روغتیا

قومي مشران په لیوالتیا سره د ټراما د نوي مرکزونو پرانستلو په تمه دي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خيبر پښتونخواه د روغتيا وزير، هشام انعام الله خان، د دسمبر په ۲۲ مه د شمالي وزيرستان قبايلي ضلعې د ميرانشاه ايجنسۍ په مرکزي روغتون کې د ماشومانو د وارډ معاينه کوي.  [د خيبر پښتونخواه د روغتيا رياست]

د خيبر پښتونخواه د روغتيا وزير، هشام انعام الله خان، د دسمبر په ۲۲ مه د شمالي وزيرستان قبايلي ضلعې د ميرانشاه ايجنسۍ په مرکزي روغتون کې د ماشومانو د وارډ معاينه کوي.  [د خيبر پښتونخواه د روغتيا رياست]

پیښور -- د شمالي او جنوبي وزيرستان اوسيدونکي د خيبر پښتونخواه (کی پي) حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی دی چې په دغو قبايلي ضلعو کې د خلکو د خدمت لپاره د ټراما مرکزونه جوړ کړي.

د دې مرکزونو مطلب په خیبرپښتونخواه کې د سیمه ایزو خلکو ذهني فشار او جسماني معذورۍ کمول دي. خيبر پښتونخواه هغه صوبه ده چې له اوږدې مودې راهیسې د ترهګرۍ له کبله ځپل شوې ده.

میاں افتخار حسين، چې په پيښور کې د نفسياتو ډاکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "دواړه قبایلي ضلعې له تیرو ۱۵ کلونو راهیسې د تروریزم ترټولو ناوړه مرکزونه پاتې شوي دي، چې په پایله کې نیمه آبادي -- په ځانګړې توګه میرمنې -- په نفسياتي بيمارو کې اخته دي."

هغه وويل، ګڼ شمير پاکستانيان د اوږدې مودې په تاوتريخوالي کې د نږدې خپلوانو له لاسه ورکولو له امله د صدمې نه وروسته په بيمارو (پي ټي ايس ډي) کې اخته کيږي. هغه زياته کړه چې "د جسماني زخمونو په اړه وضعیت ښه نه دی."

د خيبر پښتونخواه د روغتيا وزير، هشام انعام الله خان، د دسمبر په ۳۰ مه جنوبي وزيرستان قبايلي ضلعې ته سفر کوي. هغه د وانا ايجنسۍ په مرکزي روغتون کې د سهولتونو معاينه وکړه. [د خیبرپښتونخواه روغتیا رياست]

د خيبر پښتونخواه د روغتيا وزير، هشام انعام الله خان، د دسمبر په ۳۰ مه جنوبي وزيرستان قبايلي ضلعې ته سفر کوي. هغه د وانا ايجنسۍ په مرکزي روغتون کې د سهولتونو معاينه وکړه. [د خیبرپښتونخواه روغتیا رياست]

حسين وويل، د قبايلي ضلعو ډير اوسيدونکي، چې په صدمه کې اخته دي او د نفسياتي ماهرانو سره د ليدلو لپاره پيسې نه لري، د علاج نه بغير په خپلو کورونو کې پاتې کيږي، چې دا يو داسې وضعيت دی چې د هغوى په ستونزو کې اضافه کوي.

هغه زياته کړه، "دا سمه پرېکړه ده چې دا مرکزونه جوړ کړي او د هغوی په سيمو کې د ناروغانو سره مرسته وکړي."

د ټراما مرکزونه به ژر جوړ شي

د خیبر پښتونخواه د روغتیا وزیر، هشام انعام الله خان، په ترتیب سره د دسمبر په ۲۲ او ۳۰ مه شمالي او جنوبي وزیرستان ته د خپل سفر په دوران کې د ټراما مرکزونو جوړولو اعلان وکړو.

د دغه سفر په دوران کې، خان د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیایي خدماتو د ښه کولو لپاره د فنډونو ژمنه وکړه.

هغه وویل، "موږ پوهیږو چې خلک د ترهګرۍ له کبله ډير ځپل شوي دي." "اوس، هغه کسان چې تاوتریخوالي رامنځته کوي، ختم شوي دي، خو موږ باید په دواړو ضلعو کې د عامې روغتیا په ښه کولو تمرکز وکړو."

هغهضرب عضب عملیاتو، چې پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې پیل کړي ول، اشاره وکړه او وضاحت يې وکړو، "د ۲۰۱۴ کال په نیمایۍ کې د پوځي کمپاین نه مخکې، دغه سيمې د وسله والو نه ډکې وي."

