تروريزم

د پاکستان دیني عالمان اعلان کوي چې ۲۰۱۹ به د ترهګرۍ د خاتمې کال وي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د پاکستان د عالمانو د شورا چيرمين مولانا حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د جنورۍ په ۶ مه په اسلام آباد کې د پيغام پاکستان د غونډې مشري وکړه. [د پاکستان د علماو شورا]

د پاکستان د عالمانو د شورا چيرمين مولانا حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د جنورۍ په ۶ مه په اسلام آباد کې د پيغام پاکستان د غونډې مشري وکړه. [د پاکستان د علماو شورا]

پیښور -- د پاکستان د عالمانو شورا (پي يو سي) تياری کوي چې د اسلام پیغام د څلورم نړیوال کانفرنس کوربه توب وکړي. د دې فورم موخه دا اعلان کول دي چې په ۲۰۱۹ کال کې به ترهګري، افراطیت او فرقه ايز تاوتریخوالی پای ته ورسيږي.

د پي يو سي چيرمين مولانا حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د جنورۍ په ۱۳ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د مارچ په ۳ مه دا کانفرنس ترسره کوو چې په هیواد کې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د ختمولو لپاره اوږد مهاله مبارزه پیاوړې کړو."

هغه وويل، ګډونوالان به د کانفرانس په پای کې یو بیان خپور کړي چې نړۍ ته یو لوړ او واضح پیغام واستوي چې دیني عالمان د تروریزم په وړاندې متحد دي او په سیمه کې به د تلپاتې سولې لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

اشرفي وویل، "له ۵،۰۰۰ نه زیات دیني عالمان، چې د هر فکر ډلې استازیتوب کوي، به په اسلام آباد کې په دې کانفرنس کې ګډون وکړي چې د ترهګرۍ اختتام ولمانځي او راتلونکی عمل په ګوته کړي."

عالمان به د ځان وژونکو بمباریو او همدارنګه د غیر قانوني فتوو په صادرولو او د سولې په ساتلو کې د امنیتي ځواکونو د رول په اړه علمي درسونه ورکړي.

"موږ د [ترهګرو] لخوا د فتوو لپاره د اسلام کارولو له کبله ډير زيات پريشانه يو، خو هيڅ يو مذهب ترهګرۍ ته اجازه نه ورکوي." "ځوانان د مذهب د ناسم تشريح له کبله ګمراه کيږي، چې په دې کې دا هم شامل دي چې هغوی تيار کړي چې په امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ځانمرګي بریدونه ترسره کړي."

اشرفي وویل چې د نړیوال کانفرنس د تيارۍ لپاره به پي يو سي د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د پيغام پاکستان غونډې ترسره کړي.

د جنورۍ په ۶ مه په یوې داسې غونډه کې، دیني عالمانو د "اسلام آباد اعلامیه" خپره کړه، چې د ترهګرۍ او افراطیت ټول ډولونه یې رد کړل او اعلان يې وکړو چې په ۲۰۱۹ کال کې به په پاکستان کې ترهګري، افراطيت او فرقه ايز تاوتريخوالی پای ته ورسيږي.

د ۱۸۰۰ څخه زيات پاکستاني مذهبي عالمانو په جنوری ۲۰۱۸ کال کې د پيغام پاکستان فتوا خپره کړه، چې د ځانمرګي بريدونو، وسله والو بغاوتونو او د شرعي قانون په نامه د تروريستي عملونو غندنه کوي.

'د ترهګرۍ پر وړاندې ودریدل'

د پي يو سي غړي، مولانا عبدالوحید وویل، پاکستانیان د اورپکۍ نه تنګ راغلی دي او غواړي چې د تل لپاره ترهګر له منځه یوسي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "شرپسند وتښتېدل ځکه چې دوی د پوځ نه ویريږي، خو موږ باید خلکو ته د هغوی د مسؤلیت په اړه خبر ورکړو چې د هغو کسانو په وړاندې ګامونه پورته کړي چې د خپلو ګټو لپاره د مذهب نه ناوړه ګټه پورته کوي."

هغه وویل، "موږ له خلکو څخه غواړو چې د تروریزم پر ضد ودریږي او د خپل راتلونکي دفاع وکړي."

هغه وويل، "هر مذهب د سولې ملاتړ کوي او په هر شکل کې تاوتريخوالی ردوي." د دې منعقده کانفرنس موخه دا ده چې يو ګډ ميکانيزم جوړ کړو چې د هغه موجوده چيلنجونو سره مقابله وکړي چې اسلامي نړۍ ورسره مخ ده."

وحید وويل، د مذهبي عالمانو مسوليت د مذهبي سخت دريځو په وړاندې مبارزه کول او د قران کریم د تعلیماتو په رڼا کې د تروریزم په اړه د عامه پوهاوی کچه لوړول دي.

هغه وضاحت وکړو، "موږ بايد د اطلاعاتو جديد طريقې استعمال کړو چې د هغه خلکو د پروپيګنډې مخه ونيسو چې د اسلام نوم په غلطه توګه کاروي."

