امنیت

ایران هڅه کوي چې په آی آر جي سي باندې د ترورسيتي برید پړه پر پاکستان واچوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

د ایران ماتم کوونکي د فبرورۍ په ۱۶ مه په اسفهان کې د جنازې لپاره راټول شوي او يو بينر لري چې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د هغه غړو انځورونه لري چې د فبرورۍ په ۱۳ مه په ځانمرګي برید کې وژل شوي ول، چې جیش العدل يې ادعا کړې وه. [عطا کیناري/ای ايف پي]

د ایران ماتم کوونکي د فبرورۍ په ۱۶ مه په اسفهان کې د جنازې لپاره راټول شوي او يو بينر لري چې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) د هغه غړو انځورونه لري چې د فبرورۍ په ۱۳ مه په ځانمرګي برید کې وژل شوي ول، چې جیش العدل يې ادعا کړې وه. [عطا کیناري/ای ايف پي]

کويټه -- پاکستاني چارواکي او کتونکي وايي، ایران يو وروستی ځانمرګی برید، چې د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) ۲۷ غړي په کې وژل شوي ول، د دې لپاره کاروي چې د پاکستان سره تاوتریخوالی زيات کړي.

ای ايف پي راپور ورکړو چې د فبرورۍ په ۱۳ مه یو ځانمرګي بریدګر د سيستان بلوچستان په سويلي سيمه کې د چاودیدونکو توکو نه ډک ګاډی د هغه بس سره وجنګوو چې د آی آر جي سي سرتیري يې وړل.

د ایران تروریستي ډلې جیش العدل د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه اخيستې و.

د ايران خبري اژانس تسنيم راپور ورکړو چې د آی آر جي سي د ځمکنیو ځواکونو قوماندان بريګيډير جنرل محمد پاکپور د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۹ مه) وویل چې ځانمرګی برید کوونکی د پاکستان څخه دی.

د جیش العدل غړي د تير اکتوبر په میاشت کې په يو خپور شوي عکس کې ښودل شوي دي. [فايل]

د جیش العدل غړي د تير اکتوبر په میاشت کې په يو خپور شوي عکس کې ښودل شوي دي. [فايل]

هغه وويل، د وسله والې ډلې يو بل غړی چې بريد يې پلان کړی و، هم پاکستانی و.

د آی آر جي سي کمانډر اين چيف ميجر جنرل محمد علي جعفري مخکې ترهګرو ته د پناه ورکولو له کبله د پاکستان په پوځ او د استخباراتو په ادارې تور لګولی و.

جعفري د فبرورۍ په ۱۶ مه په اسفهان کې د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې راټول شوي کسانو ته وويل، "د پاکستان حکومت باید د دغو ترهګريزو ډلو د ساتلو قیمت ورکړي، او دا بیه به بې له شکه لوړه وي."

جیش العدل، چې په ۲۰۱۲ کال کې جوړ شوی و، د سني افراطي ډلې جندالله یو جانشين سازمان دی چې په وروستیو کلونو کې یې په ځانګړي توګه په سيستان بلوچستان صوبه کې د ایران په امنیتي ځواکونو ګڼ شمير بریدونه ترسره کړي دي.

پاکستان د ایران د امنیت د ناکامۍ لپاره مسؤل نه دی

محمد نويد، چې په اسلام آباد کې د دفاع وزارت یو سينير چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان د ایران د داخلي امنیتي ناکامۍ مسؤل نه دی -- د پاکستان په وړاندې د ثبوتونو نه بغير ټول تورونه دوه اړخیزو اړیکو ته د زیان رسولو لپاره يوه هڅه ده."

هغه وويل، "يوې ايراني وسله والې ډلې په سهيل ختيځ ايران کې د وروستي بريد ادعا کړې ده." "دا تور چې جیش العدل وسله وال په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري، يوه بې بنسټه ادعا ده، او ایران لا تر اوسه د دې جواز ورکولو لپاره پاکستان ته څه عملي ثبوتونه نه دي ورکړي."

نويد وویل چې سرحد خوندي ساتل یو ګډ مسولیت دی. هغه زياته کړه، "زموږ ځواکونه په سرحدي سيمو کې د مناسب امنیت په ټینګولو کې خورا چمتو دي، نو ځکه، ایران -- د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان د اچولو پر ځای -- باید په خپله سيمه کې غیرقانوني تګ راتګ کنټرول کړي."

