امنیت

د پاکستان پوځ د ټاپي پایپ لاین انفراسټرکچر د ساتلو لپاره چمتو دی

د جاويد محمود لخوا

د پاکستان د دفاعي ځواکونو غړي په ماښامي کې مشق کوي. [آئی ایس جی ایس]

د پاکستان د دفاعي ځواکونو غړي په ماښامي کې مشق کوي. [آئی ایس جی ایس]

اسلام آباد -- په پاکستان کې د ترکمانستان، افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) ترمنځ پايپ لاين پروجيکټ باندې کار به د مارچ په مياشت کې پيل شي، په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ چمتو دی چې د دې پروژې ساتنه وکړي.

د پاکستان د انرژۍ او پټروليم ډويژن ویاندې، دوريا عامر، پاکستان فارورډ ته وویل، چې پوځ موافقه کړې چې په پاکستان کې د ټاپي انفراسټرکچر ساتنه وکړي.

هغې وويل، "اوس به په پاکستان کې د ګيس د ستر پايپ لاين پروجيکټ ساتنه د پوځ مسووليت وي."

د څلورو هیوادونو چارواکو، چې په ټاپي کې شامل دي، د تیرې فبرورۍ په میاشت کې د افغان برخې پرانيسته وکړه.

له ښي اړخ نه ګس اړخ ته: د پاکستان پخوانی وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي، د افغانستان صدر اشرف غني، د ترکمانستان صدر قربان ګلي بیردي محمدوف او د هند د بهرنیو چارو وزارت وزیر شري ايم. جی. اکبر د فبرورۍ په ۲۳ مه د افغانستان په هرات صوبه کې د ټاپي ګيس پايپ لاين پروجيکټ په افتتاحي مراسمو کې ګوري. تسلیم شوي طالبانو وویل چې ایران دوی ته امر کړی و چې په دې پیښه باندې برید وکړي. [هوشانګ هاشمي/ای ايف پي]

له ښي اړخ نه ګس اړخ ته: د پاکستان پخوانی وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي، د افغانستان صدر اشرف غني، د ترکمانستان صدر قربان ګلي بیردي محمدوف او د هند د بهرنیو چارو وزارت وزیر شري ايم. جی. اکبر د فبرورۍ په ۲۳ مه د افغانستان په هرات صوبه کې د ټاپي ګيس پايپ لاين پروجيکټ په افتتاحي مراسمو کې ګوري. تسلیم شوي طالبانو وویل چې ایران دوی ته امر کړی و چې په دې پیښه باندې برید وکړي. [هوشانګ هاشمي/ای ايف پي]

يوه نقشه د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان نه هند ته د ټاپي پایپ لاين لپاره پلان شوې لاره ښیي. [ ائ ایس جی ایس

يوه نقشه د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان نه هند ته د ټاپي پایپ لاين لپاره پلان شوې لاره ښیي. [ ائ ایس جی ایس

دوريا عامر وویل، دا پايپ لاين به د افغانستان نه د چمن پولې له لارې پاکستان ته داخل شي او په هند کې د پنجاب دولت فاضلکا ته د رسيدو نه مخکې به د پنجاب صوبې ملتان اړخ ته لاړ شي.

هغې وويل، "په [پاکستان] کې د دې پروجيکت د جوړولو لپاره د پرانيستلو مراسم به د روان کال په مارچ يا اپريل کې ترسره شي."

د پروجيکټ تمویل

په ترکمانستان کې د ټاپي پايپ لاین کمپنۍ چيف ايګزيکيټيو، محمتميرات آمانوف، تاييد وکړو، د دې پروجيکټ سروی له مخکې نه بشپړه شوې ده او د پاکستان په برخه کار به د ۲۰۱۹ کال په لومړي کوارټر کې پیل شي.

هغه د دسمبر په ۶ مه په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي مطالعاتو انسټیټیوټ (آی ايس ايس آی) له خوا په یوې غونډې کې وويل، کله چې دا کار بشپړ شي، نو د ۱،۸۱۴ کلو ميټره اوږد پایپ لاين به هره ورځ ۳۳ میلیارده مکعب فوټ ګيس د ترکمنستان ګالکينيش ګيس ساحې نه چمتو کړي.

هغه وویل، د ټاپي پروجيکټ به نه یوازې د افغانستان، پاکستان او هند د انرژۍ ضروريات پوره کړي بلکې سیمه ییز ارتباط او اقتصادي پرمختګ ته به وده ورکړي.

