بشري حقونه

پاکستانیان د حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ماشومانو سره د ظلم مخه ونیسي

د آمنه ناصر جمال لخوا

د پاکستان د مدني ټولنې فعالین د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۱۱ مه په اسلام آباد کې شمعې او پلې کارډونه، چې د زینب فاطمه آمین انځور لري، په لاسونو کې نيولي دي. د زينب فاطمه آمين سره د دې میاشتې په پیل کې د پنجاب صوبې په قصور کې جنسي تیری وشو او قتل کړې شوه. [عامر قریشي/ای ايف پي]

د پاکستان د مدني ټولنې فعالین د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۱۱ مه په اسلام آباد کې شمعې او پلې کارډونه، چې د زینب فاطمه آمین انځور لري، په لاسونو کې نيولي دي. د زينب فاطمه آمين سره د دې میاشتې په پیل کې د پنجاب صوبې په قصور کې جنسي تیری وشو او قتل کړې شوه. [عامر قریشي/ای ايف پي]

لاهور -- په داسې حال کې چې د زینب فاطمه آمین، چې د ۷ کالو جينۍ وه او د پنجاب صوبې په قصور کې ورسره جنسي تيری شوې و، او قتل کړې شوې وه، د غمژن مرګ لومړۍ کلیزه نژدې ده، پاکستانيان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ماشومانو سره د ناوړه چلند مخه ونيسي.

د تیرو کلونو په ترڅ کې د ماشومانو د جنسي تیري کيسونو پاکستان په صدمه کې اخته کړی دی، چې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هڅوي چې د دې ستونزې په اړه د پوهاي لوړولو لپاره هيش ټيګ #PakistanisAgainstChildAbuse وکاروي.

د زینب د جنسي تیري او وژنې سربیره، د خیبر پښتونخواه (کی پي) په مردان کې په جنوری ۲۰۱۸ کال کې د یوې ۴ کلنۍ جينۍ سره جنسي تيری وشو او ووژل شوه، په داسې حال کې چې په اګست ۲۰۱۸ کال کې د سيند صوبې په سکهر کې دوو کسانو یوه ۶ کلنه جينۍ وتښتوله او د هغې سره يې جنسي تیری وکړو.

د ځايي پوليسو د يو راپور له مخې، یوازې تیر کال، په پنجاب کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي بريدونو لږ تر لږه ۸۷۵ کيسونه ثبت شوي ول.

د پنجاب پولیسو يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، "د دې ډول جرمونو په اړه پولیسو ته ډير کم راپورونه ورکړل کیږي، په ځانګړې توګه د ویرې له امله چې خلک به د ژغورل شويو ماشومانو سره د همدردۍ چلند ونه کړي."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "جنسی تعليم باید په ابتدايي کچه په سکولونو کې لازمي شي او په کور کې د والدینو د مشورې څخه پیل شي." "ټولنه نه غواړي چې په سکولونو کې جنسي تعلیم معرفي کړي."

هغه وويل، ژغورل شوي ماشومان د شرم نه د بچ کيدو لپاره زياتره داسې فعاليتونه پټ ساتي، چې په پايله کې مجرمان د سزا نه خلاصی ترلاسه کوي.

هغه وويل، "د مجرمانه انصاف نظام بهیر پیچيده او اوږد دی، یو قرباني ويریږي او مرتکبين ډاډ ترلاسه کوي."

هغه زياته کړه، "شرم یوازې د مرتکبينو لپاره دی، نه چې د قربانیانو یا ژغورونکو لپاره." "ماشومانو ته دا ښودل ضروري دي چې په چا باندې د لاس وهلو، يا د دې نه زيات ناوړه عمل او يا د بد چلند په اړه په خبرو کولو کې شرم نشته."

ډاکټر ناصر سعيد خان، چې په لاهور کې په سروسز هسپتال کې د نفسياتو ډاکټر دی، وویل، جنسي تیری یو ناوړه جرم دی، او د عدم تشدد په اړه درس په کور کې پیل کيږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د ښه او بد لمس په منځ کې د توپیرونو، د ناشنا خلکو سره څنګه خبرې اترې نه کولو، او دا چې د والدين به څنګه خبروئ که چيرې يو اشنا او يا ناشنا کس په نامناسبه توګه په ماشوم لاس ووهي، په اړه درسونه او همداراز مشوره ورکول ټول اړین دي."

خطرناک ارقامونه

د ساحل، چې په اسلام آباد کې يو غير دولتي سازمان دی او د ماشومانو د ساتنې د مسلو په اړه کار کوي او په جنسي تيري باندې تمرکز کوي، لخوا د راټول شويو ارقامو له مخې، په پاکستان کې هره ورځ د ماشومانو سره د جنسي تيري ۱۱ رپوټونه ثبت کيږي.

ساحل کار کوي چې د ماشومانو لپاره يو داسې خوندي چاپيريال رامنځته کړي چې د تاوتریخوالي او استحصال نه پاک وي.

د جنورۍ او جون ۲۰۱۸ کال ترمنځ، په پاکستان کې په ورځپاڼو کې د ماشومانو سره د ناوړه چلند ټولټال ۲،۳۲۲ کسيونه راپور شوي ول.

