جرم او انصاف

په پيښور ايرپورټ کې د نوي سکينر موخه د پيسو مينځلو په وړاندې په مبارزه کې مرسته کول دي

د محمد آهل لخوا

يو پاکستانی ډيلر د نومبر په ۳۰ مه د سيند صوبې په کراچۍ کې د کرنسۍ د تبادلې په يو دوکان کې امریکايي ډالره شماري. [آصف حسن/ای ايف پي]

يو پاکستانی ډيلر د نومبر په ۳۰ مه د سيند صوبې په کراچۍ کې د کرنسۍ د تبادلې په يو دوکان کې امریکايي ډالره شماري. [آصف حسن/ای ايف پي]

پیښور -- د پاکستان هوايي چلند ادارې (سي ای ای) په پېښور کې په باچا خان نړیوال ايرپورټ کې يو لوی سکينر نصب کړی چې د سمګلنګ او په غیرقانوني توګه د پيسو د انتقال په معلومولو کې مرسته وکړي.

د جنورۍ په ۴ مه د سي ای ای لخوا د يو خپور شوي بیان له مخې، دا سکینر د دې لپاره جوړ شوی چې د هغه مسافرو تلاشي وکړي کوم چې د ممنوعه شيانو، د کرنسۍ په شمول، چې د کپړو لاندې پټې شوې وي، په وړلو کې شکمن وي.

په دغه بیان کې وویل شو چې "دا به د ايرپورټ له لارې د پیسو مینځلو د هڅو مخه ونیسي."

دا سکینر د بم معلومولو د آلاتو نه علاوه دی، چې ټول مسافر ترې تيريږي.

د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) د جون په ۲۷ مه پاکستان په خپل "خړ لیسټ" کې شامل کړو او دا يې څرګنده کړه چې د هیواد مالي سیسټم د مني لانډرنګ او ترهګرۍ سره د مالي مرستې په مخه نیولو کې د "ستراتیژیکي نیمګړتیا" له امله د نړیوال مالي سیسټم لپاره يو خطر دی. [فايل]

د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ايف) د جون په ۲۷ مه پاکستان په خپل "خړ لیسټ" کې شامل کړو او دا يې څرګنده کړه چې د هیواد مالي سیسټم د مني لانډرنګ او ترهګرۍ سره د مالي مرستې په مخه نیولو کې د "ستراتیژیکي نیمګړتیا" له امله د نړیوال مالي سیسټم لپاره يو خطر دی. [فايل]

د پیسو مینځلو او د پاکستان څخه بهر د غیرقانوني پیسو انتقال د مخنیوي لپاره، په باچا خان نړيوال ايرپورټ کې د ټول بدن لپاره يو نصب شوی سکينر د جنورۍ په میاشت کې ښودل شوی دی. [محمد آهل]

د پیسو مینځلو او د پاکستان څخه بهر د غیرقانوني پیسو انتقال د مخنیوي لپاره، په باچا خان نړيوال ايرپورټ کې د ټول بدن لپاره يو نصب شوی سکينر د جنورۍ په میاشت کې ښودل شوی دی. [محمد آهل]

د خيبر پښتونخواه په پېښور کې باچا خان نړیوال ايرپورټ د جنورۍ په میاشت کې ښودل شوی دی. [محمد آهل]

د خيبر پښتونخواه په پېښور کې باچا خان نړیوال ايرپورټ د جنورۍ په میاشت کې ښودل شوی دی. [محمد آهل]

ايرپورټ او د پیښور په چوک یادګار کې د کرنسۍ مارکيټ تر څارنې لاندې راغلی ځکه چې دا د روايتي حوالې او هُنډۍ د نظام له لارې د پیسو مینځلو يوه لاره ده.

په دغه بيان کې راغلي، سکینر "زيانمن نه دی او د ايکس ری د مشینانو نه ډیر مختلف دی ځکه چې ماهرانو مخکې د ايکس ری د مشينانو د استعمالولو په اړه اعتراضونه کړې ول."

د غیر قانوني پیسو مخه نيول

په باچا خان نړیوال ايرپورټ کې دا اقدام د پاکستان د حکومت د هڅو یوه برخه ده چې د مالي عمل کاري ځواک لخوا د ښودل شوي معیارونو سره سم عمل وکړي. ايف ای ټي ايف يوه اداره ده چې په نړۍ کې د ترهګرۍ د مالي تمويل څارنه کوي او د جون په مياشت کې يې پاکستان په خپل خړ ليسټ کې شامل کړی و.

ماهرانو وويل، دا ډول تلاشي او څارنه به د هغه کسانو لخوا د پیسو مینځلو او غیرقانوني پیسو راکړې ورکړې په مخه نيولو کې مرسته وکړي کوم چې د کرپټ چارواکو سره کار کوي، چې اکثر د جنایتکارانو سره همکاري کوي او هغوی ته خوندي لاره برابروي.

