ديپلوماسي

د متحده ایالاتو سفیر خلیلزاد اسلام آباد ته له سفر سره د افغانستان د سولې بهیر ته وده ورکوي

د ضیاء الرحمان لخوا

سفير زلمی خليلزاد، چې د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی دی، د جنورۍ په ۱۸ مه په اسلام اباد کې له پاکستاني وزير اعظم عمران خان سره وکتل. [د مطبوعاتي اطلاعاتو اداره]

سفير زلمی خليلزاد، چې د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی دی، د جنورۍ په ۱۸ مه په اسلام اباد کې له پاکستاني وزير اعظم عمران خان سره وکتل. [د مطبوعاتي اطلاعاتو اداره]

اسلام آباد -- د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد، د یکشنبی په ورځ (د جنوری په ۲۰ مه) دې سيمې ته د خپل وروستي سفر د برخې په توګه پاکستان ته د څلورو ورځو سفر وکړو چې په افغانستان کې د سولې د بهير ملاتړ وکړي.

خلیلزاد، چې د مختلفو ايجنسو د پلاوي مشري یې وکړه، د جنورۍ له ۸ څخه تر ۲۱ مې نيټې پورې هند، چین، افغانستان او پاکستان ته سفر وکړو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو ادارې د جنورۍ په ۸ مه په یو بیان کې وویل، چې هغه به "په هر يو هیواد کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره لیدنه وکړي چې د افغانانو ترمنځ په سياسي حل کې مرسته وکړي."

د متحده ایالاتو سفیر د جنورۍ په ۱۷ مه اسلام آباد ته راغی چې د هیواد د ملکي او پوځي مشرانو سره لیدنه وکړي، چې په دې کې وزیر اعظم عمران خان، د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي او د بهرنیو چارو سيکريټري تهمینه جنجوعه شامل دي.

د متحده ایالاتو وفد د جنورۍ په ۱۸ مه په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره وکتل. [خليلزاد / ټویټر]

د متحده ایالاتو وفد د جنورۍ په ۱۸ مه په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره وکتل. [خليلزاد / ټویټر]

ريډيو پاکستان راپور ورکړو چې خان د خلیلزاد سره په لیدنه کې په افغانستان کې د سولې پروسې لپاره د پاکستان په ژمنې ټينګار وکړو. خليلزاد په سيمه کې د خپلو وروستيو سفرونو په اړه خان ته معلومات ورکړل.

د جنورۍ په ۱۹ مه په ټویټر باندې په يو پیغام کې، د پاکستاني پوځ ویاند وویل چې "قدرمنو مشرانو د افغانستان د سولې بهیر لپاره [د پاکستان هڅو] ستاینه وکړه.

د اوږد مهاله ثبات غوښتنه

په اسلام آباد کې د متحده ايالاتو سفارت خانې د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱ مه) په يو بيان کې وويل، خليلزاد وويل چې "په افغانستان کې سوله په پاکستان او پراخه سيمه کې د ثبات لپاره اړينه ده."

هغه وویل، "هغه د پاکستان له مشرانو سره سلا مشوره وکړه چې څنګه په افغانستان کې تل پاتې سیاسي حل ترلاسه کړي."

احسان الله ټيپو محسود، چې په اسلام آباد کې يو ژورناليسټ دی او د امنيتی مسلو په اړه راپور ورکوي، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا ځل د خليلزاد د سفر اصلي موخه دا وه چې د پاکستان چارواکي وهڅوي چې طالبان قانع کړي چې د سولې په پروسه کې افغان چارواکي شامل کړي."

محسود زیاته کړه چې خليلزاد ته دا دنده سپارل شوې چې طالبان، پاکستاني چارواکي او افغان حکومت يو ځای کړي.

هغه وویل، "هغه د مصالحت پروسه پيل کړه او د اړوندو سیمه ایزو هیوادونو مرکزي ښارونو ته يې سفر وکړو خو په ځانګړې توګه يې اسلام آباد، کابل او واشنګتن ته سفر وکړو." هغه زياته کړه، "طالبان خليلزاد مني ځکه چې افغان حکومت د هغه د افغان سيمې له کبله هم مني."

