امنیت

چارواکي د سختې مبارزې په ترڅ کې وسله وال نیسي او د هغوی جايدادونه ضبط کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان پولیس کمانډو په تیر اکتوبر کې په کراچۍ کې. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

د پاکستان پولیس کمانډو په تیر اکتوبر کې په کراچۍ کې. [رضوان تبسم/ای ايف پي]

اسلام آباد - د پاکستان چارواکو په ټول هیواد کې د منع شويو ډلو په وړاندې يوه لويه مبارزه پیل کړې ده، چې د هغوی جايدادونه ضبط کوي او فعالین یې نیسي.

د کورنیو چارو وزیر، شهریارآفریدي د سه شنبه په ورځ (د مارچ په ۵ مه) په اسلام آباد کې خبريالانو ته وویل، امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ګهنټو کې د منع شويو سازمانونو ۴۴ غړي نیولي دي.

آفریدي وویل چې دا مبارزه به د دوو هفتو لپاره جاري وي.

هغه وويل، "هيڅ يو کس ته به اجازه ورنه کړل شي چې زموږ خاوره د بل هېواد په وړاندې د ترهګرۍ لپاره استعمال کړي." "موږ د فشار لاندې عمل نه کوو، خو غواړو چې د خپلې ګټې لپاره افراطیت پای ته ورسوو."

د کورنيو چارو وزير شهريار آفريدي په اسلام آباد کې د مارچ په ۵ مه يو نيوز کانفرنس ته خبرې کوي. [د پاکستان د مطبوعاتي معلوماتو رياست]

د کورنيو چارو وزير شهريار آفريدي په اسلام آباد کې د مارچ په ۵ مه يو نيوز کانفرنس ته خبرې کوي. [د پاکستان د مطبوعاتي معلوماتو رياست]

د پنجاب حکومت د مارچ په ۵ مه په سيالکوټ کې د جيش محمد مدرسه (چې ښودل شوي ده) په خپل کنټرول کې واخيسته. ]عبدل ناصر خان]

د پنجاب حکومت د مارچ په ۵ مه په سيالکوټ کې د جيش محمد مدرسه (چې ښودل شوي ده) په خپل کنټرول کې واخيسته. ]عبدل ناصر خان]

د پاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۴ مه) د هغه سازمانونو د اکاونټو د منجمد کولو او د هغوی د اثاثو د ضبط کولو اعلان وکړو کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (يو اين ايس سي) لخوا منع شوي دي. صوبايي حکومتونه د اسلام آباد په امرونو کار کوي.

دا اقدام د پاکستان او هندوستان تر منځ د هفتو د تاوتریخوالي نه وروسته واخيستل شو چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د يو ځانمرګي برید سره تړاو لري، چې د فبرورۍ په ۱۴ مه په کې ۴۰ هندي سرتیري وژل شوي ول. په پاکستان کې وسله والې ډلې جیش محمد (جی اي ايم) د دې مسوليت په غاړه اخيستی و.

د يوې اعلاميې له مخې، چې صوبو ته د مارچ په ۴ مه جاری شوې وه، د دې مبارزې د برخې په توګه، صوبايي حکومتونه د منع شويو ډلو ملکیتونه، د بينک اکاونټونه، زیرمې او نورې اثاثې ضبط کوي.

په دغه اعلاميه کې راغلي، "د دغو ډلو ملکيت او اثاثې، د ګاډو، نغدو پيسو، زيور او نورو شيانو په شمول، بل کس ته به د انتقال وړ نه وي."

په دغه اعلاميه کې راغلې، صوبايي حکومتونه به د ملکیت ضبط کولو په اړه په ۴۸ ګهنټو کې راپور ورکړي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، ډاکټر محمد فيصل، چې د بهرنيو چارو د وزارت وياند دی، د دوشنبې په ورځ وویل چې حکومت په هیواد کې د ټولو منع شويو تنظیمونو کنټرول په خپل لاس کې اخيستی دی.

هغه وويل، "[له دې وروسته] د ټولو [منع شويو] موسسو ټولې اثاثې او ملکيتونه به د حکومت په کنټرول کې وي."

مبارزه روانه ده

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پاکستان فارورډ ته وویل، حکومت پریکړه کړې چې د هغو ټولو ډلو په وړاندې سخت ګام پورته کړي کوم چې په افراطیت کې ښکيل دي.

هغه په جنوری ۲۰۱۵ کال کې د ترهګرۍ پر ضد تصويب شوي ستراتيژۍ ته په حواله وويل، "موږ بايد اقدام وکړو ځکه چې پاکستان په خپله خاوره باندې د ترهګرۍ تنظيمونه نه شي برداشت کولی. ټولو سياسي پارټو زموږ سره د عمل ملي پلان په پلي کولو کې مرسته کړې ده."

د چوهدري په وینا، د ملي امنيت کميټۍ د فبرورۍ په ۲۱ مه د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې په يوې غونډه کې د منع شويو سازمانونو په وړاندې د مبارزې د ګړندي کولو فيصله وکړه.

