تکنالوژي

فیسبوک هغه جعلي ایراني حسابونه چې افغانستان او پاکستان یې په نښه کول له منځه وېوړل

سلام ټایمز

د فیسبوک له خوا د «غیرمؤثق چلند» څېړنې د سلواغې په ۱۱مه څرګنده کړه چې ایراني فعالانو داسې یوه د دروغو کیسه پست کړې وه چې ادعا یې کوله چې طالبانو په افغانستان کې د «واورې راشي» څخه ژوندي پاتې کسان ژغورلي دي. [فیسبوک]

د فیسبوک له خوا د «غیرمؤثق چلند» څېړنې د سلواغې په ۱۱مه څرګنده کړه چې ایراني فعالانو داسې یوه د دروغو کیسه پست کړې وه چې ادعا یې کوله چې طالبانو په افغانستان کې د «واورې راشي» څخه ژوندي پاتې کسان ژغورلي دي. [فیسبوک]

سان فرانسېسکو -- فیسبوک هغه ۷۸۳ پاڼې، ګروپونه او حسابونه له منځه وړي چې د ایران له خوا د غلطو معلوماتو برخه ول او د پاکستان او افغانستان په شمول په لسګونو هېوادونه یې په نښه کول.

فیسبوک د سلواغې په ۱۱مه اعلان وکړ، چې په «غیرمؤثق چلند» کې ۲۶۲ پاڼې، ۳۵۶ حسابونه او ۳ ګروپونه په فیسبوک په کې شامل ول، او ۱۶۲ حسابونه په انسټاګرام موجود ول.

په فیسبوک کې د انټرنټي امنیت خوندي کولو د څانګې رییس، نتاني یل ګلیجر، وویل چې دغه پاڼې د داسې یوه کمپاین برخه وې چې غوښتل یې د جعلي فیسبوک یا انسټاګرام هویتونو په وسیله په بېلابېلو هېوادونو کې ایراني ګټو ته وده ورکړي.

هغه وویل، هغو کسانو، چې دا حسابونه او پاڼې یې چلول، «معمولاً ځانونه د محلي خلکو په نومونو ښودل، چې اکثر به یې جعلي حسابونه کارول، او په روانو حالاتو به یې خبري راپورونه خپرول»، او زیاته یې کړه چې د حسابونو او پاڼو مالکانو هڅه کوله چې خپل هویتونه پټ وساتي.

ګلیجر خبریالانو ته وویل، «مونږ کولی شو ثابته کړو چې د دې محتویاتو سرچینه له ایران څخه وه، چې په ایران کې د فعالانو له خوا کنټرولېدله، او اکثر محتویات د ایران د دولتي رسنیو له خوا بیا خپرول کېدل،»

هغه وویل، «مونږ په داسې موقف کې نه یو چې مستقیماً ادعا وکړو چې په دې قضیه کې کوم فعال لاس درلود،»

فیسبوک په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوې پاڼې خواوشا دوه میلیونه تعقیبوونکي لرل، یوه ګروپ خواوشا ۱۶۰۰ غړي او د انسټاګرام یوه حساب له ۲۵۴۰۰۰ څخه ډېر تعقیبوونکي لرل.

ګلیجر په اعلامیه کې وویل، «دا فعالیت له ایران څخه رهبري کېده، چې په ځینې حالتونو کې یې د ایران د دولتي رسنیو محتویات بیا استعمالول، او په داسې همغږو غیرمؤثقو کارونو کې یې لاس درلود چې د نړۍ د بېلابېلو برخو خلک یې هدف ګرځول، او تر ډېره یې د منځني ختیځ او جنوبي اسیا خلک په نښه کول،»

د دغو تبلیغاتو له امله د افغانستان، البانیا، الجیریا، بحرین، مصر، فرانسې، جرمني، هندوستان، اندونیزیا، ایران، عراق، اسراییل، لیبیا، مکسیکو، مراکش، پاکستان، قطر، سعودي عربستان، سربیا، جنوبي افریقا، هسپانیا، سوډان، سوریې، تونس، متحده ایالاتو او یمن په شمول هېوادونه متاثر کېدل.