چارواکو وويل، د بیلګې په توګه، د دسمبر په ۱۰ مه، د کسټم چارواکو د باچا خان نړیوال ايرپورټ نه یو مسافر محمد داود ونیولو او د هغه د بيګ نه يې ۲۰۰،۰۰۰ یورو (۳۱ ميلیونه پاکستانۍ روپۍ) ترلاسه کړې، چې يې دبۍ، متحده عرب اماراتو ته د وړلو پلان لرلو.

هغوی زياته کړه، پلټنو وروسته وموندله چې د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ايف آی ای) افسرانو د دغه شکمن سره مرسته کړې وه چې د تلاشۍ نه ډډه وکړي او جهاز ته ورسیږي.

قمر نسيم، چې په پېښور کې د مدني ټولنې د سازمان، بليو وينز، مشر دی، وویل، د کلتوري حساسیتونو څخه همیشه مجرمانو ناوړه استفاده پورته کوي او ممنوعه شیان او پیسې سمګل کوي، چې د دې یو مثال د ښځينه مسافرو د بدن تلاشي نه اخیستل دي.

هغه وویل چې د پيسو د معلومولو لپاره نوی نصب شوی سکينر به د ښځينه سمګلرانو له لارې د پيسو مينځلو لپاره د مجرمانو او ترهګرو د هڅو په مخه نيولو کې مرسته وکړي.

نسيم وويل، "په اير پورټ کې نوی ډيټيکټر به د مسافرو د اوږدو قطارونو د لټولو پر ځای د وخت په بچ کولو کې هم مرسته وکړي، د مشينانو له لارې د شکمنو کسانو سکيننګ کول به د مجرمانو په پېژندلو او نيولو کې مرسته وکړي."

د ايف ای ټي ايف لخوا پورته شوي اندیښنو د لرې کولو لپاره، وزیر اعظم عمران خان د بین الوزارتي ټیم جوړولو امر کړی چې د پیسو مینځلو او غير قانوني مالي چارو په اړه مسلې حل کړي. د مالیې وزیر اسد عمر او د کورنیو چارو وزیر شهریار خان آفریدی د وزیرانو د شپږ کسيزه کمیټۍ مشري کوي چې په دې کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي، د دفاع وزیر پرویز خټک، د قانون وزیر ډاکتر فروغ نسیم او د سوداګرۍ لپاره د وزیر اعظم سلاکار عبدالرزاق داود شامل دي.

د حکومت د پيسو مينځلو په وړاندې پالیسي، چې خان يې پخپله څارنه کوي، د پاکستاني پوځ سره په همغږۍ کې ترسره کیږي څو وښيي چې د هیواد ملکي او پوځي مشران د دې ستونزې سره د مبارزې په اړه جدي دي.

يو عقلمندانه ګام

په پېښور يونيورسټۍ کې د سولې او شخړو د مطالعاتو د څانګې چيرمين، سید حسین شهید سهروردي سکينرو ته په اشاره وویل، "دا یوه عقلمندانه فيصله ده." "دا او نور اقدامات د پاکستان لپاره دي چې د [ايف ای ټي ايف] د معیارونو سره سم عمل وکړل شي او د خړ ليسټ نه په وتلو کې زموږ د هیواد سره مرسته وکړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "دا به د پاکستان اقتصاد ته هم وده ورکړي، چې د غیرقانوني پیسو د راکړې ورکړې او تبادلو له امله په خراب حالت کې دی. په دې خت کې، ستر سياستدانان لکه میاں محمد نواز شریف اوآصف علي زرداري او د دوی کورنۍ د پیسو مینځلو په تور د قانوني کيسونو او تورونو سره مخامخ دي.

سهروردي وويل، "سکیننګ ښه کار دی، خو د حوالو او هنډۍ په اړه نور اقدامات به په مني لانډرنګ کې ښکيل کسان ختم کړي ځکه چې ګڼ شمير جنایتکاران او ترورستي سازمانونه دا وسيلې کاروي."

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې د امنيت يو سينير شنونکی دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "په لاسي بيګونو او جیبونو کې ډيرې پيسې د هیواد اقتصاد ته زیان رسوي."

شاه وويل، په غير قانوني توګه د پیسو راکړې ورکړې د پاکستان اقتصاد تباه کړی دی. "دا اقتصادي تروریزم باید ختم شي."

هغه وویل، "په ايرپورټونو کې به بدني سکینرونه بې شکه مرسته وکړي، خو هغه صوبې چې د افغانستان سره پولې لري -- خیبر پښتونخواه او بلوچستان دواړه -- زياتو سختو اقداماتو ته اړتیا لري چې د ترهګرو سازمانونو ته د پیسو ليږلو مخه ونیول شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما دا مقاله خوښه نه شوه

ځواب