ځوانان

نوي پارکونه د مهمند ضلعې ښځو او ماشومانو ته خوشحالي ورکوي

د جاويد خان لخوا

ماشومان او لویان د جنورۍ په ۲۲ مه پېښور ته نژدې په یو پارک کې د سوينګ رايډ نه خوند اخلي. ځايي انتظاميې په مهمند ضلع کې په ۱۰ پبلک سکولونو کې د ماشومانو او کورنیو لپاره پارکونه جوړ کړي، په داسې حال کې چې د خیبرپښتونخواه حکومت پلان لري چې په راتلونکو میاشتو کې نور پارکونه پرانیزي. [جاوید خان]

ماشومان او لویان د جنورۍ په ۲۲ مه پېښور ته نژدې په یو پارک کې د سوينګ رايډ نه خوند اخلي. ځايي انتظاميې په مهمند ضلع کې په ۱۰ پبلک سکولونو کې د ماشومانو او کورنیو لپاره پارکونه جوړ کړي، په داسې حال کې چې د خیبرپښتونخواه حکومت پلان لري چې په راتلونکو میاشتو کې نور پارکونه پرانیزي. [جاوید خان]

پیښور -- ښځې او ماشومان په مهمند ضلع کې په پبلک سکولونو کې د لسو تفریحي پارکونو نه خوند اخلي او د خیبر پښتونخواه حکومت ژمنه کړې چې په راتلونکو میاشتو کې به په ټولو قبایلي سیمو کې اضافي تاسیسات پرانیزي.

واصف سعيد، چې په پيښور کې په سول سيکرټريټ کې د پاکستان د انتظامي خدماتو افسر دی، وويل، "دا پارکونه په ځايي پبلک سکولونو کې جوړ شول چې د سیمې ماشومان او همدارنګه ښځې هلته کې راشي او د سکول د وخت نه وروسته د دغه سهولتونو نه خوند واخلي."

هغه د جنورۍ په ۱۷ مه پاکستان فارورډ ته وويل، د دې مقصد لپاره ټاکل شوي لس سکولونه و چې په ډير ګنجان آباد سيمو کې یې موقعيت لرلو څو زیاتو ښځو او ماشومانو ته ګټه ورکړي."

دا پارکونه د لوبو ميدانونه او نور تفریحي سهولتونه او چارديواري لري. د سعید د وینا له مخې، په شاوخوا سيمو کې د ۱۱۴ سکولونو په زرګونو طالب علمان هم کولی شي چې د دې پارکونو سهولتونه استعمال کړي. سعيد په تیر اګست کې د مهمند ضلعې د ډپټي کمیشنر په توګه دا پارکونه جوړ کړې ول.

هغه زياته کړه، دا پارکونه په بره مهمند، پنځه په پړانګ غر، امبار، پنډيالي، شيرانو کلي او د کوز مهمند په يکې غونډ سيمو او دوه په بايزۍ او بابوزۍ، چې د مهمند د سب ډويژن سيمې دي، سيمو کې جوړ شوي ول.

سعيد وويل، "د ماشومانو د پارکونو نه علاوه، ښځې به دا سهولتونه په دې سيمو کې د ټولنېز پارکونو په توګه استعمال کړي."

د غونډې ځای

ځایی اوسیدونکي وایې چې دوی د نوي سهولتونو په هکله خوشحاله دي.

عماد خان، ۱۴ کلن، چې د مهمند ضلعې په غلنۍ کې په يو سکول کې طالب علم دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "د قبايلي ضلعو اوسیدونکي د ډیرو کلونو راهيسې ډیر ځپل شوي دي، او باید دوی ته د تفریح لپاره ډیر سهولتونه برابر شي."

هغه وويل، "د مهمند په نورو سيمو او همدارنګه په نورو قبايلي سيمو کې بايد نور پارکونه جوړ شي."

آمنه خان، چې په پېښور کې یو خبریاله ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "په ځانګړي ډول قبايلي ښځې د جنګ، ترهګرۍ او پوځي عملیاتو قربانيان پاتې شوي دي."

