امنیت

د آسیې بي بي د خوشي کيدو خلاف د ټي ايل پي احتجاجونه ناکامه شو

د عبدل ناصر خان لخوا

د تحريک ليبک پاکستان (ټي ايل پي) غړي د جنورۍ په ۲۹ مه په حیدر آباد کې د سپريم کورټ د فيصلې، چې د آسیې بي بي د خوشي کيدو فيصله برقراره وساتي، په وړاندې په يو وړوکي احتجاج کې برخه اخلي. [اکرم شاهد/ای ايف پي]

د تحريک ليبک پاکستان (ټي ايل پي) غړي د جنورۍ په ۲۹ مه په حیدر آباد کې د سپريم کورټ د فيصلې، چې د آسیې بي بي د خوشي کيدو فيصله برقراره وساتي، په وړاندې په يو وړوکي احتجاج کې برخه اخلي. [اکرم شاهد/ای ايف پي]

لاهور -- وروسته له هغې د تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) لخوا پلان شوي احتجاجونه د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۳۰ مه) ناکامه شول کله چې د پاکستان سپريم کورټ د دغې عيسايڼې ښځې آسیې بي بي د کفر د ستر تور نه د پاکولو خلاف يو درخواست رد کړو.

تحريک لبيک پاکستان، چې په تير اکتوبر کې يې د بي بي د توهين رسالت د تورونو نه د بري کيدو وروسته د يو څو هفتو د تاوتريخوالي ګڼې مظاهرې کړې وې، هغه وخت د نويو احتجاجونو اعلان وکړو کله چې سپريم کورټ د سه شنبې په ورځ په يو نوي تازه حکم کې د هغې د بې ګناهۍ پرېکړه وکړه.

خو د دې ډلې مشران په توقیف کې دي، او پولیس د اسلام آباد او راولپنډۍ تر منځ په جنکشن کې ځای پرځاى شوي، کوم چې ټي ايل پې د احتجاج د ځای په توګه ټاکلی دی، او د هرې لویې غونډې مخه نیسي.

ای ايف پي راپور ورکړو، سره له دې چې ټي ايل پي ويلې ول چې د دې ملاتړي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په حرمت باندې روغه جوړه نه شي کولی، په لاهور کې ېوازې ۲۰ کسانو احتجاج وکړو، په داسې حال کې چې په راولپنډۍ کې يوازې ۸ کسان راټول شول.

پاکستاني چارواکو په لاهور کې د اکتوبر د ۳۱ نه تر ۲ نومبر پورې د احتجاجونو په دوران کې د ټي ايل پي غړي نیولې ول. [عبدل ناصر خان]

پاکستاني چارواکو په لاهور کې د اکتوبر د ۳۱ نه تر ۲ نومبر پورې د احتجاجونو په دوران کې د ټي ايل پي غړي نیولې ول. [عبدل ناصر خان]

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې په راوالپنډۍ کې، پوليسو په ټول هيواد کې د عملياتو په دوران کې د مختلفو مذهبي پارټو ۵۵ غړي ونیول، چې په دې کې د ټي ايل پي غړي شامل ول.

احتجاجونه کم شوي دي

زين العابدين، چې په لاهور کې د ځايي تلویزیون چینل د دندې مدیر دی، وویل، "موږ تمه لرله چې د تير نومبر په څير به د بیاکتنې غوښتنې په وړاندې زيات احتجاجونه وشي، خو موږ هیڅ ډول لوی احتجاجونه ونه ليدل."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ځينو احتجاج کوونکي فیروزپور سړک ته راووتل او د څه وخت لپاره يې ټرافيک بند کړو، خو پولیسو هغوی په سوله ایزه توګه منتشر کړل."

د لاهور اوسېدونکي مياں مسعود وويل، هغه په خپلې ورځنۍ لاره باندې د متوقعې احتجاجونو په اړه اندېښمن و. هغه پاکستان فارورډ ته وویل "خو په حیرانتیا سره، سړک نه و بلاک شوی او هیڅ خنډونه نه وو، هرڅه سم وو."

په تیر دسمبر کې، د ټي ايل پي په وړاندې په عملياتو کې تقريباََ ۳،۰۰۰ غړي نیول شوي ول. د ټي ايل پي په مشرانو کې پیر افضل قادري، خادم حسین رضوي او نور کسان په جيل کې دي.

طارق محمود، چې په لاهور کې د ټي وي عدالتي خبريال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د سپريم کورټ د ججانو او د پوځ ستر مشر، جنرل قمر جاويد باجوه په وړاندې د عامه تاوتريخوالي د راپارولو له کبله د هغوى خلاف د ترهګرۍ پر ضد قانون لاندې مقدمې درج شوي دي."

محمد عابد، چې د ای آر وايي سينير خبريال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "حکومت د ټي ايل پي د مشرانو د نيولو له لارې په مهارت سره ټول ممکنه احتجاجونه ختم کړل."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500