امنیت

د منع شويو وسله والو ډلو په وړاندې د مباررزې په ترڅ کې د جماعت الدعوه او لشکر جنګوي په وړاندې ګامونه پورته کيږي

د عبدل ناصر خان لخوا

د پنجاب پولیس په لاهور کې د مارچ په ۷ مه د جماعت الدعوه (جی يو ډي) د مرکزي دفترونو د ضبط کولو وروسته ساتنه کوي. [عبدل ناصر خان]

د پنجاب پولیس په لاهور کې د مارچ په ۷ مه د جماعت الدعوه (جی يو ډي) د مرکزي دفترونو د ضبط کولو وروسته ساتنه کوي. [عبدل ناصر خان]

لاهور -- د منع شویو وسله والو سازمانونو په وړاندې د روانو عملياتو سره، شنونکي د ډلو په وړاندې لکه د جيش محمد (جی اي ايم) او جماعت الدعوه (جي يو ډي) په څیر د زياتو اقداماتو غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۴ مه) د هغه سازمانونو د اکاونټو د منجمد کولو او د هغوی د اثاثو د ضبط کولو اعلان وکړو کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (يو اين ايس سي) لخوا منع شوي دي. صوبايي حکومتونه د اسلام آباد په امرونو کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د مارچ په ۷ مه) په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د مبارزې له پیل راهیسې، قانون پلي کونکو ادارو په ټول هیواد کې د منع شويو ډلو ۱۲۱ فعالین نیولي دي.

دغه وزارت وويل، "حکومت ۱۸۲ مدرسې، ۳۴ سکولونه / کالجونه، ۱۶۳ ډسپنسرۍ، پنځه هسپتالونه، ۱۸۴ امبولانسونه او د منع شویو سازمانونو د اته دفترونو کنټرول په خپل لاس کې اخيستی دی."

د پنجاب حکومت د مارچ په ۶ مه په راولپنډۍ کې د جماعت الدعوه (جی يو ډي) يوه ډسپنسري ضبط کړه، چې دلته ښودل شوي ده. [عبدل ناصر خان]

د پنجاب حکومت د مارچ په ۶ مه په راولپنډۍ کې د جماعت الدعوه (جی يو ډي) يوه ډسپنسري ضبط کړه، چې دلته ښودل شوي ده. [عبدل ناصر خان]

هغه زیاته کړه، "اوس به حکومت د سکولونو/ کالجونو، روغتیایي مرکزونو او مدرسو چارې پرمخ بوځي."

صغير چوهدري، چې په اسلام آباد کې د ۲۴ نيوز بيورو چيف دی، پاکستان فارورډ ته وويل، انتظاميې د اسلام آباد په مرکزي سيمه کې په ځينو جوماتونو کې ډیر هغه امامان هم بدل کړي دي، چې د وسله والو او منع شویو سازمانونو سره يې تړاو لرلو.

د جيش محمد پر وړاندې مبارزه

جی اي ایم هغه ډله ده چې په دې مبارزه کې په نښه شوي ده. دغه وسله والې ډلې د هغه ځانمرګي برید مسوولیت پرغاړه اخیستی چې د فبرورۍ په ۱۴ مه يې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۴۰ هندي سرتیري وژلې ول، چې له دې کبله د هند او پاکستان تر منځ د هفتو تاوتریخوالی رامنځته شو.

ځینې څارونکي د دې ډلې په وړاندې د ډیرو سختو اقداماتو غوښتنه کوي.

محمد ضیاء الدین، چې په اسلام آباد کې یو سينير ژورناليسټ دی او د ايکسپریس ټریبيون پخوانی ايګزيکيټيو ډايريکټر دی، د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۶ مه) د جيش محمد مشر او باني ته په حواله يو ټويټ وکړو، "آيا څوک پوهیږي چې ولې حکومت د مسعود اظهر نیولو ته زړه نازړه دی؟"

ضیاء الدین وویل، "د مسعود جرمونه ناوړه دي. هغه پاکستان تقريباََ د خپل مرګ سره مخامخ کړی دی."

پاکستاني چارواکو د جيش محمد ۴۴ فعالین نیولي، چې په دې کې عبدالروف او حماد اظهر، د مسعود اظهر ورور او زوی په ترتيب سره شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت يو چارواکي د چهارشنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "د مولانا مسعود اظهر د نیولو ... په اړه فيصله به په راتلونکو څو ورځو کې وشي."