فیسبوک وویل، د دغو فعالیتونو له جملې څخه ځینې ان له ۲۰۱۰ کال څخه شوي دي.‌

د بدنیتۍ یوه نمونه

د ناوړه محتویاتو په برخه کې د فیسبوک څېړنه له طالب اورپکو څخه د ایران د ملاتړ او په افغانستان کې د لاسوهنې لا نور شواهد وړاندې کوي.

یو مثال چې فیسبوک وړاندې کړی، هغه د دروغو خبر دی چې په کې طالبان په افغانستان کې «د واوري راشي» څخه ژوندي پاتې کسانو ته نجات ورکوي.

دغه پست طالبانو ته د خلکو د ژوند د ژغورلو له امله د اتلولۍ مقام ورکوي، په داسې حال کې چې په حقیقت کې طالبانو په افغانستان کې له افغان حکومت سره په خپل خونړي جنګ کې په سلګونو ملکي خلک وژلي دي.

طالبانو د ایران د مادي او وسله وال ملاتړ په اساس جنګ ته دوام ورکړی، او دا داسې یو حقیقت دی چې تهران بالاخره تېر کال پرې اعتراف وکړ.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي، علي شمخاني، تایید کړه چې ایراني چارواکو د لیندۍ په میاشت کې له افغان طالبانو سره کتلي دي.‌

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور په اساس، هغه د ډسمبر په ۲۶مه وویل، «افغان حکومت ته له طالبانو سره د ترسره شویو ارتباط او خبرو په هکله معلومات ورکړل شوي، او دا پروسه به دوام ومومي،»

تسنیم په دې هکله څه نه دي ویلي چې دا خبرې چېرې ترسره شوي دي. تسنیم داسې رسنۍ ده چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ته نژدې بلل کیږي.

ایران، چې له افغانستان سره نژدې ۶۰۰ میله اوږد شریک سرحد لري، د ۱۷ کلنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره د بیا تازه شویو دپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې خپله لاسوهنه زیاتوي.

د ډسمبر په ۹ مه، افغان امنیتي ځواکونو له غزني څخه بهر د عملیاتو په ترڅ کې د وسلو یوه ذخیره وموندله چې ایران جوړ وسلې په کې وې.

د غزني ولایت امنیه قوماندان، غلام داود تره خېل، هغه وخت سلام ټایمز ته وویل، «ایران په وروستیو پېښو کې، چې په غزني کې یې ناامني جوړه کړه، ۱۰۰٪ ښکېل دی. دا ټول فعالیتونه د افغانستان په کورنیو چارو کې د ایران د ښکاره لاسوهنې روښانه نښې دي.»

د پکتیکا ولایت پخواني والي،‌ امین الله شارق، وویل، دا وسلې «ښیي چې ایران په دې کار کوي چې په افغانستان کې د جګړې ساحه پراخه کړي،»

ایراني تبلیغات

د فیسبوک دا ښکاره شوي معلومات لومړی ځل نه دی چې ایران په کې ښودل شوی دی.‌ ایران داسې ښودل کیږي چې داسې پروپاګند خپروي چې هدف یې په نړۍ وال عام نظر باندې نفوذ کول دي.‌

خواوشا دوه میاشتې مخکې، رویټرز له ۷۰ څخه ډېر داسې وېب سایټونه په ګوته کړل چې ایراني پروپاګند ۱۵ هېوادونو ته ور وړاندې کوي،‌ او په دې ډله کې درې د غلطو معلوماتو وېب سایټونه پاکستان او څلور یې افغانستان ته معلومات ور وړاندې کوي.

د لیندۍ د ۹ مې په دغه راپور کې راغلي، «دغه سایټونه ښیي چې څنګه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې سیاسي فعالان په ډېرېدونکي ډول غلط معلومات په آنلاین ډول خپروي چې د خلکو په نظریاتو باندې تاثیر وکړي،»

دغو سایټونو د خبرونو یوه ګډوله وړاندې کوله او داسې طرحه شوي ول چې د منظمو خبري او رسنیزو چینلونو په څېر ښکارېدل.‌

په مصر کې د الولید د مطالعاتو او ساحوي څېړنو مرکز کې د نویو رسنیو د ډیپارټمنټ رییس، ماذن ذکي، وویل، ایران د عصري مفاهمې ټکنالوجۍ څخه داسې ناوړه استفاده کوي او «د رسنیو د سیل داسې یوه پالیسي تعقیبوي چې د حقیقتونو په اړولو او بدلولو سره په غیر مستقیمو لارو نظریات خپروي».‌

هغه وویل، د اوازو په خپرولو سربېره، دا رسنیز چینلونه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ په هکله غلط معلومات خپروي، او د ګروپ د غټ ښودنې لپاره د دروغو د بریا خبرونه خپروي.