هغې وويل، داسې ښځې دومره محرومه شوي چې دوی خوشحالي او فراغت هير کړی دی.

هغې وويل، "هغوی به د ښځو لپاره د يوازيني پارکونو هرکلى وکړي، ځکه چې هغوى به په ښارونو کې د ښځو په څير دلته ګرځيدی شي او په ازادانه ډول ساعت تیري کولی شي."

دا پارکونه به ښځو ته اجازه ورکړي چې "د خپلو کورونو نه راوځي او د نورو ښځو سره وګوري، د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړي، بحث وکړي، د خلکو سره مشغول شي او برخه واخلي." "داسې به دوی د یو بل سره خپل نظریات شريک کړي او خپل حقونه به وپیژني."

د پارکونو جوړلو زياتې غوښتنې

عالمزيب خان، ۳۵ کلن، چې په صافي سب ډويژن کې په پبلک سکول کې ښوونکى دی، وويل، د قبایلي سیمو په نورو برخو کې د تفریح اسانتیاوې به ځوانان د منفي فعالیتونو نه منع کولو کې مرسته وکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "ضلعي انتظاميه باید د مهمند په نورو سيمو او د پخوانۍ فاټا په نورو سيمو کې د جينکو او هلکانو په ځايي سکولونو کې ټالونه نصب کړي او د لوبو ميدانونه جوړ کړي."

هغه وويل، "ځوانان د وسلو او نورو منفي فعاليتونو نه د لرې ساتلو لپاره، حکومت بايد هغوى ته په خپلو سيمو کې تعليمي او تفريحي اسانتياوې برابرې کړي."

د خيبر ضلعې یوه کورنۍ ښځه ناديه آفريدي، چې په پیښور کې اوسيږي، وويل، "پکار ده چې په قبايلي ضلعو او نورو سيمو کې تعلیمي او روغتیایي سهولتونه او پارکونه موجود وي چیرته چې ښځې او ماشومان په ښه توګه خپل وخت تير کړي."

هغې پاکستان فارورډ ته وویل، داسې سهولتونو ته د لاسرسۍ په برخه کې، د قبایلي سیمو ښځې په ميشتو ضلعو کې د خپلو سیالانو نه زيات وروسته پاتې دي. "پکار ده چې دوی ته ټول هغه سهولتونه برابر شي چې د هیواد په یو ښاري ضلع کې خوند واخلي."

نور پرمختګ

د خیبرپښتونخواه حکومت پلان لري چې د قبايلي سیمو لپاره د پرمختیایي پلان په توګه اضافي تفریحي او تعلیمي اسانتیاوې پرانیزي.

د جنورۍ په ۱۷ مه د حکومت لخوا د يو خپور شوي بيان له مخې، د خیبرپښتونخواه د ټرانسپورټ وزیر عاطف خان د پخوانیو قبايلي ضلعو ډپټي کميشنرانو ته لارښوونه وکړه چې په هر يو ضلع کې لږ تر لږه درې ځایونه په ګوته کړي چې د کورنيو او ماشومانو لپاره پارکونه، د ځوانانو مرکزونه، د سکي ځايونه او نور سهولتونه برابر کړي.

د خیبر پښتونخواه حکومت ویاند اجمل خان وزیر وویل چې په راتلونکو مياشو کې به ټولې قبایلي ضلعې د پارکونو په شمول د کورنیو لپاره ډیر سهولتونه ولري.

هغه د جنورۍ په ۱۷ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "ما، د وزیر اعلی محمود خان سره، څو ورځې وړاندې د باجوړ او خیبر [ضلعو] څخه لیدنه وکړه چې په ټولو ضلعو کې د ضروري سهولتونو معاينه وکړو." "موږ به هره هفته د ضم شوي ضلعې څخه لیدنه وکړو چې د ماشومانو او ښځو په شمول خلکو ته سهولتونه برابر کړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500