هغه وويل، دا پروجيکټ به په دوو مرحلو کې د ۷ ميليارده آمريکايي ډالرو لګښت سره بشپړ شي. لومړی پړاو به د پایپ لاين غځول وي، په داسې حال کې چې په دویمه مرحله کې به عمله شپږ کومپريسرونه نصب کړي چې د ګيس دوامداره ترسيل یقیني کړي.

هغه وويل، د مارچ په مياشت کې به د لومړي پړاو بودجه بشپړه شي، او دا ګام به د پايپ لاين د غځولو لپاره لاره هواره کړي.

امانوف وویل، د جرمني، ایټلي او ترکي شرکتونو د دې پايپ لاين د جوړولو لپاره بولۍ کړې دي.

د پانګې اچونې او صادراتي کریډیټ انسټیټیوټ کارپوریشن د ۳۰۰ ملیونو آمريکايي ډالرو قرضې ورکولو تایید کړی، په داسې حال کې چې د آسیا پرمختیایي بينک د ۵۰۰ ملیونو آمريکايي ډالرو ورکولو يقين دهاني ورکړي ده.

فيصل خان، چې په اسلام آباد کې د بينک ویاند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "ای ډي بي د دې ګيس پروجيکټ د جوړولو لپاره د ۱ ملیارده آمريکايي ډالرو اعلان کړی دی."

هغه وويل، د ۵۰۰ ميليونو آمريکايي ډلرو دويم قسط به هله ورکړل شي کله چې د پروجيکټ په لومړنۍ مرحله کې لومړنۍ پيسې خرچ شي.

په پاکستان کې امنیت

د آی ايس ايس آی چيرمين (ريټايرډ) خالد محمود د دسمبر په ۶ مه په یوه غونډه کې وويل، د ټاپي پروجيکټ امنیت یوه لويه مسله ده او دا له پامه غورځول کيدی نه شي.

هغه وويل، د پاکستان او افغانستان او د پاکستان او هند ترمنځ د اړيکو ښه والی اړين دی څو په آسانۍ سره د ټاپي پروجيکټ پلي کول يقيني شي.

عبد الله خان، چې په اسلام آباد کې د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو د انسټیټوټ منيجنګ ډايريکټر دی، وویل، طالبان او ایران دوه نور امنیتي اندیښنې دي.

هغه وويل، وسله واله ډله د ځينو هيوادونو نه ډيرې زياتې پيسې اخلي او په بدل کې دوی د هغوی پروجيکټونه نه په نښه کوي. دغه هيوادونو په افغانستان کې د مختلفو زيربناوو په پروجيکټونو کې په ميلياردونو ډالره سرمايه کاري کړې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، د ټاپي پروجيکټ په افغانستان کې د طالبانو لپاره د پیسو ګټلو یوه بله ستره سرچینه جوړيدی شي."

هغه وويل، "داسې رپوټونه شته چې ايران غواړي چې ټاپي پروجيکټ ته زيان ورسوي، خو دا به د طالبانو په چلند پورې تړاو لري."

افغانستان د ټاپي پروجيکټ د ساتلو لپاره د ۷،۰۰۰ پیاوړي ځواک جوړولو اعلان کړی، خو خان اندیښنه څرګنده کړه چې دا به د هغه پايپ لاين د ساتنې لپاره کافي نه وي، چې د هرات او کندهار صوبو -- چې دواړه د طالبانو مرکزونه دي -- به تيريږي.

هغه وويل، په پاکستان کې پايپ لاين د بلوچستان په ژوب او لورا لايي سيمو کې د طالبان وسله والو او همداراز په سويلي پنجاب کې د مختلفو منع شويو ډلو د تروريستي ګواښونو سره مخامخ کيدی شي.

خان وويل، سره له دې، د پاکستان پوځ ښودلي چې دا توان لري چې دا پروجيکټ د تروریزم د ګواښونو نه خوندي وساتي. خان زیاته کړه، په ۲۰۱۸ کال کې په پاکستان کې په وسله والو بریدونو کې ۴۵٪ کمی راغلی چې دا په ګوته کوي چې پوځ په امنیت باندې سخت کنټرول لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د انرژۍ يو ښه پروجيکټ دی، خو د ځنډ لاملونه يې معلوم نه دي.

ځواب

ډیر ښه

ځواب

دا د اوږد انتظار پروجيکټ به ملګرتیا او ګډې ګټې رامنځته کړي.

ځواب