امنیت

د سيند اوسيدونکي په صوفي مزار کې د چاودنې د دوهمې کليزې په موقع يووالی څرګندوي

د ضياء الرحمان لخوا

په نارنجي رنګ جامو کې، چې د صوفیانو د جامو استازيتوب کوي، شیما کيرماني، چې يوه رقاصه او فعاله ده، د فبرورۍ په ۱۷ مه د لعل شهباز قلندر مزار په ودانۍ کې رقص کوي. [ضیاء الرحمان]

په نارنجي رنګ جامو کې، چې د صوفیانو د جامو استازيتوب کوي، شیما کيرماني، چې يوه رقاصه او فعاله ده، د فبرورۍ په ۱۷ مه د لعل شهباز قلندر مزار په ودانۍ کې رقص کوي. [ضیاء الرحمان]

کراچۍ -- د مختلفو مذهبونو پيروکارانو، د سولې فعالانو او نورو پاکستانیانو د دې مياشتې په لومړيو کې د لال شهباز قلندر مزار څخه ليدنه وکړه چې د وژونکې ترهګريزې حملې دویمه کلیزه ولمانځي او د خپل مقاومت او یووالي څرګندونه وکړي.

دغه ځانمرګي چاودنه د ۲۰۱۷ کال د فبروررۍ په ۱۶ مه په سيهون مزار کې -- د صوبايي مرکزي ښار کراچۍ نه شمال ختیځ ته ۲۰۰ کلوميټره لرې -- هغه وخت وشوه کله چې په صوفي مزار کې د موسیقۍ او ګډا جشن، چې د دهمال په نامه ياديږي، د ماښام مانځه نه وروسته ترسره کيدو.

په دې چاودنه کې ۸۵ کسان وژل شوي ول او له ۳۰۰ نه زیات ژوبل شوي ول. داعش د دې بريد مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

د چاودنې نه دوه کاله وروسته، د صوفي قلندر مريدانو او د سولې فعالینو په شمول نورو کسانو په هغه مزار کې، چې د ۸۰۰ کالو زوړ د سروزرو په رنګ کې يو ګنبد لري، په يو عرس کې ګډون وکړو چې د قربانيانو سره خپل یووالی څرګند کړي او د هر ډول دیني عبادت لپاره زغم ته وده ورکړي.

د ۲۰۱۵ کال يو تصوير د کراچۍ مذهبي عالمان ښيي چې په صوفي مزارونو باندې د بریدونو خلاف احتجاج کوي. د مختلفو منع شويو ډلو، لکه تحریک طالبان پاکستان او لشکر جهنګوي، وسله والو ګن شمير ځله په پاکستان کې صوفي مزارونه په نښه کړي دي. [ضیاء الرحمان]

د ۲۰۱۵ کال يو تصوير د کراچۍ مذهبي عالمان ښيي چې په صوفي مزارونو باندې د بریدونو خلاف احتجاج کوي. د مختلفو منع شويو ډلو، لکه تحریک طالبان پاکستان او لشکر جهنګوي، وسله والو ګن شمير ځله په پاکستان کې صوفي مزارونه په نښه کړي دي. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پوليسو د فبرورۍ په ۲۰ مه ادعا وکړه چې د لشکر جهنګوي دوه وسله وال – فرقان بنګلزۍ او علي اکبر – یې د ګداپ په سیمه کې نیولي دي، چې دغه کسان په ښکاره توګه په سيهون مزار کې په ځانمرګي برید کې په مرسته کولو کې ښکیل وو. [ضیاء الرحمان]

د کراچۍ پوليسو د فبرورۍ په ۲۰ مه ادعا وکړه چې د لشکر جهنګوي دوه وسله وال – فرقان بنګلزۍ او علي اکبر – یې د ګداپ په سیمه کې نیولي دي، چې دغه کسان په ښکاره توګه په سيهون مزار کې په ځانمرګي برید کې په مرسته کولو کې ښکیل وو. [ضیاء الرحمان]

فردوس کهوکهر، چې د قلندر یوه مريده ده او د سيند صوبې په شاهداکوټ کې د کهوکهر اوسيدونکي ده، د خپلو دریو ماشومانو سره د قلندر په مزار کې موجود وه کله چې بريد کوونکي ځان ته چاودنه ورکړه.

د هغې دوه زامن -- کاشف او زاهد -- ووژل شول، په داسې حال کې چې هغه او د هغې لور آسیا سخته ژوبل شوه.

د کهوکهر لپاره، د قلندر مزار د آرام سرچينه ده او دا هغه ځای دی چیرې چې هغه د خپلو زامنو له لاسه ورکولو لپاره ذهني سکون موندلې شي.

