روغتیا

خان د صحت سهولت پروګرام د هیواد ترټولو بېوزلو وګړو ته غځوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان وزيراعظم عمران خان (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۴ مه په اسلام آباد کې د صحت انصاف کارډ ورکوي. [پاکستان تحریک انصاف]

د پاکستان وزيراعظم عمران خان (ګس اړخ ته) د فبرورۍ په ۴ مه په اسلام آباد کې د صحت انصاف کارډ ورکوي. [پاکستان تحریک انصاف]

اسلام آباد -- د ۸۰ ميليونو نه زيات پاکستانيان، چې د بې وزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي، به ژر تر ژره د روغتیايي پاملرنې پروګرام، چې وزيراعظم عمران خان پيل کړی دی، څخه ګټه پورته کړي.

د صحت سهولت پروګرام (ايس ايس پي) لاندې به نږدې ۱۰.۵ ميلیونه کورنۍ صحت انصاف کارډونه (ايس آی سيز) ترلاسه کړي چې دوی ته توان ورکړی چې له ۱۵۰ څخه زیاتو پرايويټ يا سرکاری هسپتالونو کې د ۷۲۰۰۰۰ پاکستانۍ روپو (۵،۱۶۰ آمريکايي ډالره) پورې وړیا علاج ترلاسه کړي.

هر کارډ لرونکی به هسپتال ته د تلو لپاره د ټرانسپورت د لګښتونو لپاره د ۱،۰۰۰ پاکستانۍ روپو (۷ آمريکايي ډالره) پورې پيسې ترلاسه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) حکومت په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کال کې په خیبر پښتونخواه (کی پي) کې دا پروګرام پیل کړو، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې په ټول هيواد کې د بشپړ واک ترلاسه کولو نه مخکې یې دغه صوبه تر کنټرول لاندې وه.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ په ۴ مه په اسلام آباد کې د صحت سهولت پروګرام پرانيسته کوي. [پاکستان تحریک انصاف]

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د فبرورۍ په ۴ مه په اسلام آباد کې د صحت سهولت پروګرام پرانيسته کوي. [پاکستان تحریک انصاف]

خان په اسلام آباد کې د فبرورۍ په ۴ مه (د دوشنبې په ورځ) د مراسمو په ترڅ کې وویل، دې پروګرام "د هغه بې وزلو پاکستانیانو په ژوند کې ډير بدلون راوستی دی" چې د علاج لوړه بیه نه شي برداشت کولی.

خان وويل، "څيړنې ښودلې ده چې زيات شمېر کورنۍ د ناروغۍ له امله د مالي ستونزو سره مخ دي." هغه زياته کړه، دا د هغو کورنيو لپاره مهمه ده چې د کورنۍ لګښتونو په پوره کولو کې د ستونزو سره مخ دي.

هغه وويل، "کله چې ناروغي وي، نو د هغوی ټول بجټ ګډوډ کيږي."

د خان په وینا، نږدې ۱۵ ميلیونه پاکستانیان به په راتلونکو دوو کلونو کې دا کارډونه ترلاسه کړي.

هغه وويل، "دا کارډونه به په اسلام آباد کې، بيا به زموږ په قبايلي سيمو او بيا به په ټول هېواد کې وويشل شي."

حکومت پلان لري چې په اسلام آباد او په پخوانۍ فاټا کې ټولو ۸۵،۰۰۰ کورنیو ته کارډونه چمتو کړي. دا پروګرام به په پنجاب او ګلګت بلتستان کې هم پيل شي.

د بریالیتوب نقل کول

عامر محمود کياني، چې د ملي روغتیا د خدماتو، مقرراتو او همغږۍ وزیر دی، پاکستان فارورډ ته وويل، په خیبرپښتونخواه کې د بریالیتوب وروسته، چې په دغه پروګرام کې يې په تيرو دوو کلونو کې ۵ میلیارده پاکستانۍ روپۍ (۳۶ میلیارده ډالره) خرچ کړې وې، دا په ټول هيواد کې پيل کيږي.

