د ښځو حقوق

يوه ويب پاڼه د ښځو سره مرسته کوي چې د کار او په عامو ځايونو کې د جنسي ځورونې په اړه راپور ورکړي

د جاويد خان لخوا

زده کونکي په تير سپتمبر کې د وقفې نه وروسته پیښور يونيورسټۍ ته راځي. د پاکستان حکومت او د ښځو د حقوقو فعالین هڅه کوي چې د هغو ښځو مقام لوړ کړي او هغوی ته قانوني مرسته ورکړي کومې چې د کار په ځایونو او تعلیمي موسسو او عامه ځایونو کې د ځورونې سره مخامخ شوي وي. [جاوید خان]

زده کونکي په تير سپتمبر کې د وقفې نه وروسته پیښور يونيورسټۍ ته راځي. د پاکستان حکومت او د ښځو د حقوقو فعالین هڅه کوي چې د هغو ښځو مقام لوړ کړي او هغوی ته قانوني مرسته ورکړي کومې چې د کار په ځایونو او تعلیمي موسسو او عامه ځایونو کې د ځورونې سره مخامخ شوي وي. [جاوید خان]

پیښور -- هغه پاکستانۍ ښځې چې د کار یا په عامه ځایونو کې د جنسي ځورونې په اړه قانوني مشوره او مشاورت غواړي، اوس کولی شي چې د غه سرچینو ته انلاین لاسرسی ترلاسه کړي.

د اب اور نهيں ویب پاڼه (https://abaurnahin.pk/)، چې په لاهور کې د ډیجیټل حقوق بنسټ (ډي آر ايف) لخوا پيل شوي ده، د ښځو او وکیلانو او مشاورینو ترمنځ په وړيا توګه رابطه رامنځته کوي.

تراوسه پورې، په دې پورټل کې د ټول هيواد نه، د ۲۶ ښځينه وکيلانو په شمول، ۴۲ وکیلان شامل دي. تمه کیږي چې د وکیلانو او مشاورینو شمیر به زیات شي.

د ډي آر ايف ايګزيکيټو ډايريکټرې نګهت داد پاکستان فارورډ ته د فبرورۍ په ۱۹ مه وویل، "دا پورټل د هغه ښځو لپاره پيل کړی شوې کومې چې د جنس په بنياد د تاوتريخوالي او ځورنې په حالت کې حقوقي مرستې او نفسياتي مشاورت غواړي."

هغې وویل، دا ویب پاڼه د ځورنې قربانيان د سرچینو سره لينک کوي څو دوی هغه مرستې ترلاسه کړي چې دوی ورته اړتیا لري او د تاوتریخوالي او ناوړه چلند سره مبارزه وکړي.

هغې وویل، "ګڼ شمير ښځې په ټوله نړۍ کې د "مي ټو" کمپاين په رڼا کې مخې ته راځي چې د ناوړه چلند او ځورنې په اړه خپلې شخصي تجربې شریکې کړي."

داد وویل چې د #مي ټو تحريک په ټوله نړۍ او پاکستان کې د میرمنو د ځورونې رښتینې کچه ښودلې ده.

هغې وويل، "پکار ده چې اداري مرستې او سرچينې دواړه د ځورنې قربانيانو ته نفسياتي روغتيا او قانوني ملاتړ چمتو کړي."

د پوهاوي کچه لوړول

د پاکستان سپریم کورټ جسټس شیخ عظمت سعید د فبرورۍ په ۱۳ مه د اوریدنې په ترڅ کې وفاقي حکومت او اړوندو ولایتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې يو ميکانيزم جوړ کړي چې د ښځو لپاره د ځورونکو په وړاندې شکايتونه ثبت کول آسان کړي.

د نيوز انټرنيشنل له مخې، هغه وویل، "موږ باید شرم ولرو که چیرې موږ د کار په ځایونو کې ښځې د ځورولو نه په ژغورلو کې پاتې راشو."