د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۱ مه)، خليلزاد دوحه، قطر ته سفر وکړو، چېرته چې هغه د طالبانو له استازو سره ليدنه وکړه.

د امريکا غږ د دوشنبې په ورځ وويل، په داسې حال کې چې د خليلزاد دفتر د دې غونډې تاييد نه دی کړی، خو ذبيح الله مجاهد، چې د طالبانو وياند دی، وويل چې دواړو لوريو خبرې اترې وکړې، چې د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۲ مه) به جاري وي.

د افغان حکومت سره کار کول

خلیل زاد دا سفر وروسته له هغې وکړو کله چې د افغانستان چارواکو پاکستان ته سفر وکړو او د سولې هڅې يې پیل کړې او د اسلام آباد سره يې د کابل د سولې ښکیلتیا زیاته کړه.

عمر داوودزۍ، چې د سولې او سیمه ییزې موافقې لپاره د افغانستان د صدر اشرف غني ځانګړی استازی دی، د جنوری په ۸-۱۱ مه پاکستان ته د څلور کسيزه وفد مشري وکړه او د پاکستان حکومت او د سیاسي او مذهبي مشرانو سره لیدنه وکړه.

داودزۍ پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، د پاکستان ملکي حکومت او امنیتي موسسې په افغانستان کې د سولې راوستلو په اړه ورته موافقه لري، چې د سولې خبرو اترو لپاره يو مناسب فليټ فارم رامنځته کوي.

هغه په اسلام آباد کې د جنورۍ په ۹ مه بي بي سي اردو ته په يوې انټرويو کې وویل، "په موجوده حالاتو کې د لویدیځو ګاونډیانو په اړه د پاکستان په چلند کې بدلون راغلی دی." "په اوسني وخت کې، داسې شواهد شته چې پاکستان د سولې په خبرو اترو کې مثبت رول ولوبوي."

بي بي سي د جنورۍ په ۱۵ مه راپور ورکړو، د خليلزاد د سفر نه مخکې، پاکستان د خیبر پښتونخواه په پېښور کې حافظ محيب الله، چې د طالبانو یو سينير غړی دی، ونيولو چې په وسله والو ډلو باندې فشار راوړوي چې په خبرو اترو کې برخه واخلي.

محيب الله د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې د طالبانو په حکومت کې د مذهبي چارو وزیر پاتې شوی و.

د جنورۍ په ۱۷ مه وروسته، صدر غني وزیر اعظم خان ته ټيلی فون وکړو او د سولې هڅو او د هغې د اسانتیا لپاره يې د پاکستان د ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړې. د خان دفتر په يو بيان کې وويل،چې غني د افغان سولې او روغې جوړې لپاره د پاکستان د "مخلصانه مرستې" مننه وکړه.

د سولې په اړه د روانو هڅو له تعقیبولو سره، افغان شنونکي او مشران د دې سفرونو له کبله د رامنځته شوي پرمختګ نه خوشحاله دي.

حاجي احمد سليمان، چې په جلال آباد کې قبايلي مشر دی او د محلي سولې په هڅو کې ښکيل دی، وویل، په لومړي ځل، ټول همکاران -- سیمه ایز او نړیوال دواړه -- يو ځای کيږي چې يو سياسي حل په ګوته کړي او بغاوت او جنګ ختم کړي.

سليمان پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د داودزۍ او خلیلزاد د سفرونو په کلکه څارنه کړې ده. دا ځل، په سيمه کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره په ټولو همکارانو کې دوه اړخیزه درناوی، منل او ليوالتيا لیدل شوې ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چيرې د متحده آيالاتو انتظاميه مخلصه وي او ژمنه لري چې د طالبانو او پاکستان سره خبرې اترې وکړي، نو د سولې، روغې جوړې او د جنګ لخوا د ځپل شوي افغانستان د جوړيدو چانسونه روښانه دي. ټينګار يوازې په اخلاص باندې دی.

ځواب