هغه وويل، "زموږ د بهرنيو چارو وزارت دا مسله په سفارتي چینلونو په جدي توګه اخلي، او ايران ته په واضح ډول يو پيغام استول شوی چې دا بې بنسټه تورونه اړیکو ته زيان رسوي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د فبرورۍ په ۱۷ مه خپل سيال، محمد جاويد ظريف، چې د ايران د بهرنيو چارو وزير دی، ته په ټيليفون وويل، پاکستان دې ته چمتو دی چې په ګډه د بريد پلټنه وکړي.

جنرل (ريټايرډ) عبدل قادر بلوچ، چې کورپس کمانډر او د بلوچستان ګورنر پاتې شوی دی، وويل، "د فبرورۍ په ۱۳ مه د حملې په اړه د ایران غبرګون ډير غير زمه دارانه دی او د پاکستان په څیر د يو ګاونډي په وړاندې ډير سخت دی، چې تل يې د ایران سره مرسته کړې ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ایران په پاکستان باندې د ثبوت نه بغير د تور لګولو له لارې د خپل جرم ثبوت وړاندې کوي."

هغه وويل، "د پاکستان په وړاندې د ايران وروستۍ افسانه، د مخکې په شان، ايراني چارواکو د فبرورۍ په ۱۳ مه د بريد لپاره په سعودي عرب او متحده عرب اماراتو تور ولګولو، او اوس يې په مستقيم ډول په پاکستان تور لګولی دی."

هغه وويل، "ايران په بنيادي ډول له سعودي عرب سره د پاکستان اړيکي د يو ګواښ په توګه ګڼي، نو له دې امله يې د تور لګولو لوبه پيل کړې ده."

د ایراني پاليسو ناکامي

په کويټه کې د استخباراتو یو سينير چارواکي پاکستان فارورډ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "ایران په دې وروستيو کې د متحده ایالاتو د اقتصادي بندیزونو او د خپلو خلکو د فشار له کبله د يو لوی بحران سره مخ دی او له همدې کبله په پاکستان باندې تور لګوي."

هغه وويل، "جیش العدل په ایران کې يو وسله وال سازمان دی، او دا لومړی ځل نه دی چې دې ډلې د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی." "د ایران لخوا دا ګروپ له پاکستان سره تړل، په اصلي توګه د ایران د پالیسو تولید دی."

هغه وویل چې ایراني رژیم باید خپل ناکام امنیتي میکانیزمونه وڅیړي، کوم چې د دې په سيمه کې د اورپکۍ سره مرسته کوي.

چارواکي وايي، "د پولې خوندي کول يو ګډ مسؤلیت دی، او نن چې ایران څه کوي، دا د هغې د ناکامۍ پایله ده."

حسن عسکري رضوي، چې د پاکستان د دفاع او امنیت یو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "ایران مخکې په خپله خاوره باندې د وسله والو د شتون له کبله په پاکستان باندې ګڼ شمير تورونه لګولي ول." "که څه هم، دا تازه ادعا ډیره جدي ده او د پاکستان لخوا نتيجه خيز غبرګون ته اړتیا لري."

په سوریه، عراق او د سیمې په نورو هیوادونو کې د آی آر جي سي ملاتړي فاطمیون ډویژن او زینبيون بريګيډ له لارې په جګړه کې د ايران ښکيلتيا د دې د سولې او غیر مداخلت رسمي موقف خلاف خبره ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا هندوستان یا بل هیواد دی چې نه غواړي د مسلمانانو ورورولي وګوري. دا نه غواړي چې افغانستان، ایران او پاکستان متحد شي.

ځواب

پاکستان یقیناََ مسول نه دی ایران باید د امنیت ښه تدبیر ونيسي.

ځواب

پاکستان مسول نه دی. د دې پرځای ایران تل په پاکستان کې د هند د ترهګرۍ لپاره په لاره هوارولو کې ښکيل دی. ایران هیڅکله د پاکستان معتبر ملګری نه دی پاتې شوی. دوی تل د هند لپاره نرم ځای لري

ځواب

پاکستان هیڅکله په دې ډول فعالیتونو کې ښکيل نه دی. دا زموږ دښمنان دي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ ورورولي نه وغواړي.

ځواب

ته چې څوک د جهنم د اور نه بچ کوې، هغه تا ګمراه کوي.

ځواب

بالکل صحیح !!!! ایران باید د داسې چلند نه ډډه وکړي

ځواب