په پیښور کې یو ژوناليسټ رفعت الله وویل، "قانوني ملاتړ او نفسياتي مشاورت ورکول په دفترونو او عامه ځایونو کې د ځورونې د قربانيانو سره د مرستې لپاره خورا ښه هڅه ده."

هغه وویل، پکار ده چې پوهاوي رامنځته کړی شي ځکه چې ګڼ شمير خلک د ښځو ځورونه جرم نه ګڼي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ بايد سخت قوانين او د خلکو په منځ کې پوهاوې ولرو څو هيڅوک ښځينه همکارانې او هغه ښځې ونه ځوري کومې چې سوداګريزو مرکزونو، پارکونو او يا نور ځايونو ته راځي."

هما اورنګزیب، چې په پيښور کې په يو پرايويټ سکول کې استاده او د دوو ماشومانو مور ده، وویل، "عموماََ ښځې په عامه یا په دفترونو کې د ځورونې د کيسونو په اړه راپور نه ورکوي." "خو اوس د يو پورټل په شکل کې د مناسب فورم ترلاسه کولو وروسته، ډیری ښځې به د دې پیښو په اړه راپور ورکړي."

هغې وويل، پاکستان له پکار ده چې داسې ډیر خدمتونه ولري لکه څنګه چې اب اور نهيں وړاندې کړي دي چې په ټولنه کې د ځورونې مخه ونیسياو ښځې وهڅوي چې د داسې پيښو په اړه راپورونه ورکړي.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "ډیری پیښې په عامه ځایونو کې رامنځته کيږي، خو دا په ټولنه کې د منلو وړ نه ده که چيرې يوه ښځه احتجاج وکړي یا په سوداګريز مرکز یا په بل ځای کې د چا د مخه نیولو هڅه وکړي."

آمينه رضا، چې په پیښور کې د درملو جوړونکي لپاره کار کوي، وړانديز وکړو، حکومت او سیمه ایزي ادارې باید په عامه ځایونو کې ساين بورډونه او نوټسونه نصب کړي چې خلکو ته خبر ورکړي چې ښځو ته کتل، هغوی ته نژدې کيدل یا د ښځو بل ډول ځورونې سره به په سختۍ چلند وشي.

هغې پاکستان فارورډ ته وويل، "د دې موضوع په اړه سخت قوانين او تعليم او پوهاوي په عامو ځايونو کې وضعيت ښه کولی شي."

د ځورنې په وړاندې پرمختګ

د سپتمبر په میاشت کې، چارواکو د جنسي ځورونې په هغه کيس کې ګام پورته کړو کوم چې په حيات آباد کې د ګردو د بيمارو په اداره (آی کی ډي) کې د يوې هيډ نرس لخوا راپور شوی و.

سیمه ییز کمشنر بشیر احمد خان د آی کی ډي ايډيشنل ډايريکټر ۲۵۰،۰۰۰ روپۍ (۱،۷۸۸ آمريکايي ډالره) جرمانه کړو او د هغه په تنخوا کې يې کلنيز زياتوالی ودرولو. دغه ډاکتر په فزیکي توګه د ښځینه نرسانو په ځورنه او د دغه نرس خلاف په ناوړه الفاظو کارولو کې تورن و.

په تير دسمبر کې، په سيند کې يو محتسب په کراچي يونيورسټۍ کې د يوې ښځينه زده کونکي د ځورنې له کبله د يو ليکچرار د ډيوټۍ نه د لرې کولو سپارښتنه کړې وه.

په عین وخت کې، د خیبر پختونخواه (کی پي) حکومت د جنورۍ په ۲ مه لومړۍ ښځینه محتسبه وټاکله، چې دا د ښځو د ځورنې مسلې ته د اهميت ورکولو په لور يو ګام ګڼل کيږي.

د خيبر پښتونخواه حکومت رخشنده ناز د کار په ځايونو کې د ښځو په وړاندې د ځورنې قانون (ترميم) ۲۰۱۸ مطابق وټاکله. ناز د دريو لسيزو راهيسې د ښځو او بشري حقوقو د فعالې په توګه کار کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500