هغې وويل، "تېر کال، زما مېړه هڅه وکړه چې ما هلته کې د تلو نه منع کړي، خو زه له خپلې لور سره لاړم، ځکه چې دا هغه ځای دی چيرې چې ما خپل دواړه زامن له لاسه ورکړي ول."

کهوکهر وويل، د چاودنې په دویمه کلیزه، هغې بیا د دغه زيارت څخه لیدنه وکړه. "زموږ ژوند او مرګ د صوفي قلندر سره دي."

زغم او اجتماعیت ته وده ورکول

شيما کيرماني، چې په کراچۍ کي يوه رقاصه او فعاله ده، د خپل ګډا ټیم سره سيهون ته راغله چې د مذهبي مريدانو سره دهمال ترسره کړي او د چاودنې کليزه ولمانځي.

په نارنجي رنګ جامو کې، چې د صوفيانو د جامو استازيتوب کوي، کيرماني د مزار په ودانۍ کې ګډا کوي، په داسې حال کې چې د سيند د کلیو څخه د سندرغاړو یوه ډله د صوفي قلندر ستاینه کوي.

کيرماني، چې په کراچۍ کې د ښځو د حقونو د ډلې، تحريک نسواں، مشري کوي، وويل، د هغې د ګډا موخه زغم او اجتماعیت ته وده ورکول دي.

دا د هغې سيهون ته لومړی سفر نه و. هغې دغه ورته ګډا په ۲۰۱۷ کال کې د برید نه درې ورځې وروسته کړې وه.

کيرماني پاکستان فارورډ ته وویل، "د بلې کلیزې انتظام کول او لمانځلو موخه دا ده چې د هغه وسله والو ډلو پر وړاندې خپل مقاومت څرګند کړو چې په جوماتونو او د عبادت په ځایونو کي چاودنې ترسره کوي."

هغې وویل، "د دې ډول فعالیتونو اصلي موخه مزارونه پياوړي کول دي چې د مذهبي او بين المذاهب هم آهنګۍ لپاره د يو فليټ فارم په توګه کار وکړي."

د کيرماني له مخې، تحريک نسواں پلان لري چې په صوبو کې نورو مزارونو او مذهبي مرکزونو لکه سدهو بيلا، د بهګت کنور رام اشرم، بدها لال فقير درګاه او د سچل سرمست مزار ته خپل فعاليتونه وغځوي.

کيرماني وويل، "داسې مقدس ځايونه تل د ټولو عقيدو پيروکارانو لپاره شتون لري، چې له آزادۍ او هم آهنګۍ سره يې ليدنه وکړي."

کيرماني وویل، د دهمال ګډاکوونکو موسيقي او د ګینګړي اواز تل د انسانیت د صوفي روايت، د بين المذاهب، او د ټولنې زغم او سولې او همداراز په ټولنه کې یووالي ته د وده ورکولو يوه برخه پاتې شوې ده.

هغې وويل، د دې عقيدو څخه د ترهګرو نفرت د دغه چاودنې لامل وګرځيدو.

هغې زياته کړه، "په ۲۰۱۷ کال کې په مستقيمه توګه په دې فلسفه باندې بريد وکړی شو، او اوس موږ ټول بايد يوځاى کار وکړو چې دغه فلسفه بېرته ترلاسه کړو، ساتنه يې وکړو، خوندي يې کړو او وده ورته ورکړو."

ګرفتارۍ روانې دي

په عین حال کې، پولیس خپلو تحقیقاتو ته دوام ورکړی دی.

په کراچۍ کې پوليسو د فبرورۍ په ۲۰ مه وويل چې دوی د لشکر جهنګوي دوه وسله وال په ګداپ سيمه کې نیولي دي چې د فرقان بنګلزۍ او علي اکبر په نوم پيژندل شوي دي. دوی په سيهون مزار کې په چاودنه کې په مرسته برابرولو کې تورن ول.

پوليسو وويل چې دوی يو مهم شکمن کس نادر علي جاکراني، چې د مرشد په نامه ياديږي، په نومبر ۲۰۱۷ کال کې د چاودونو په تړاو ونيولو.

وسله وال، چې د مختلفو منع شويو ډلو، لکه تحریک طالبان پاکستان او لشکر جهنګوي سره تړاو لري، ګڼ شمير ځله په پاکستان کې صوفي مزارونه په نښه کړي دي.

عبدل ماجد باقي، چې په لاهور کې يو صوفي څیړونکی دی، وويل، هغه وسله وال، چې په زيارتونو او نورو کلتوري ځايونو باندې برید کوي، هڅه کوي چې خپل ځان مشروع ثابت کړي او وايي چې داسې تباهي د نوي کلتور او شناخت جوړولو لپاره اړینه ده.

هغه زياته کړه، داسې افراطيان اکثر د هغې فلسفې تعقيب کوي چې د صوفي اسلام سره په ټکر کې وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500