل شي."

هغې وويل، "دا به د ۱۸ کالو نه مخکې په ودونو هم بنديز ولګوي او دا به د معمولي نوعیت او د راضي نامې قابل نه ګڼل کیږي. سيند له مخکې نه په ۲۰۱۴ کال کې يو قانون منظور کړی چې د واده لپاره يې عمر ۱۸ کاله ټاکلی دی، نو موږ امید لرو چې دا به نورو صوبو ته هم يو مثبت پیغام واستوي."

د بشري حقوقو وزیرې، شیرین مزاري، وویل، حکومت د دې مسودې ملاتړ کوي ځکه چې دا د پاکستاني خلکو په ګټه ده.

هغې د جنورۍ په ۳۱ مه سنيټ ته وویل، "موږ غواړو چې د ښځو او ماشومانو سوکالي يقيني کړو."

د ماشوموالي ودونو عمل اکثر د شخړو د حل لپاره د پخوانیو لارو سره تعلق لري، او کيدې شي چې دا بندیز به د شخړو د حل لپاره نورې او مثبتې لارې وهڅوي.

'د الله لخوا ورکړل شوي حقوق'

قمر نسیم، چې په خیبر پښتونخواه (کی پي) کې د ماشومانو د ودونو د ختمولو د صوبايي اتحاديې کوړډينيټره ده، د نوي مسودې هرکلی وکړ او د ځوانو جينکو په ساتنه کې یې دا يو ډیر هڅونکی ګام وباله.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د وخت نه مخکې او جبري ودونه د الله لخوا د بشري حقونو او همدارنګه په اسلام کې د واده او کورنۍ تقدس څخه سرغړونه کوي."

هغه وويل، "دا د جينکو او ښځو د حقوقو په ساتلو کې د ايمان او دين په رول باندې د خبرو اترو وخت دى، او څنګه ايمان په ماشوموالي کې د وخت نه مخکې اود جبري ودونوپه مخه نیولو کې مرسته کولی شي."

پاکستان د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختیایي موخو لاسلیک کننده دی او ژمنه یې کړې چې د ۲۰۳۰ پورې به د ماشوموالي ودونه ختم کړي.

نسيم وويل، د واده لږ تر لږه عمر لوړل "د ناوړه عمل او د ماشوموالي واده اثراتو په له منځه وړلو کې خورا مهم دی."

"موږ غواړو چې خیبرپښتونخواه د ماشوموالي واده په اړه مسوده منظوره کړي چې د تیرو لسو کلونو راهيسې په ځای پاتې شوې ده، او موږ له پنجاب څخه غواړو چې د واده لپاره لږ تر لږه عمر ۱۸ کال کړي." "پنجاب یو قانون منظور کړی، خو یوازې سزا يې لوړه شوي ده."

حنا جيلاني، چې د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن بنسټ ایښودونکي ده، د دغه مسودې ستاينه وکړه او د نسيم سره يو ځای شوه چې د نورو صوبو څخه غوښتنه وکړي چې خپل قوانین د دې لپاره پارلمان ته وړاندې کړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبر پښتونخواه پاتې مسودې په قانون کې بدليدی شي که چيرې اسمبلۍ د آيين د ۱۴۴ دفعې لاندې پریکړه ليک منظور کړي او د سنيټ څخه غوښتنه وکړي چې دغه پریکړه ليک منظور کړي."

د ماشومانو په مرګونو کې مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسیف) په وینا، په پاکستان کې درې فيصده جينکۍ د ۱۵ کالو نه مخکې او ۲۱٪ جينکۍ د ۱۸ کالو نه مخکې وديږي.

د پاکستان د روغتیا او د آبادياتي سروې ( د ۲۰۱۷ کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې) له مخې، په خيبر پښتونخواه کې تقريباََ ۱۵ فيصده ماشومانو ناويګانو د ۱۸ کال نه مخکې خپل لومړی ماشوم زیږوي.

مهر تاج روغاني، چې په پیښور کې سنيټره او د ماشومانو پخوانۍ ډاکټره ده، وویل، د ماشوموالي ودونه د ماشومانو د مړینې لوړې د کچې په لوړولو او د ماشومانو د ودې په مخه نیولو کې مرسته کوي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، وړاندیز شوی قانون کولی شي چې د دغو مسلو مخه ونيسي. "دا یو زيانمن عمل دی او د ښځو په فزیکي او نفسياتي روغتیا باندې ویجاړونکي اغیزه لري، ځکه چې واده نه یوازې د هغوی د حقوقو څخه سرغړونه کوي -- بلکې د دې پایلې د ټول عمر لپاره وي."

ډاکټر شاهين بيګم، چې په پاکستان کې د زنانو د ډاکټرانو د اتحاديې سيکريټري ده، موافقه وکړه، ځوانې ښځې د روغتیایي ننګونو سره مخامخ کيدی شي که چیرې دوی په کچه عمر کې واده وکړي، او پاکستانیانو له پکار ده چې د دې عمل سره تړل شوي د منفي اغېزې په اړه احساس وکړي.

هغې پاکستان فاروډ ته وويل، "د ښځو نه دا تمه کيږي چې دوی د ماشومانو د پالنې سره د کورنۍ ګڼ شمير مسؤوليتونو لپاره هم ځان چمتو وساتي، چې د مور او د هغې د ماشومانو په روغتيا باندې ناوړه اغيزه لري." "موږ د ماشوموالي په ودونو باندې بشپړ بندیز غواړو، او ټولنه باید په دې پوهه کړی شي چې د ماشوموالي ودونه منفي ټولنیز عملونه دي."

بيګم وويل، پاکستان د ماشومانو ودونو په شمېر کې په نړۍ کې دوهم نمبر لري.

هغې وويل، "دا يو تريخ حقيقت دی." "هرڅوک بايد په دې پوهه شي چې د ماشوموالي ودونو په پاکستان کې په کورنيو، په ځانګړي توګه د هغوى په روغتيا او د ژوند په معيار باندې څومره منفي اغيزه لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

واده نشته خو د انسانانو اخيستل او خرڅول دي او پکار ده چې د هغه کسانو سخت احتساب وشي کوم چې دا غير قانوني کاروبار کوي.

ځواب