سوداګري

پاکستان د زيات تجارت لپاره تياری کوي چې د افغانستان سره پوله شپه ورځ خلاصه وساتي

د محمد آهل لخوا

د لوړې کچې يو وفد، چې د بهرنیو چارو سيکريټرۍ تهمينه جنجوعه (ښيي اړخ ته دويمه) يې مشري کوي، او سينير پوځي مشران د فبرورۍ په ۲ مه د انتظاماتو معاينه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله شپه او ورځ خلاصه وساتي. [محمد آهل]

د لوړې کچې يو وفد، چې د بهرنیو چارو سيکريټرۍ تهمينه جنجوعه (ښيي اړخ ته دويمه) يې مشري کوي، او سينير پوځي مشران د فبرورۍ په ۲ مه د انتظاماتو معاينه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله شپه او ورځ خلاصه وساتي. [محمد آهل]

تورخم -- پاکستان د وزيراعظم عمران خان د لارښونو نه وروسته هڅې زياتوي چې د پاکستان او افغانستان پوله شپه او ورځ خلاصه وساتي او تجارت او د افرادو لخوا دواړه لوريو ته تګ راتګ ته وده ورکړي.

خان د جنورۍ په ۲۸ مه په يو ټويټ کې وویل، "ما اړوندو دولتي همکارانو ته دنده سپارلي چې د تورخم پولې لپاره اړین تدابیر ونیسي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې شپه ورځ کار وکړي." دا ګام به د دواړو هيوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تجارت ته په وده ورکولو او د خلکو ترمنځ په اړيکو زياتولو کې مهم رول ولوبوي."

د خان د امرونو نه وروسته، د خیبر پښتونخواه اسمبلۍ د جنورۍ په ۲۹ مه په لومړي ځل په قبايلي ضلعو کې، په لنډي کوتل کې، افغان پولې ته نږدې، يوه غونډه وکړه، چې دغه سيمې ته د واک ورکولو اقدام وکړي.

په دغه ورځ، د خیبرپښتونخواه د مالیې وزیر تیمور جهګړا د تورخم پولې څخه هم لیدنه وکړه چې د پولې دواړو غاړو ته د توکو او خلکو د تګ راتګ لپاره د ترتیباتو ارزونه وکړي.

د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲ مه)، د لوړې کچې يو وفد د پاکستان د بهرنیو چارو سيکريټرۍ تهمينه جنجوعه په مشرۍ د امنیت او د سرحد د ترتیباتو معاينه وکړه.

دغه وفد، چې ملکي او پوځي مشران پکې شامل وو، په تورخم دروازه باندې د لاروي کسانو لپاره د ټرمينل ليدنه وکړه چې د مهاجرت پروسې، د سکینر مشینانو، پاسپورټ او ملي ډیټابیس او د رجسټريشن ادارې (نادرا) د دفترونو، او همدارنګه د صادراتو او وارداتو د ټرمینلونو معاينه وکړي.

چارواکو پولې ته په باړ لګولو او د مهاجرت او تجارت لپاره په ترتیباتو باندې اطمینان څرګند کړ.

سوداګرۍ ته وده ورکول

د پولې دواړو غاړو ته سیاسي مشرانو، سوداګرو او عامو خلکو د دې اقدام هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او غلط فهمۍ لرې کړي.

جهګړا د فبرورۍ په ۲ مه پاکستان فارورډ ته وويل، "په پوله باندې د ۲۴ ګهنټو د ټريفک لپاره د وزيراعظم لارښوونې په بنياد، د يو میکانیزم جوړيدل روان دي، ځکه چې دا د سوداګرۍ او د [سوداګرۍ] د حجم زیاتولو لپاره اړين دی."

هغه وويل، "د پولې پرانيستل يوازينۍ لاره ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکړي او د هېوادونو د اقتصاد سره مرسته وکړي." "د خیبرپښتونخواه اسمبلۍ د غونډې نه وروسته د غړو لخوا د دغه پولې ليدل دا ثبوت دی چې موږ دا يوه جدي خبره ګڼو."

