سياست

خیبر پښتونخواi تياری کوي چې د محلي حکومت نظام قبايلي ضلعو ته وغځوي

د عديل سعيد لخوا

قبايلي خلک په تير نومبر کې په خيبر قبايلي ضلع کې په يوه روايتي جرګه کې برخه اخلي چې د ځايي مسلو په اړه خبرې اترې وکړي. [عدیل سعید]

قبايلي خلک په تير نومبر کې په خيبر قبايلي ضلع کې په يوه روايتي جرګه کې برخه اخلي چې د ځايي مسلو په اړه خبرې اترې وکړي. [عدیل سعید]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه (کی پي) حکومت انتظامات کوي چې هغو قبايلي سیمو ته د محلي حکومت نظام وغځوي چې په دې وروستيو کې د صوبې سره ضم شوي دي.

د دې سیمه ییز نظام موخه دا ده چې قبايلي غړو ته واک ورکړي چې د ټولنې په کچه خپلو سیمو ته وده ورکړي او په ښه توګه د حکومتدارۍ سره مرسته وکړي.

د خیبرپښتونخواه د اطلاعاتو وزير، شوکت یوسفزۍ، د جنورۍ په ۲۴ مه پاکستان فارورډ ته وويل، "د خیبرپښتونخواه حکومت چمتو دی چې په قبایلي سیمو کې محلي ټاکنې ترسره کړي، وروسته له دې به محلي حکومتي نظام دغه سيمې ته وغځول شي."

هغه وويل، "پخوانۍ فاټا ته د محلي حکومت نظام د غځولو سره، د سیاسي فعاليتونو او پراختیا نوی دور به رامنځته شي."

یو سړی د تير جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې ووټ اچوي. [عدیل سعید]

یو سړی د تير جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې ووټ اچوي. [عدیل سعید]

یوسفزۍ وویل، د دې بدلون د یوې برخې په توګه، د قبایلي ضلعو لپاره مختص شوې د پراختیایي بسپنو ٪۳۰ برخه به په هغه پراجيکټونو ولګول شي کوم چې ټاکل شویو ادارو منظور کړي وي.

هغه وويل، "موږ تياری کړی او د انتخاباتو لپاره چمتو يو."

د پاکستان د انتخاباتو د کمیشن (اي سي پي) د خیبر پښتونخواه څانګې ویاند، سهیل خان، له مخې، انتخابات به په يو څو میاشتو کې ترسره شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "اي سي پي په قبایلي سيمو کې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره په بشپړه توګه تياری کوي، او په دې هکله، د حلقو په جوړلو باندې کار روان دی."

خان وويل، د حلقو جوړولو پروسې لومړی ليسټ له مخکې نه خپور شوی او چارواکو قبايلي غړو ته ويلي چې د ۳۰ جنورۍ پورې اعتراضونه او درخواستونه جمع کړي. هغه زياته کړه، چارواکي به د مارچ په لومړۍ نيټه د دغه درخواستونو ځواب ورکړي او د مارچ په ۴ مه به آخرنی ليسټ وړاندې کړي.

هغه وويل، په قبايلي ضلعو کې د نوي ووټ ورکوونکو اندراج د جنورۍ په ۱۰ مه پيل شو او کارکنانو په ټوله سيمه کې بورډونه نصب کړې چې ووټ ورکوونکي وهڅوي چې ځانونه رجسټر کړي.

'يو تاريخي ګام'

د محلي حکومت، انتخاباتو او کلیوالي پراختیا وزیر شاهرام ترکۍ د جنورۍ په ۲۵ مه خبريالانو ته وویل، "د محلي حکومت نظام به ژر تر ژره په ضم شويو قبايلي ضلعو کې معرفي شي چې د خلکو ستونزې، چې په بنيادی کچه ورسره مخ دي، حل کړي."

هغه وويل، په خيبر پښتونخواه کې معرفي شويو محلي حکومتونو د صوبې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی او د ټولنې په کچه د ستونزو په هوارولو کې یې مرسته کړې ده.

ترکۍ وويل، "په قبایلي سیمو کې ټیټې کچې ته د واک منتقلي یو تاریخي ګام دی."

د محلي حکومت ادارې يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ ته وویل، "يو ځانګړی مرکز جوړ شوی چې د فاټا په اوو ضلعو او په شپږو تحصيلونو کې د محلي حکومتي نظام د معرفي کولو لپاره قوانين جوړ کړي."

دغه چارواکي وويل، په قبايلي ضلعو کې به تقريباََ ۵۹۰ ويلج کونسلونه او ۴۰ نيبرهوډونه جوړ شي. هغه زياته کړه چې په خيبر پښتونخواه او قبايلي سيمو کې به د ويلج او نيبرهوډونو شمير ۴،۰۰۰ او ۱۹۱ په ترتيب سره وي.

پير بنيامين، چې د جنوبي وزیرستان ضلعې اوسيدونکی دی، وویل، هغه د دې پریکړې ستاینه کوي او دا د قبیلو د ژوند معیارونو ښه کولو لپاره خورا مهم ګڼي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا پریکړه به نه یوازې په سیمه کې پرمختګ رامنځته کړي بلکې قبایلو ته به موقعه ورکړي چې په سیاسي بهیر کې برخه واخلي او په محلي کچه خپلې ستونزې حل کړي."

هغه وويل، "په قبايلي ضلعو کې د حکومتدارۍ پخوانی نظام په خپلو سيمو کې په پرمختيايي بهير کې قومونه د ګډون کولو نه محرومه کړې ول، خو اوس به زموږ خلک د ځايي ستونزو د حل کولو لپاره مخکې راشي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه

ځواب