تکنالوژي

نوی ډیجیټل جنایي ډیټابیس د پولیسو لاسرسۍ او څارنې ته وده ورکوي

د جاويد خان لخوا

يو پوليس افسر په پيښور کې د دسمبر په میاشت کې ټکنالوجي کاروي چې د ځایي اوسيدونکو د اسنادو تصدیق وکړي. د خیبرپښتونخواه پولیسو د مجرمانو معلومات کمپیوټرايزډ کول پیل کړي چې په راتلونکي کې د کيسونو په تحقیقات کولو کې مرسته وکړي. [جاوید خان]

يو پوليس افسر په پيښور کې د دسمبر په میاشت کې ټکنالوجي کاروي چې د ځایي اوسيدونکو د اسنادو تصدیق وکړي. د خیبرپښتونخواه پولیسو د مجرمانو معلومات کمپیوټرايزډ کول پیل کړي چې په راتلونکي کې د کيسونو په تحقیقات کولو کې مرسته وکړي. [جاوید خان]

پیښور -- د خیبر پښتونخواه (کی پي) پولیسو د هغو کسانو ټول جنایي اسناد کمپیوټرايزډ کړي چې په جدي جرمونو او تروریزم کې ښکیل دي چې د جيل نه د خوشې کيدو وروسته هم د هغوی تعقیب وکړي.

په دغه ډیجیټل معلوماتو کې د مجرمانو د ګوتو نښې، کمپیوټرايزډ قومي شناختي کارډونه (سي اين آی سيز) د موبايل فونونو شمیرې، جنايي تورونه، انځورونه او نور تفصیلات شامل دي چې د پولیسو سره مرسته کولی شي.

د پیښور مرکزي ښار د پولیسو افسر قاضي جمیل الرحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "پولیس ځواک له مخکې نه په پېښور کې د ۹۹۰ مجرمانو معلومات د ۲۰۱۸ کال د پای پورې کمپیوټرايزډ کړي دي."

هغه وويل، په هغه مجرمانو کې، چې معلومات یې په ډیټابیس کې دي، هغه کسان شامل دي چې اوس په زندان کې دي او هغه کسان چې مخکې خوشې شوي دي.

هغه وويل، "دا معلومات به پولیسو ته توان ورکړي چې په دوامداره توګه د دغو عناصرو څارنه وکړي حتی کله چې دوی خوشې شي او د خپلو [جنايي] ډلو سره اړیکه ولري."

معلوماتو ته اسانه لاسرسي

د خیبر پښتونخواه پولیسو ویاند وقار احمد پاکستان فارورډ ته وویل، په دغه ځواک کې متخصصینو د هغه مجرمانو معلومات په يو ايپ کې ثبت کړي چې د افسرانو لپاره به د هغوی په فونونو باندې هم موجود وي.

احمد وويل، "د يوې پیښې یا تحقیق په صورت کې به سیمه ایز پولیس توان ولري چې د هغه مجرمانو معلومات او تیر ریکارډونه په اسانۍ سره وګوري د کومو چې معلومات کمپیوټرايزډ شوي دي."

د احمد په وینا، نورو ضلعو د مجرمانو او تروريستانو معلومات په خپلو سيمو کې کمپيوټرايزډ کړي دي.

احمد زیاته کړه، نوره ډيټا به د جنورۍ په میاشت کې په سافټویر کې ثبت شي، چې د پلټونکو لپاره به دا اسانه کړي چې د هر ډول سخت دريځي مجرم یا ترهګر تفصيلات معلوم کړي.

د خیبرپښتونخواه پولیسو هم هڅې زياتې کړې چې په دې صوبه کې ټول کرایه داران رجسټر کړي چې ترهګرو او جنایتکارانو ته د پناه لپاره د ځایونو ورکولو مخه ونیسي.

ټکنالوژي ښه کول

په پېښور کې يو سينير خبريال، قيصر خان، چې د جرم او ترهګرۍ په اړه راپور ورکوي، پاکستان فارورډ ته وويل، د جنايتکارانو معلومات کمپيوټرايز کول به هغوی د خپلو ډلو سره په دوامداره توګه د ښکيلتيا نه په منع کولو کې ښه مرسته وکړي او د هغوی سره به هم مرسته وکړي چې د ترهګرۍ او جرمونو نه ډډه وکړي.

خان وويل، "دا ګټوره ده چې د راتلونکې لپاره د هغو کسانو یو قوي ډیټابیس ولرو چې په جرمونو کې ښکیل دي. په دغه ډيټابيس کې د هغوی د ګوتو نښې او نور تفصيلات شامل دي."

د خان له مخې، د خیبرپښتونخواه پولیسو په تیرو څو کلونو کې خپلې ټکنالوژۍ ته وده ورکړې ده، چې د تحقیقاتو په ترسره کولو او د جرم او ترهګرۍ په مخه نيولو کې به د هغوی سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه، "د کرایه دارانو د معلوماتو خدماتو له مخکې نه په پېښور او نورو ضلعو کې د کرایې په کورونو کې د شکمنو کسانو په پېژندلو کې مهم رول لوبولی دی، او کمپیوټرايزيشن به نور هم د پولیس ځواک سره مرسته وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سيند پوليس پخپله غله دي، مهرباني وکړئ د دې په اړه څه وکړئ په ځانګړي توګه د ماري جلباني پوليس

ځواب

د ستاينې وړ هڅې..

ځواب