اقتصاد

خیبر پښتونخواه 'د ټولو لپاره ميوه' په نوم په يو کمپاين کې د مالټې بوټې نالوي

د دانش يوسفزۍ لخوا

د خیبر پښتونخواه ګورنر شاه فرمان د جنورۍ په ۳۱ مه په پیښور کې د مالټې ونې نالوي. [دانش یوسفزۍ]

د خیبر پښتونخواه ګورنر شاه فرمان د جنورۍ په ۳۱ مه په پیښور کې د مالټې ونې نالوي. [دانش یوسفزۍ]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه (کی پي) ګورنر شاه فرمان د جنورۍ په ۳۱ په رسمي ډول د "ټولو لپاره میوه" کمپاين پرانيسته وکړه او د پېښور په اوسیدونکي سیمه کې يې د مالټې ونه ناله کړه.

شاه په یو بیان کې وویل چې د دې کمپاين موخه د ميوو په تولید کې خیبرپښتونخواه ځان بسیا کول، د ماشومانو د خوراک ضروريات پوره کول او ميوو ته د عامو خلکو لاسرسي برابرول دي.

د دې کمپاين لاندې، د دې کال په پای کې به په ټوله صوبه کې پنځه میلیونه د مالټو بوټي نال شي. ګډونوالو په لومړۍ ورځ په حيات آباد کې د ۲۵۰ نه زياتې ونې وکرلې.

په خيبر پښتونخواه کې د اين بي پي سیمه ایزه مشره صايمه رحیم پاکستان فارورډ ته وویل، د پاکستان ملي بينک (اين بي پي) د "ټولو لپاره میوه" کمپاين لپاره بوټي برابروي.

ګډونوالو د جنورۍ په ۳۱ مه "د ټولو لپاره ميوه" په نامه د کمپاين په لومړي ورځ په حیات آباد کې له ۲۵۰ نه زیات د مالټو ونې نالې کړي. [دانش یوسفزۍ]

ګډونوالو د جنورۍ په ۳۱ مه "د ټولو لپاره ميوه" په نامه د کمپاين په لومړي ورځ په حیات آباد کې له ۲۵۰ نه زیات د مالټو ونې نالې کړي. [دانش یوسفزۍ]

د هر هغه ادارې لپاره ونې چې غوښتنه يې کوي

هغې وويل، دا پروګرام بې ساري دی ځکه چې دا به د ميوو ونې مختلفو سرکاري، نيم سرکاري او پرايويټ موسسو ته د هغوی د غوښتنو مطابق چمتو کړي.

هغې زیاته کړه چې د ونو کرلو کمپاين به جاري وي تر څو چې هدف نه وي ترلاسه شوی، هیله ده چې د کال د پای پورې به دا هدف ترلاسه شي.

هغې وويل، "حکومت پلان لري چې په ټوله صوبه کې، د پخوانۍ فاټا په ګډون، پنځه مليونه ميوه لرونکي بوټي وکري."

صایمې وويل، "[اين بي پي] په بشپړ ډول په دې ښه کار کې د حکومت ملاتړ کوي." "ډېر ژر به دا حکومت ته توان ورکړي چې خلکو ته د دوی په دروازو کې ښه میوه چمتو کړي."

سيد عامر حسين، چې د ګورنر وياند دی، پاکستان فارورډ ته وويل، يوه ځانګړي کميټي جوړه شوې چې د بوټو څارنه او ساتنه وکړي او په خيبرپښتونخواه او نوي ضم شويو قبايلي ضلعو کې د ميوو د بوټو کرلو لپاره مختلف ځايونه په ګوته کړي.

هغه زياته کړه، "د خیبرپښتونخواه د زراعت اداره به د تخمونو او بوټو کیفیت او جغرافيايي امکانات يقيني کړي."

حسين وويل چې دا اداره هڅه کوي چې په هغو سيمو کې ونې وکري چې خلک ورته لاسرسی لري.

هغه وويل، د پوهاوې کمپاين هم روان دی چې عام وګړي د دې کمپاين په اړه خبر کړي او دوی وهڅوي چې د بوټو ساتنه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډير ښه

ځواب