مولانا حامد الحق، چې د خيبر پښتونخواه په نوښار کې د دارالعلوم حقانيه ستر مشر دی، وويل، د نړيوال کانفرنس موخه نړۍ ته د اسلام رښتينی انځور وړاندې کول دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د اسلام په اړه غیرمناسب مفکورې شتون لري چې باید د ټولو مذهبي فرقونو ترمنځ د همغږۍ لپاره لرې شي او په نړۍ کې د سولې او ثبات لاره هواره کړي."

هغه وويل، "پاکستان د دوام داره تروریزم له امله زيات زیانونه ترلاسه کړي او نور تاوتریخوالی نه شي برداشت کولی."

عالمان، حکومت یوځای کار کوي

په لاهور کې يو عالم، مولانا قاضي مطیع الله سعيدي وویل، د تروریزم د ختمولو لپاره پي يو سي د حکومت د هڅو ملاتړ کوي، چې په دې کې د ترهګرۍ ضد د عمل ملي پلان پلي کول شامل دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې د پيغام پاکستان کانفرنس وړاندیزونه په اساسي قانون کې شامل کړي چې د تل لپاره ترهګری پای ته ورسوو."

قاضي وويل، "د فرقه واريت د مخنيوی لپاره، موږ له مخکې نه اعلان کړی چې د خلکو وژل د اسلام خلاف عمل دی." هغه وویل چې د امنيتي موسسو او د نورو فرقو د غړو په وړاندې بې بنياده فتوې صادرول د غندنې وړ دي.

هغه وويل، "موږ د هغه کسانو په کلکه غندنه کوو چې د امنيتي موسسو د بدنامولو لپاره سازشونه کوي، ځکه چې زموږ ځواکونه له زړورتيا سره د شرپسندو په وړاندې جګړه کوي او د سولې لپاره يې خپل ژوند قرباني کړی دی."

هغه وويل، حکومت بايد په هغه خپرونو بشپړ بنديز پلي کړي چې نفرت او فرقې ايز پيغامونه خپروي، چې په دې کې کتابونه، کتابچې او سي ډي ګاني، همداراز ويب پاڼې او نورې برقي ميډيا شامل دي.

هغه زياته کړه، حکومت بايد د شرعي قوانينو د احکاماتو مطابق په پاکستان کې د ټولو غيرمسلمانانو ساتنه وکړي.

د خلکو ذهنونه بدلول

پاکستانيان د سولې لپاره د عالمانو د غوښتنې هرکلی کوي.

بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې په پيښور کې يو سينير امنيتي تجزيه کار دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ باید د خپلو ديني عالمانو تعقیب وکړو چې د تل لپاره تروریزم ته ماتې ورکړي."

هغه وويل، "ترهګر د ترهګرۍ لپاره د مذهب نوم کاروي، چې ناسمه ده." "ديني عالمانوله پکار ده چې دا غلط تاثر ختم کړي چې اسلام د نورو انسانانو د وژلو اجازه ورکوي."

شاه وويل، ديني عالمانو د سولې هڅې پياوړې کړې او ترهګر نور توان نه لري چې د ځان وژونکو بمباريو لپاره کسان ومومي. "زموږ عالمانو ځان وژونکي بریدونه حرام ګڼلي دي، چې له دغه وجې په تیرو څو کلونو کې په بریدونو کې زیات کمی راغلی دی."

عبد الرحمان، چې د خیبر پښتونخواه په مردان کې په عبدالولي خان يونيورسټۍ کې یو سیاسي کارپوه دی، وويل، د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د دیني عالمانو ملاتړ کول به اغيز ولري ځکه چې عادي پاکستانیان دې ته په جدي توګه کوري.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا یو ښه ګام دی چې د ټولو هیوادونو نه دیني عالمان راټول کړي او د ترهګرۍ په وړاندې یو ګډ پیغام واستوي." "لا تر اوسه هغه کسان شتون لري چې په دې باور لري چې ترهګر د اسلام خدمت کوي، او موږ باید د عالمانو له لارې دا ذهنیت بدل کړو."

هغه وویل، "د ترهګرۍ د ختمولو لپاره دا کانفرنس یو مثبت ګام دی او ترهګري به کمه کړي." هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو او خلکو له خوا د قربانيانو له امله تېر کال د تيرو کلونو په پرتله سوله ايز و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټولو عالمانو د پام وړ کار کړی دی او د اسلام خدمت کوي څو د مسلمانانو ښه انځور وړاندې کړي. تاسو هم د دې پيغام په خپرولو کې مثبت رول لوبوئ. الله دې ستاسو ټول ټيم وبخښي!!

ځواب

دا لیکنه بالکل یو نوی ترورزم خورولو او د ففتهه جنرېشن وار کولو اراده لري ـ او دا علما د یو نوي پلان له مخي دغه سیمه و نوي شرخوښي او انتهاپسندۍ خواته بیایي

ځواب