تیر کال د توهين رسالت په تور د عسيايڼې ښځې د خوشې کيدو له کبله د تاوتریخوالي د احتجاجونو وروسته، پاکستاني پولیس د فبرورۍ په ۴ مه په لاهور کې د اوريدنې په ترڅ کې د ترهګرۍ پر ضد د عدالت نه بهر، د هغوی د مشر خادم حسين رضوي د راتلو په موقع، د تحريک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) فعالان په توقيف کې ساتي. [عارف علي/ای ايف پي]
اسلام آباد -- د پاکستان سپريم کورټ د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۷ مه) د پوځي او استخباراتي ادارو غندنه وکړه او د هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې آزاده وینا برقرار وساتي او د سیاست نه ځان بهر وساتي.
دا غیر معمولي سخت انتقاد په هغه فيصله کې صادر شو چې په هغو احتجاجونو کې يې د استخباراتي ادارو د رول په کلکه غندنه وکړه چې په نومبر ۲۰۱۷ کال کې يې اسلام آباد د يو څو هفتو لپاره په ځای ودرولی و.
په دغه فيصله کې، چې د سپريم کورټ په ويب سايټ باندې خپره شوي ده، ويلی شوي ول، "که چیرې د وسله والو ځواکونو کارکونکي په سیاست کې په هره بڼه کې برخه واخلي یا هڅه وکړي چې د رسنیو مخنیوی وکړي، نو هغه د وسله والو ځواکونو بشپړتیا او مسلکیتوب کمزوری کوي."
د پاکستان اساسي قانون د وسله والو ځواکونو غړي په هر ډول په سیاسي فعالیتونو کې د برخې اخيستلو نه په کلکه منع کوي. دغه فيصلې زیاته کړه، حکومت او د پوځ، هوایې ځواک او بحري ځواکونو مشرانو ته امر ورکړل شو چې د هر هغه کس په وړاندې ګامونه پورته کړي چې د خپل حلف څخه سرغړونه کوي.
په ۲۰۱۷ کال کې د مظاهرو مشري د هغه وخت اسلامي ډلې تحريک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) کړي وه او وروسته له هغې منتشر شو کله چې د تاوتریخوالي د جګړو نه وروسته پوځ د هغوی سره معاهده وکړه او وزير قانون په استعفی ورکولو مجبوره شو.
ججانو په آزاده وینا باندې د بنديز نیوکه وکړه او استخباراتي ادارو ته يې سخت خبرداری ورکړو.
عدالت وويل، "د استخباراتو ټولې ادارې ... او د (پوځ د رسنۍ څانګه) باید د خپل اړوند حد نه زياتی ونه کړي. دوی د وينا او اظهار خيال آزادي نه شي ختمولی."
"هغه څوک چې دا ډول تاکتیکونه د دې غلط باور لاندې کاروي چې دوی د یو لوړ هدف لپاره کار کوي، خپل ځانونو ته دهوکه ورکوي."
په ورته وخت کې، د پاکستان د ښځو د حقونو مشهوره فعاله د امنیتي ځواکونو لخوا خوشې شوي ده، هغې د پنجشنبې په ورځ ای ايف پي ته وویل چې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې هغه او نور کسان "پخپل سر" توقیف شوي دي.
ګلالۍ اسماعیل د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پي ټي ايم) د ۱۷ نور کسانو سره د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د احتجاج په ترڅ کې نیول شوي وه.
7 تبصرې
خو که چيرې حکومت په يو بحران قابو نه شي موندلی او د مرستې لپاره پوځ ته درخواست وکړي، نو آيا دا غلطه خبره ده، ښاغلي جج صيب؟ په فيض آباد دهرنا کې په ښکاره توګه هم داسې صورت حال و، چې په هغې کې د وفاق د کورنيو چارو وزارت حالات نه شو کنټرولولی او پوځ ته يې د مرستې لپاره درخواست وکړو، دا د دې نه علاوه کار و چې پوځ په سياست کې نور څومره مداخلت کوي، په ځانګړی توګه د جنرل کياني د تلو نه وروسته. د آيين په ايکټ باندې عمل ولې ونه کړی شو چې دا څرګندوي چې هيڅ څوک ادارې نه شي بدنامولی، په ځانګړی توګه پوځ او عدليه او د ډان ليک او انټرويوګانو په څير د نورو فضول کارونو په وړاندې ګامونه ولې نه دې پورته شوي. نو ښاغلي جج صيب زه په عاجزۍ سره دا وړنديز کوم چې ترڅو چې تا توان او صلاحيت نه وې لرلې چې انصاف وکړئ، هيڅ يو کس له نه ده پکار چې سرغړونه وکړي او يوه ځانګړي اداره په نښه کړي، په ځانګړی توګه هغه اداره چې مونږه عام خلک او او ملکي وګړي او سول ملازمين لکه ستا په څير خوندي ساتي.
که چيرې تاسو پوځ په دې کې نه شاملوئ، نو هغه کسان چې په دې کې کار کوي هغوی هم ښه نه دي. اوس خلک په هيڅ يو کس باور نه لري. ښاغلي جج له پکار ده چې هغه خلک په ګوته کړي چې هيواد يې په داسې حالاتو کې پريښودی دی. که چيرې تاسو د انصاف تله پوره کولی نه شئ، نو لږ تر لږه د غلو، ضمير فروشو او غدارانو سره نرمي مه کوئ.
زما وروره، نه پوځ او نه نورې ادارې په دې هيواد کې د کرپشن نه پاکې دي. د دې هيواد اصلي ستونزه دا ده چې دلته قانون نشته.
د محکمې لخوا اخیستل شوي د ستاينې ګام
د سپريم کورټ لخوا يوه ستره اعلاميه، چې د ځواکونو په شمول د ټولو لپاره ښه ده. د دې ده پلي کولو په انتظار يو.
دا معلومات پکار دي.
دا د عدالت لخوا يوه غير جانبدارانه او ستره فيصله ده.