جرم او انصاف

سپريم کورټ هغه درخواست رد کړو چې د آسیا بي بي د خوشې کيدو مخالفت کوي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

سیف الملوک (په منځ کې)، چې د خوشې شوي پاکستانۍ عيسايڼې آسيا بي بي وکیل دی، د جنورۍ په ۲۹ مه په اسلام اباد کې د ميډيا سره وروسته له هغې خبری کوي کله چې سپريم کورټ هغه درخواست رد کړو چی موخه يې د هغې د اعدام سزا برقرار ساتل ول. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

سیف الملوک (په منځ کې)، چې د خوشې شوي پاکستانۍ عيسايڼې آسيا بي بي وکیل دی، د جنورۍ په ۲۹ مه په اسلام اباد کې د ميډيا سره وروسته له هغې خبری کوي کله چې سپريم کورټ هغه درخواست رد کړو چی موخه يې د هغې د اعدام سزا برقرار ساتل ول. [فاروق نعیم/ای ايف پي]

اسلام آباد -- د پاکستان سپريم کورټ د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۹ مه) هغه درخواست رد کړو چې د آسيه بي بي د خوشي کيدو د پریکړې یې مخالفت کولو، له دې امله خلکو غوښتنه وکړه چې عيسايڼې مور ته دې بالاخر اجازه ورکړل شي چې هیواد پریږدي، چېرې چې هغه اوس هم د خپل ژوند لپاره د ګواښونو سره مخ ده.

د هیواد تر ټولو ستر عدالت لخوا پريکړه د بي بي -- چې حکومت د دې ويرې له کبله د هغې د ځای په اړه د معلوماتو ورکولو نه انکار کوي چې هغه به د شرپسندو لخوا په نښه شي -- لپاره لاره هواروي چې په بهر کې د پناه غوښتنه وکړي.

چيف جسټس آصف سعيد خان کهوسه د پاکستان په ستر عدالت کې د اوريدنې په دوران کې وويل، د ميرټ په بنياد دا درخواست رد کړی شو. دغه عدالت په تير اکتوبر کې د توهين رسالت په تور د بي بي د مرګ سزا رد کړې وه."

د پريکړي څخه يو څو دقيقې وروسته، د بي بي وکیل، سیف الملوک، اشاره وکړه چې د هغه د مراجعه کوونکي تګ نږدی کيدی شي.

آسیه بي بي په دې بې نيټې تصوير کې په ۲۰۱۰ کال کې د توهين رسالت په تور د قيد نه مخکې د خپلو دوو کوچنیو ماشومانو سره ښودل شوي ده. سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱ مه د هغې د مرګ سزا د نا کافي ثبتونو له کبله ختم کړه. [فايل]

آسیه بي بي په دې بې نيټې تصوير کې په ۲۰۱۰ کال کې د توهين رسالت په تور د قيد نه مخکې د خپلو دوو کوچنیو ماشومانو سره ښودل شوي ده. سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱ مه د هغې د مرګ سزا د نا کافي ثبتونو له کبله ختم کړه. [فايل]

هغه خبريالانو ته د عدالت نه بهر وويل، افراطیانو وویل چې هغوی به د سپريم کورټ د پرېکړې سره هغه ووژني. "له دې کبله، زه فکر کوم چې هغه باید هیواد پریږدي."

هغه وويل، "پارلمان بايد د توهين رسالت د قانون بيا کتنه وکړي، او اسلامي عالمان بايد د دې په اړه هم فکر وکړي."

نورو څارونکو د عدالت د پریکړې ملاتړ وکړو.

امانت ګشکوري، چې په اسلام آباد کې د سپريم کورټ خبریال دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د بیا کتنې درخواست په خپل ميرټ او عدالت ته د موجوده حقایقو له مخې رد شو."

هغه وويل، "د ګواهانو په بیانونو کې ډیر توپیرونه وو، چې د اصلي پریکړې سبب وګرځيدل، او هم په دغه بنياد د بیاکتنې درخواست رد کړی شو."

په لاهور کې يو وکيل راجا شعيب وویل چې د سپريم کورټ پرېکړه متوقع وه.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا ښکاره وه چې سپريم کورټ به د بیا کتنې غوښتنه رد کړي ځکه چې دې د پخوانۍ فيصلې د ماتولو لپاره هیڅ مواد نه لرل."

پاروونكی کيس

بي بي ته په ۲۰۱۰ کال کې د مرګ سزا اورول شوې وه، چې په چټکۍ سره د پاکستان د توهين رسالت تر ټولو بدنام کيس جوړ شو..

سپريم کورټ تیر کال د هغې سزا ختم کړه، چې د ګڼ شمير ورځو د تاوتريخوالي ډکې مظاهرې يې رامنځته کړې او غوسه افراطيانو د هغې د سر غوڅولو غوښتنه کوله.

چارواکو د تاو تریخوالي د ختمولو لپاره د هغوی سره معاهده وکړه. په دې معاهده کې دا اجازه ورکول شامل ول چې د سپریم کورټ د پريکړې پر وړاندې درخواست جمع کړي.

د سه شنبې په ورځ په لومړيو کې، تحریک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) پارټۍ، د تاوتريخوالي احتجاجونو مشري وکړه او د بي بي د خوشي کيدو وروسته د هغې د وژلو غوښتنه یې وکړه. هغوی ژورنالسټانو ته په يو پيغام کې د خپلو غړو څخه غوښتنه وکړه چې د اقدام اخيستلو لپاره چمتو شي.

خو د هغې زياتره مشران د حکومت د عملياتو وروسته په توقیف کې پاتې دي، او لږ احتجاج کونکي د اسلام آباد په عدالت کې لیدل کیدی شي، چیرې چې امنیت ښه شوی دی.

حافظ احتشام احمد، چې يو اسلامي فعال دی او په اسلام اباد کې د افراطي سور جومات سره تړاو لري، ای ايف پي ته وويل، "هغه د شریعت له مخې د وژلو مستحق ده."

هغه خبرداری ورکړو چې بي بي به خوندي نه وي حتی که هغه هیواد پریږدي. "که هغه بهر ته لاړه شي، نو آیا مسلمانان هلته کې ژوند نه کوي؟ که چيرې هغه له پاکستان څخه وځي ... نو هر يو کس هلته کې هغه وژلی شي."

چيف جسټس کهوسه -- چې د جنايي قانون په اړه د هېواد تر ټولو لوړ ماهر ګڼل کيږي، او د خوشې کيدو د امر په جوړلو کې يې مرسته وکړه -- د افراطي اقليت له خوا د غبرګون په اړه د خپل خفګان څرګندونه وکړه.

هغه عدالت ته وویل، "کله چې تاسو د انصاف غوښتنه پوره کوئ، نو د مرګ فرمان ستاسو په وړاندې جاري کيږي." آیا دا د اسلام انځور دی چې موږ يې غواړو چې نړۍ ته يې وښیو؟

[عبدل ناصر خان د لاهور نه د دې راپور په برابرولو کې مرسته وکړه.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500