د ساحل له مخې، په دغه موده کې د تښتونې ۵۴۲ کيسونه، د بدکارۍ ۳۸۱ کيسونه، د ورک شويو ماشومانو ۲۳۶ کيسونه، د جنسي تيري د هڅې کولو ۲۲۴ کيسونه، د ډله بيزې بدکارۍ ۱۶۷ کيسونه، د ډله ييز جنسي تيري ۹۲ کيسونه او په ماشوموالې کې د ودونو ۵۳ کيسونه ثبت شوي ول.

په ورته موده کې، پولیسو د جنسي تیري څخه وروسته د وژنې ۵۷ کيسونه ثبت کړل.

دغه معلوماتو په ډاګه کړه چې په پنجاب کې ۶۵٪، په سيند کې ۲۵٪، په اسلام آباد کې ۳٪، په خیبرپښتونخواه کې ۳٪ او په بلوچستان کې ۲٪ کيسونه راپور شوي ول، په داسې حال کې چې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې ۲۱ کيسونه او او په ګلګت بلتستان کې ۲ راپور شوي ول.

د ماشومانو سره د ناوړه چلند په وړاندې قانون سازي کول

څارونکي وايي، په داسې حال کې چې پاکستان د ماشومانو د ساتنې قوانین لري، زيات کار پکار دی چې په کورنیو او ټولنو کې پوهاوی رامنځته کړی شي چې قربانيان انصاف ترلاسه کړي.

د دې مسلو د حل کولو لپاره، د بشري حقوقو وفاقي وزیرې، شیرین مزاري، تیره جمعه (د جنورۍ په ۱۱ مه) په اسلام آباد کې د ماشومانو د حقونو د غورځنګ له پلاوي سره وکتل.

هغې وويل، هر سکول به د بشري حقوقو درس ورکړي او د ماشوم د خونديتوب په اړه د پوهاوي د رامنځته کولو لپاره به په ځايي کچه يو ستر کمپاين پيل شي.

هغې وويل، چارواکي به ډېر ژر د کورنيو چارو وزارت او اړوندو صوبايي حکومتونو سره په سلا مشوره د ماشومانو د ساتنې لپاره يو ميکانيزم پلي کړي.

د اسوسييټد پریس پاکستان له مخې، اصلي حقیقت دا دی چې د خلکو ذهنیت بدل کړی شي. دا یو سخت کار دی."

د ماشومانو د حقونو د غورځنګ غړي، حبیبه سلمان، وویل، پولیس د ماشوم سره د ناوړه چلند د کيسونو په اړه په مناسبه توګه غبرګون نه ښيي.

هغې وويل، پاکستان بايد د پوليسو ظرفيت لوړ کړي چې د هغه جرمونو په اړه څېړنې وکړي چې ماشومان په کې ښکيل وي. هغې زياته کړه، پوليس بايد عملي ګامونه پورته کړي چې د ماشومانو سره د ناوړه چلند کوونکو په وړاندې مبارزه وکړي.

آزاد خبریال ثمن صدیقي د تيرې فبرورۍ په ۶ مه د سما تلويزيون لخوا په خپور شوي یو بلاګ کې لیکلي، په پاکستان کې، "مجرمان، جنسي تیري کوونکي، [او] د ماشومانو او میرمنو سره بد عمل کوونکي په مقدمه کې د کمزورۍ او د نامناسبه تحقيقاتو له امله له تورونو څخه خلاصی ترلاسه کوي."

هغې وويل، "د ماشوم سره د جنسي تيري وروستي کيسونه په روښانه توګه زموږ د مايوسه او بې سواده ټولنې ناوړه اړخ په ګوته کوي." "د دې جرمونو لپاره د قوي او مؤثره قانون جوړولو ضرورت دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ورک شوي ماشومان امريکې او جنیوا ته نه وو تللي. هغوی دلته بالکل په شاوخوا کې موجود ول او موندل کيدې شي که چیرې موږ ژمن یو، له ماشومانو سره مینه لرو او ټولنه د دې رنځ احساس لري. ولې د ورک شويو ماشومانو په اړه راپور په لویه کچه د اړیکو ټولو وسیلو، د جوماتونو او ټولنیزو رسنیو په ګډون، په کارولو سره نه دی ورکړل شوې. جوماتونه او ټولنيزې رسنۍ تر ټولو اغيزمنه وسيلې دي. د برید او وژلو نه مخکې د ماشومانو تعقيب کيدې شو که چیرې ټولنې مسؤلیت ولري او بیداره وي خو موږ احساس کوو او په ښکاره توګه دا ثابتوو چې موږ د خپلو هڅو پر ځای یوازې د حکومت نه غوښتنه کوو. دوهم دا چې مجرمان د تش په نامه د پولیسو د کړنلارو او په وخت د قانوني مشورې او د پوليسو د کمزوري تحقيق د مخنيوي لپاره د دریمې پارټۍ لخوا د تحقیق د نه شتون له امله خورا خوندي دي. غوره لاره دا ده چې سمدلاسي د ورک شويو ماشومانو د تصوير يا د شناخت په خپرولو سره په لویه کچه د ماشومانو د ورکیدو اعلان وشي او بیا که چيرې مجرم ونیول شي نو هغه ته دې د منصفانه، آزاد او شفافې میډیا مقدمې سره په ښکاره ډول پهانسي ورکړل شي.

ځواب