هغه وويل، ډیر ترلاسه کوونکي د درملنې لپاره پوره پیسې نه لري، خو دا نوي کارډونو به د هغو کسانو لپاره غوره روغتیايي خدمتونه يقيني کړي چې د دویمې او دریمې درجې پاملرنې مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

کیاني وویل، "موږ پلانونه جوړ کړي چې معذورانو او کونډو ښځو او همدارنګه هغه کسانو ته، چې په آرټس او ثقافت کې کار کوي، جديد سهولتونه چمتو کړو."

هغه وويل، "په پيل کې به موږ د دې پروګرام لپاره ۲۰ مليارده پاکستانۍ روپۍ (۱۴۰ ميليونه آمريکايي ډالره) مختص کړو، چې وروسته به زياتې شي."

هغه وويل، "موږ هغو کورنيو ته د روغتيايي پاملرنې د زياتو لګښتونو په وړاندې مالي مرسته چمتو کوو کوم چې د بيوزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي." هغه زياته کړه چې د کارډ لرونکي کورنۍ به له عزت سره وړيا او ښه روغتيايي پاملرنې ته لاسرسی ترلاسه کړي.

د کياني له مخې، يو شمير طبي او جراحي خدمات -- لکه د زړه سرجري، سټینټ، کیموتهیراپی، ریډيوتهیراپی، ډایلاسس، د زېږون پاملرنې او نور علاجونه -- په دې پروګرام کې شامل شوي دي.

هغه وویل، د بیمې يوه کمپنی به دا پروګرام د حکومت له طرفه پلي کړي.

ډاکټر طارق احمد، چې په خیبرپښتونخواه ايس ايس پي پروګرام کې پروجيکټ ډايريکټر دی، وویل، د خیبر پښتونخواه ايس ايس پي چارواکي له وفاقي حکومت سره مرسته کوي چې په ټول هيواد کې دا پروګرام پيل کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا پروګرام ډیر شفاف کړی شوی دی ځکه چې موږ به د کورنيو د غړو تعقيب د هغه معلوماتو له لارې کوو کوم چې ملي ډیټابیس او رجسټريشن ادارې چمتو کړی دی چې د صحت انصاف کارډ د غلط استعمال مخه ونيول شي."

د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو ايچ او) د پاکستان حکومت ته تخنیکي مرسته چمتو کوي چې په هیواد کې د روغتیايي پاملرنې تمویل په سمه لار واچوي.

د ډبليو ايچ او یو مشن د جنوری په ۸-۱۰ مه پاکستان ته راغی او د روغتیا او مالي ادارو د چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.

د ګڼ شمير خلکو لپاره رحمت

ایس ایس پي په جنورۍ ۲۰۱۶ کال کې د صوبايي حکومت لخوا د پروګرام له پیل راهیسې په خیبرپښتونخوا کې ۱۶۰،۰۰۰ ناروغانو ته وړیا علاج چمتو کړی دی.

په هغو کسانو کې چې دا مرستې ترلاسه کوي، د زړه ناروغان ٪۳۰، د ګايني بيمارو ښځې ٪۲۰، ماشومان ٪۱۵ او د عمومی جراحۍ ٪۱۴ ول، او پاتې نور په نورو ناروغيو کې اخته ول.

ګل حبيب، ۵۵ کلن، چې په مردان کې يو دوکاندار دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "ما ته په ۲۰۱۴ کال کې د زړه ډاکټرانو مشوره راکړې وه چې د زړه جراحي وکړه، خو دا ډېره ګرانه وه او دا ما نه شوه برداشت کولی."

د ایس ایس پي له پیل څخه وروسته، حبیب په ۲۰۱۶ کال کې په پېښور کې لیډي ریډنګ هسپتال ته لاړو او صحت انصاف کارډ يې استعمال کړو.

هغه وويل، د حبیب اپریشن صبا له وشو. هغه وويل، "اوس زه ښه شوی يم."

بخت جهان، ۳۸ کلنه د کور ميرمن، چې په پېښور ضلع کې اوسيږي، هم د دې پروګرام څخه ګټه پورته کړه.

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "ما د خپلې خيټې د دانې لپاره د یو کال لپاره علاج وکړو، خو د [ايس ايس پي] پيلول زما لپاره يو رحمت ثابت شو." هغې زياته کړه چې ډاکټرانو د هغې دانه لرې کړه.

بخت جهان وويل، د صحت انصاف کارډ د هغې د ۱۵ کلن زوی سره د ګردې په آپريشن کې مرسته وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500