جرم او انصاف

د پاکستان نوی چيف جسټس د اصلاحاتو او د واک جلا کولو ژمنه لري

ای ايف پي او پاکستان فارورډ

د پاکستان ۲۶م چيف جسټس آصف سعید خان کهوسه (ښي اړخ ته) د جنورۍ په ۱۸مه په اسلام آباد کې د صدر په کور کې د صدر عارف علوي (په منځ کې)، وزیر اعظم عمران خان (ګس اړخ ته) او ګڼ شمير نورو قدرمنو ميلمنو په موجودګۍ کې حلف ترلاسه کړو. [فايل]

د پاکستان ۲۶م چيف جسټس آصف سعید خان کهوسه (ښي اړخ ته) د جنورۍ په ۱۸مه په اسلام آباد کې د صدر په کور کې د صدر عارف علوي (په منځ کې)، وزیر اعظم عمران خان (ګس اړخ ته) او ګڼ شمير نورو قدرمنو ميلمنو په موجودګۍ کې حلف ترلاسه کړو. [فايل]

اسلام آباد -- پاکستان د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۱۸ مه) د نوي چيف جسټس نه حلف واخيستو. هغه ژمنه لري چې په سپريم کورټ کې اصلاحات وکړي. د هغه په متنازعه فيصلو کې وزير اعظم نا اهله ګرځول او هغه عيسايڼه ښځه خوشي کول شامل دي چې د توهين رسالت په تور تورن ده.

آصف سعید خان کهوسه، ۶۴ کلن، وروسته له هغې د پاکستان ۲۶م چيف جسټس جوړ شو کله چې هغه په اسلام آباد کې د صدر په کور کې په تلویزیوني مراسمو کې د ګڼ شمير درنو ميلمنو په موجودګۍ کې حلف واخيستو.

کهوسه وويل، "زه به د ټولو خلکو سره د قانون مطابق او د ويرې او جانبدرارۍ پرته انصاف وکړم."

په داسې حال کې چې کهوسه په جنايي قانون کې د پاکستان ستر ماهر دی، هغه "د انصاف" لپاره هم مشهور دی او په خپلو "قانوني فيصلو" کې د ادب حوالې هم ورکوي.

تیر کال، کهوسه د سپريم کورټ د پينل يو غړی وو چې د توهين رسالت په تور يې د یوې عیسايڼې ښځې د مرګ سزا رد کړه، چې له دې کبله د اسلامي سخت دريځو لخوا د تاوتریخوالي احتجاجونه رامنځته شول.

هغه په هغو ججانو کې هم وو چې په ۲۰۱۷ کال کې يې پخوانی وزير اعظم نواز شریف د کرپشن د تورونو له کبله نا اهل کړو او هغه يې د ټول ژوند لپاره د سياست نه منع کړو.

هغه په خپله فيصله کې، په ۱۹۶۹ کال کې د ماریو پوذو ناول "ګاډ فادر" بالزيک اقتباس ته اشاره وکړه، چې پکې ويل شوي: "د زيات دولت تر شا یو جرم وي."

د واک جلا کول

د خپلو شاعرانه حوالو څخه ډډه کولو سره، هغه خپل پخوانی مشر، میاں ثاقب نثار، رخصت کړو او ژمنه يې وکړه چې په عدالتي اداره کې مهم اصلاحات وکړي.

قانوني ټولنې او سیاستدانانو له دې کبله په پراخه کچه په نثار تنقيد کړی و چې هغه په پراخه کچه خپل سو موټو اختيارات -- چې دا د پاکستان په قانوني سیسټم کې یوه داسې وسیله ده چې جج ته اجازه ورکوي چې د خلکو د ګټو لپاره د يوې مسلې خبر واخلي -- استعمال کړي ول.

د داسې واکونو تر لاندې، نثار د ناڅاپي معاینو کولو له کبله مشهو وو، چې اکثر به يې د هغه د کار سره تړاو نه لرلو، او په ځانګړې توګه يې د ډيمونو د جوړولو لپاره د پيسو راټولولو هڅې پیل کړې وې.

ځینو تنقيد کوونکو په هغه تور ولګوو چې هغه د عدالتي او اجرائي واکونو تر منځ فرق ختم کړی و.

د جمعې په ورځ (د جنورۍ په ۱۷ مه)، کهوسه د ورته انديښنو په اړه د یوې پریکړې غوښتنه وکړه چې عدالتونه د اساسي قانون مطابق خپل رول ولوبوي.

هغه وويل، "راځئ چې د عدليې لخوا د اجرايیوي ډومين د سرغړونو په اړه بحث وکړو ... او دا چې څنګه عدليه کولی شي چې خپل عادي حالت ته راشي او اغېزمن قانوني رول ولوبوي."

هغه دا هم ژمنه وکړه چې سو موټو نوټسونه به "ډير کم" استعمال شي.

اکرم شيخ، چې د سپريم کورټ بار پخوانی صدر دی، د دې بيانونو ستاينه وکړه او ويې وويل چې دا ډيره ښه څرګندونه ده.

هغه ای ايف پي ته وویل، "د نوي چيف جسټس لخوا د عدليې او ايګزيکيټيو ترمنځ واکونه جلا کول به د واکونو ترمنځ فرق يقيني کړي او جمهورت به پیاوړی کړي."

يو 'عملي' انسان

د پاکستان عدلیه اوس مهال توان نه لري چې د هیواد مخ پر زياتيدو آبادۍ او د کيسونو بار سره مقابله وکړي، چی په نتیجه کې د کار بار زيات شوی دی.

د کهوسه د وینا له مخې، د هیواد په عدالتونو کې ۱.۹ ميلیونه کسيونه دي، چې ججان یوازې په ۳،۰۰۰ کيسونو کار کوي.

طارق وحيد، چې په پېښور کې د تلویزیون خبریال دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه ډیر عملي کس دی او دا د چيف جسټس په اړه يو ښکاره حقيقت دی چی د هغه په فيصلو کې په نظر راځي."

قبایلي سیمو ته په اشارې کولو، وحيد زياته کړه چې په پخواني قبايلي سيمو کې عدالتي نظام به هم په سپريم کورټ کې د کهوسه تر مشرۍ لاندې په چټکۍ سره جوړ شي. "هغه په هغه بنچ کې و چې په دې وروستیو کې یې د فاټا په اړه فيصله خپره کړه."

"هغه به دا يقيني کړي چې په هيودا کې د نورو سیمو په څیر د فاټا خلک هم د مناسب عدالتي نظام له لارې انصاف ترلاسه کړي." هغه زیاته کړه، هغه هیله لري چې دا ډول سیسټم به په راتلونکو میاشتو کې په قبایلي سیمو کې کار کول پيل کړي او خلکو ته به انصاف ورکړي.

[د پيښور نه جاويد خان د ددې راپور په برابرولو کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500