جرم او انصاف

د خیبرپښتونخوا په یوه مسوده کې هڅه کیږي چې خیراتي ادارې تر قانون لاندې راولي او د ترهګرۍ لپاره د چندو د غلط استعمال مخه ونیسي

د اشفاق يوسفزئ لخوا

په پیښور کې یو سړی د فبرورۍ په ۱۳ مه د خیرات لپاره د يو پوسټر مخې ته ولاړ دی. [اشفاق یوسفزۍ]

په پیښور کې یو سړی د فبرورۍ په ۱۳ مه د خیرات لپاره د يو پوسټر مخې ته ولاړ دی. [اشفاق یوسفزۍ]

پيښور -- يوه نوي مسوده، چې خيراتي ادارې به تر قانون لاندي راولي او دا به رجسټر کوي، د هغه خيراتي فنډونو د غلط استعمال په مخه نيولو کې مرسته وکړي کوم چې د ترهګرۍ او نورو جرمونو سره مالي مرسته کوي.

د خیبر پښتونخواه (کی پي) کابینې د فبرورۍ په ۷ مه د خيراتي ادارو قانون ۲۰۱۸ مسوده تصویب کړه. د قانون جوړيدو نه مخکې، صوبايي اسمبلي باید دا مسوده تصویب کړي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، دا وړاندیز شوی قانون به د ټولو خيراتي ادارو رجسټر کول ضروری وګرځوي څو د قانون پلي کونکو ادارو سره مرسته وکړي چې د هغو ډلو تعقيب وکړي کوم چې د ترهګرۍ په تمویل او کرپشن کې ښکیل دي، او همدارنګه د دریو نه تر پنځو کسانو يو کمیشن جوړ کړي چې د خيراتي ادارو لخوا د چندو راټولولو د نظارت او څارنې مسوولیت لري.

دا کمیسشن به دنده ولري چې د خيراتي ادارو يو رجسټر وساتي چې په هغې کې به د دغو ادارو د موخو، د عايدو سرچینې يا سرچینو، او د هغوی د لګښتونو ماهیت" په اړه معلومات موجود وي او هغوی به دا توان ولري چي د خیراتي اداري رجسټريشن رد کړي.

سړي د فبرورۍ په ۱۳ مه په پیښور کې د يو جومات مخې ته يو خیراتي صندوق ته نږدې تيريږي. [اشفاق یوسفزۍ]

سړي د فبرورۍ په ۱۳ مه په پیښور کې د يو جومات مخې ته يو خیراتي صندوق ته نږدې تيريږي. [اشفاق یوسفزۍ]

خيراتي ادارو له به پکار وي چي د خپل عملیاتو په څارنه کې د مرستې لپاره یو معتمد وټاکي. هغه کسان چې د دې کار په ترسره کولو کې پاتې راشي، نو کيدې شي چې کمیشن د هغوی لپاره یو تن وټاکي.

دا قانون حکومت ته واک ورکوي چې د يو سازمان لخوا د فنډونو د غلط استعمال په اړه د تورونو تحقيق وکړي او انضباطي اقدامات وکړي. د دې قانون د ماتولو په سزاګانو کې شپږ مياشتي جيل يا د يو لاک روپۍ (۷۱۵ آمريکايي ډالره) جرمانه شامل دي.

د ترهګرۍ په وړاندې يو اقدام

خادم حسين، چې په پېښور کې يو سیاسي شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، دا اقدام به د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د خیراتي ادارو امور تر قانون لاندې راولي.

هغه وويل، "په سلګونه موسسې په بنيادي کچه فعاليت کوي او د عام بهبود لپاره پيسې راټولوي، خو هيڅوک د هغه پيسو حساب کتاب نه کوي چې دوی يې ترلاسه کوي."

د خیبر پښتونخواه د اطلاعاتو وزیر شوکت علی یوسفزۍ پاکستان فارورډ ته وویل، په صوبه کې به د ډیرو موسسو، چې له مخکې نه د مختلفو قوانينو لاندې رجسټر شوي دي، به بيا په سختۍ سره کره کتنه وشي.

نوی قانون اړین و چې د بنسټیزو ډلو د بسپنې راټولولو مخه ونيسي، لکه څنګه چې د عمل ملي پلان غوښتنه کړې وه، چې د ترهګرۍ د تمویل د کمولو امر کوي.

تیر کال، پاکستان د هغه ۷۲ ادارو او افرادو د بينک اکاونټونه منجمد کړل په کومو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ترهګريزو ډلو سره د اړیکو تورونو په تور بنديز لګولی و.

هغه وويل، "موږ غواړو چې د وضعیت په کلکه څارنه وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې چندې هغه کسان ترلاسه نه کړي چې په ترهګرۍ کې ښکيل دي."

سخت قوانین او پوهاوي رامنځته کول پکار دي

عبدالرحمان، په چې په مردان کې په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې يو سياسي کارپوه دی، وويل، اوس مهال، ډېرې خيراتي ادارې د څارنې پرته کار کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "ځینې د روغتیایی پاملرنې په نوم، ځينې د ښځو د حقونو لپاره او غریبانو سره د مرستې لپاره چندې ترلاسه کوي... پکار ده چې د دوی د فنډونو د سرچینو پلټنه وشي."

هغه وویل چې د پوهاوې کمپاین باید خلکو ته د چندې ورکولو نه مخکې د خیراتي ادارو د معلوماتو تصدیق وکړي.

هغه وويل، "دا یو ښه ګام دی چې دا قانون له مخکې نه د رجسټر شويو سازمانونو بیا رجسټر کول يقيني کوي." هغه زیاته کړه، دا به چارواکو ته واک ورکړي څو دا يقيني کړي چي د دغه خیراتي ادارې په مناسبه توګه پلټنه وشي او غیر رجسټر شوې ډلې د چندو راټولولو نه منع کړي.

د عوامي نیشنل پارټۍ سيکريټري جنرل، میاں افتخار حسین، وویل، وړاندیز شوی قانون به د ترهګرو دا وړتیا ختمه کړي چې د کمزوري قوانینو نه ګټه پورته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "پاکستان د ترهګرو په لاس خورا زیان ترلاسه کړی دی، او موږ سختو قوانینو ته اړتیا لرو څو دا يقيني کړو چې دوی په محکمو کې سزا ترلاسه کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شاباش!

ځواب