د ایران د 'سایبر ترهګرۍ' په وړاندې عمل

په پاکستان کې د ایران د پروپاګند هڅې -- چې چارواکي یې «سایبر تروریزم» بولي -- د خطر زنګونه راپورته کړي او هڅې پیل شوي چې د ایران له خوا د نا امنۍ او فرقه پالنې د تحریک په برخه کې د دغه هېواد مشکوکه ستراتیژي شنډه کړای شي.

په یوه قضیه کې، د یو بل لوېدیځ سهار /Another Western Dawn/ په نامه وېب سایټ، چې رویټرز موندلی وو، د یوه پاکستاني چارواکي له خولې لیکلي وو چې د اسراییلو پر ضد اتومي ګواښ صادروي.‌

په ۱۳۹۵ کال کې، دغه وېب سایټ داسې یو د دروغو راپور خپور کړ چې د پاکستان د وخت د دفاع وزیر خواجه آصف یې دې ته تحریک کړ چې د ټوېټر له لارې ګواښ وکړي چې پاکستان داسې اتومي وسلې لري چې اسراییل پرې ویجاړ کړي. کله چې رویټرز له هغه سره تماس ونیو، هغه وموندله چې دا کیسه د ایران د عملیاتو برخه وه.‌

آصف چې په ۱۳۹۷ کې یې حکومت پرېښود، وویل، «هغه یوه د زده کړې تجربه وه، خو یو څوک ویلی شي چې دا ډول کارونه پېښېږي، ځکه چې د دروغو خبرونه یو لوی شی دی. هغه داسې شی دی چې اوس یې هر څوک کولی شي، او هغه ډېر خطرناک دي.»

په اسلام اباد کې یوه جیګپوړي استخباراتي چارواکي، چې د دفاع وزارت په سایبر سیکیوریټي څانګه کې کار کوي، د ډسمبر په ۱۸مه پاکستان فارورډ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، «مونږ په هېواد کې د سایبر تروریزم په وړاندې د معاملې لپاره یوه هر اړخیزه او لرلید لرونکې ستراتیژي جوړه کړې ده،»

«هغه ټیمونه چې زمونږ په سایبر سیکیوریټي څانګه کې کار کوي، هغوی د هوښیار تایید او خبرتیا سیستم سره په تماس کې دي، او د پاکستان د مواصلاتو اداره هم دغو ټیمونو ته تخنیکي مرسته برابروي.»

هغه وویل، «د تېرو دوه کالو په ترڅ کې، مونږ د پاکستان ضد په سلګونو وېب سایټونه بلاک کړي او د ټولنیزو رسنیو د زرګونو حسابونو پر ضد لاس په کار شوي یو. دا ټولې هڅې د دې لپاره کیږي چې د ایران تبلیغات شنډ کړای شي، او زمونږ د ټولنیزو رسنیو ټیمونه له نژدې څخه ټول اړوند پلیټ فارمونه څاري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

شاباش! فيسبوک د ايران د جعلي اکاونټونو او د ايران د سايبر مجرمانو لخوا خپاره شوي د نفرت پلوه ستراتيژو د خپريدو په ځواب کې د ايران سايبر جرمونه په ګوته کوي او لرې کوي. مونږ په پاکستان کې د خپلو ماهرينو څخه مننه کوو چې د پاکستان، د نړۍ او د انسانيت خلاف د خطرناکو فعاليتونو خلاف مبارزه کوي. ايران له پکار ده چې په نړۍ باندې د تور لګولو پر ځای خپلو غلطو ته وګوري. فيسبوک، مهرباني وکړئ، په ټوله نړۍ کې د خلکو د خونديتوب لپاره دې عمل ته دوام ورکړئ، خو صحيح کاروونکو ته سزا مه ورکوئ.

ځواب