دغه چارواکي وويل، "وزيراعظم عمران خان به د مولانا اظهر د نيولو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي."

په جماعت الدعوه او فلاح انسانيت باندې بنديز

د چهار شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت لخوا د يو خپور شوي اعلاميې له مخې، په یو جلا نوښت کې، د پاکستان د تروریزم ضد ادارې (نيکټا) په رسمي توګه په جماعت الدعوه او د هغې په خیراتي ادارې، فلاحي انسانيت فاونډیشن (ايف آی ايف)، باندې د ۱۹۹۷ کال تروریستي ضد قانون لاندې بنديز لګولی دی.

رفعت اورکزۍ، په پيښور کې يو ژورناليسټ، پاکستان فارورډ ته وويل، "اوس مهال د نيکټا په لیسټ کې ۷۰ منع شوي تنظيمونه شامل دي، چې په دې کې آخرنۍ دوه ډلې هم شامل دي چې حافظ سعید يې مشري کوي. حافظ سعيد هغه کس دی چې په ۲۰۰۸ کال کې هند ته په ممبۍ بریدونو کې مطلوب دی."

هغه زياته کړه، "په وسله والو سازمانونو باندې بنديز په لومړي ځل د۱۹۹۰ په عشره کې پيل شو او تر هغه وخته راهيسې دوام لري. په دې دوه نيمې عشرو کې تقريباََ په ۲۰۰ سازمانونو بنديز لګول شوی دی، که څه هم حکومت په ځينو ډلو بنديز ختم کړی دی."

اورکزۍ وویل، "یوازې په وسله والو سازمانونو بندیز لګول د حل لاره نه ده، ځکه چې دوی په نوو نومونو سره راڅرګنديږي، لکه څنګه چې موږ په تیرو کې لیدلي دي."

هغه وويل، "پاکستان بايد ټهوس اقدامات وکړي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او ګاونډي هېوادونه مطمين کړي چې پاکستاني وګړي او موسسې د پولې هاخوا په ترهګرۍ کې ښکيل نه دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 29

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه غواړم چې له پاک پوځ سره يو ځای شم

ځواب

پاک پوځ تل ښه دی

ځواب

هو

ځواب

غوره

ځواب

غوره

ځواب

هو دا زما خوښ شو.

ځواب

زه غواړم چې په پاک پوځ کې کپتان جوړ شم

ځواب

سازمانونه د انسانانو لپاره فلاحي کارونه کوي، زما په خيال دوی په هیڅ ډول خطرناک فعالیتونو کې ښکيل نه دي.

ځواب

زه له پوځ سره مينه لرم

ځواب

پاک پوځ، او غواړم چې کپتان جوړ شم

ځواب

هو

ځواب

زه غواړم چې له بحري پوځ سره يو ځای شم

ځواب

زه له پوځ سره مينه لرم

ځواب

زه غواړم چې د بحري ځواک سره يو ځای شم

ځواب

دا زما خوښ شو

ځواب

زه غواړم چې د پوځ سرتيری جوړ شم.

ځواب

دا کار زما خوښ دی

ځواب

زه غواړم چې له پاکستان پوځ سره يو ځای شم

ځواب

زه غواړم چې د بحري ځواک لپاره درخواست جمع کړم

ځواب

ماډل پاس

ځواب

زه په پوځ کې د دندې لپاره درخواست ورکوم

ځواب

زه غواړم چې په پاک پوځ کې د دوهم لفټننت لپاره درخواست ورکړم.

ځواب

زه غواړم چې په پاک پوځ کې د عسکر یا کلرک لپاره درخواست ورکړم

ځواب

دا د هر چا لپاره ښه ده

ځواب

زه په پوځ کې د کار لپاره درخواست ورکوم

ځواب

نه

ځواب

دا ډير ښه کار دی.

ځواب

په دې کې ځینې سازمانونه د پاکستان د دفاع په حق کې دي. نو موږ د خپلې دفاع ساتلو حق لرو.

ځواب

سلامونه ما د اسد علي په نامه ډي پي او چينيوټ ته يو درخواست ورکړی وو، نيټه ۱۹/۰۱/۱۸ وه. د درخواست نمبر ۲۴ دی، مهرباني وکړئ ما سره مرسته وکړئ.

ځواب