زاهد الله شينواري، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې ډايريکټر دی، وویل، "د ۲۴ ګهنټو او پوره هفتې لپاره د پولې پرانیستلو لپاره د وزیر اعظم عمران خان لارښوونه یوه مثبت نښه ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "پاکستان غواړي چې د افغانستان سره تجارت پیاوړی کړي، ځکه چې په ۲۰۱۲ کال کې د دې حجم ۳ ملیارده ډالره [۴۱۸ ملیارده پاکستانۍ روپۍ] و، چې اوس مهال یوازې ۱ ملیارده ډالرو [۱۴۰ ملیارده پاکستانۍ روپو] ته راغلې، چې د اندیښنې خبره ده."

هغه وويل، "که چيرې مونږ په ريښتيا سره غواړو چې له لاسه ورکړل شوي تجارت حجم بيرته ترلاسه کړو، نو موږ بايد د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان سره آزاد تجارت وکړو." "سربيره پر دې، موږ جدي اړتيا لرو چې په تورخم، چمن، په خرلاچي او غلام خان کې د کسټمز او تجارت سهولتونو ته وده ورکړو."

یو مثبت پرمختګ

شاهد حسين، چې د خیبر پښتونخواه د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړی، دی، وویل، د پولې په پرانیستلو او سوداګرۍ ته په وده ورکولو باندې د وزیراعظم تمرکز د پاکستان او افغانستان لپاره مثبت پرمختګ دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د وزیر اعظم عمران خان امرونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ختميدونکي سوداګرۍ لپاره د حوصله افزايۍ خبره ده."

هغه وويل، "د امنيت د برابرولو نه علاوه، مونږ په کسټمز او د تګ راتګ په ټرمينلو باندې د زياتو سهولتونو په برابرولو باندې ټينګار کوو."

حکمت صافي، چې د افغانستان د چيف ايګزيکيټيو عبدالله عبدالله ویاند دی، وویل، "د پولې ۲۴/۷ پرانستل یو ښه ګام دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ به اړیکې پیاوړې کوي او غلط فهمۍ به له منځه یوسي."

هغه عرب سمندر او هند ته د لاسرسۍ لپاره د افغانستان اړتیا ته اشاره وکړه او ويې وويل، پاکستان او افغانستان دواړه پوهه شوي چې د پرمختګ لپاره یوازینۍ لاره د سوداګرۍ اړیکو ته وده ورکول دي، ځکه چې افغانستان د منځنۍ آسیا هیوادونو ته لاره ده -- چې د پاکستان لپاره احتمالي بازارونه دي -- په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځمکه ډيره مهمه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "که چيرې پوله د ۲۴ ګهنټو لپاره خلاصه وي، نو په ټنونو ميوې او سبزۍ، چې په لارو کې خرابيږي، به بازار ته ورسيږي." "په پوله باندې په چټکۍ سره تګ راتګ به هم سوداګرو ته ډیره ګټه ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 6

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ د پښتنو د هر قسم تجارتي ترقي غواړو چې پښتانه قوم د ستونزو نه خلاص شي.

ځواب

اوس افغانستان هر څه لري او د پاکستان سره يې تجارت ته ضرورت نشته.

ځواب

ډير ښه، دا د خان لخوا يو مثبت ګام دی. الله دې هغه ته د دې د عملي کولو قوت ورکړي.

ځواب

دغه کار ېو شه ګام دے خو ګټه ې صرف پاکستان ته ده او پاکستان ېوصورت کښ ډېرګټورثابېږې چه ټولې پولې خلاصې کړې لکه بنشاهې ناواپاس تورخم وغېره نو پولې ته نزدې خلکو ته ارزان تمامېږې هغوې دجلال اباد نه راغواړې ډارک به دپاکستان نه تجارت کوې

ځواب

غوره

ځواب

خه ګام یې پورته کړې دې

ځواب