چوهدري وویل، "موږ د افراطيت د ختمولو لپاره په جماعت الدعوه (جی يو ډي) او د هغې په خیراتي ادارې، فلاح انسانيت (ايف آی ايف)، باندې د بنديز لګولو امر کړی دی." چوهدري هغه منع شويو ډلو ته اشاره وکړه د کومې چې حافظ سعيد مشري کوي. حافظ سعيد په ۲۰۰۸ کال کې د ممبۍ د بريدونو د پلان جوړوونکی و چې له ۱۶۰ نه زيات خلک په کې وژل شوي ول.

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د وفاقي حکومت څخه يوه اعلاميه ترلاسه کړې چې د صوبو څخه غوښتنه کوي چې د منع شويو وسله والو ډلو پرضد مبارزه سخته کړي."

هغه وويل، دا امر غوښتنه کوي چې د هغه ډلو په وړاندې اقدامات ګړندي کړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا ترهګريز ګڼل شوي دي. هغه زیاته کړه چې حکومت هغه ټول سازمانونه تر خپل کنټرول لاندې اخيستي کوم چې د نيپ لاندې منع شوي وو."

یوسفزۍ وویل چې د خیبرپښتونخواه حکومت د لارښوونو سره سم د داسې منع شویو تنظیمونو خیراتي څانګې او امبولانسونه نیول پیل کړي دي.

د عوامي نیشنل پارټۍ سيکريټري جنرل میاں افتخار حسین وویل چې د هغه ګوند د اوږدې مودې راهيسې غوښتنه کوي چې د هغه سازمانونو په وړاندې دې سخت اقدامات وشي کوم چې د خيراتي کارونو په جامه کې ترهګرۍ ته وده ورکوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا په ښه وخت اقدام دی ځکه چې پاکستان د نړیوال فشار لاندې دی چې د سولې د ټینګښت لپاره غیر دولتي فعالين کنټرول کړي.

حسين وويل، پاکستان د دې سازمانونو د فعاليتونو له امله په نړۍ کې له جلا کېدو سره مخ دى، چې د خيرات لپاره يې چندې راټولې کړي، خو د تروريزم د اعمالو لپاره يې کارولې.

د تلپاتې سولې غوښتنه کول

په پېښور کې د سیاسي چارو شنونکي خادم حسین وویل، چې هغه د وسله والو ډلو په وړاندې د وفاقي حکومت د اقدام او د هغوی د اکاونټونو د منجمد کولو هر کلی کوي.

هغه وويل، "د تروریزم تمویل یوه لویه موضوع ده چې باید مخه يې ونيول شي." "د دوی اکاونټونه ضبط کول به د تروریستي شبکو مخه ونیسي."

عبدالرحمان، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د سياسي چارو کارپوه دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان نشي کولی چې د وسله والو ډلو په لاس کې یرغمال پاتې شي، او داسې اقداماتو ته اړتیا وه چې له هغه ټولنو نه خلاصی ترلاسه کړو کوم چې په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کوي."

هغه وويل، "د تلپاتې سولې لپاره، حکومت ته پکار ده چې دا تاثر ختم کړي چې پاکستان ته د ترهګريزو ډلو ملاتړ کوي. زموږ اقتصادي پرمختيا [د دې ډلو] د له منځه وړلو سره تړلې ده."

په پيښور کې د امنيت يو سينير شنونکي، بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، وويل، "دا هغه ګامونه دي چې نور هیوادونه به موږ ته نږدې کړي. که موږ غواړو چې یو سوله ایز هېواد پاتې شو، نو په سیمه کې د سولې لپاره د ترهګرو په وړاندې اقدام خورا مهم دی."

هغه وويل، "موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چې په هېواد کې يوه وسله واله ډله هم فعاليت نه کوي."

تیره میاشت، د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) په یوې غونډه کې په پاکستان باندې د وسله والو فعاليتونو له امله ډير زيات تنقيد وشو. ايف ای ټي ايف يو نړيوال سازمان دی چې د تروریزم سره د مالي مرستو څارنه کوي.

شاه وړاندیز وکړو چې "دا ډول کړنې به ايف ای تي ايف مطمين کړي، او زموږ هیواد به د یو سوله ایز هیواد په توګه راڅرګند شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 4

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښکلی

ځواب

هو، دا یقیناً سم ګام دی. خو د هغه خلکو په اړه څه وکړو چې (د پاکستان حکومت له مخې) د پاکستان د کمزورولو لپاره د امریکې، اسرايل، افغانستان او ايران وغيره نه فنډونه ترلاسه کوي. په پاکستان کې د دغه بې ګناه کسانو لپاره څوک مسؤل دي چې په چاودونو کې شهیدان شوي دي؟ دا یو اړخیز عمل دی. دا اړتيا يوازې د پاکستان څخه ولې ده؟

ځواب

پکار ده چې د پي ټي ايم په وړاندې هم مبارزه وشي.

ځواب

چا ملي مسلم ليګ او تحريک لبيک ته اجازه ورکړې وه چې په انتخاباتو کې برخه واخلي او ولې؟ حکومت پاکستان د هغوی په وړاندې د اقداماتو کولو له لارې هند خوشحالول غواړي. او موږ په خپله خپل لاس پريکوو.

ځواب