خان وویل چې د وسله والو لخوا ښخ شوي د ځمکي ماینونه اوس هم خلک زخمي کوي. دا وړاندیز شوی چې د ټراما مرکزونه به آلات ولري چې د جدي جسماني زخمونو علاج وکړي او د معذورۍ مخه ونيسي.

هغه د جنورۍ په ۲ مه پاکستان فارورډ ته وویل، "دا مرکزونه به د جسماني زخمونو، د هغه زخمونو په شمول چې د ګاډو او د ډزو له امله رامنځته شوي وي، هم علاج وکړي، ځکه چې دا اکثر د خطرناکې صدمې سبب جوړيدی شي."

خان زیاته کړه چې دا مرکزونه به د اور او بریدونو له کبله رامنځته شويو زخمونو هم علاج وکړي.

مختلفو چارواکو پاکستان فارورډ ته وویل، د خیبرپښتونخواه حکومت د دې مرکزونو د جوړولو د لګښت اټکل کوي او ډیر ژر به د پروژې لپاره فنډ تخصیص کړي.

د روغتیا خدمات ښه کول

ډاکټران او په ځايي هسپتالونو کې چارواکي د ټراما مرکزونو د جوړولو د پریکړې ستاینه کوي.

د شمالي وزيرستان د میرانشاه ایجنسۍ په مرکزي روغتون کې يو جنرل سرجن ډاکټر محمد سهيل وويل، دا سیمه د ټراما مرکز ته اړتيا لري چې په وخت ځانګړې طبي پاملرنه چمتو کړي او د معذورۍ مخه ونيسي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د ټراما د زياتو خدمتونو له لارې د مرګ او تلپاتې معذورۍ امکانات کمولی شو." "دغه [مرکزونه] به موږ ته توان راکړي چې د سختو ناروغانو او ټپيانو علاج وکړو."

د ميډيکل سپرنټنډنټ، ډاکټر محمد يونس، له مخې د میرانشاه په روغتون کې تقريباََ ۲۵٪ روغتیايي سهولتونه غیر فعال دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "حکومت ډاډ ورکړی چې ټول خدمات به عملي شي." "ژر به، نوي تشخیصي سامان راشي او متخصص ډاکټران به وګمارل شي."

هغه وویل، "کله چې مونږ د ټراما مرکزونه ولرو، نو موږ د معذورۍ او همدارنګه د نفسياتي بيمارو علاج کولی شو."

د جنوبي وزيرستان د وانا کې ايجنسۍ په مرکزي روغتون کې ډاکټران د خيبرپښتونخواه حکومت د پرېکړې نه خوشحاله دي.

وارث خان، چې د وانا په روغتون کې يو ډاکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ غوښتنه کړې چې حکومت د جسماني معذورۍ ناروغانو د بيا رغاونې لپاره زيربناوې جوړې کړي، ځکه چې په هغوی کې زياتره کسان د جسماني ورزشونو له لارې بيرته حرکت ترلاسه کوي او د معذورانو لپاره کرسۍ او ډانګورې د هغوی سره په ګرځيدو کې مرسته کوي."

د روغتیا سهولتونه ښه کول

جواد علی، چې په پيښور کې په ليډي ريډنګ هسپتال کې د نفسياتو ډاکټر دی، وويل، د اورپکۍ په سيمو کې اوسيدونکو ته د خپلو ستونزو لپاره د ځانګړي روغتيايي خدمتونو ضرورت دی.

علی وویل، د دې ډير زيات ضرورت دې چې هغه ځای ته نژدې د ناروغانو علاج وکړی شي چيرته چې دوی ژوند کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، وضعیت د نفسياتي بيمارو په اړه ښه نه دی. هغه زیاته کړه چې "په سیمه ایزو [کچه] خدمات چمتو کول د خلکو لپاره ګټور ثابتيدی شي."

هغه وويل، په وړو نفسياتي بيمارو کې اخته کسان، او همدارنګه هغه ماشومان چې د چاودنو او ترهګرۍ په حالاتو کې لوی شول، د مشاورتي او دوايانو له لارې په ځايي ټراما مرکزونو کې علاج ترلاسه کولی شي.

په ۲۰۱۸ کال کې د خیبرپښتونخواه سره د پخوانۍ فاټا ضم کيدو نه وروسته، د خیبرپښتونخواه حکومت د روغتیايی خدماتو د ښه کولو لپاره د ګڼ شمير پلانونو اعلان وکړو.

ډاکټر ارشد خان، چې د خیبر پښتونخواه د روغتیا ډايريکټر جنرل دی، وویل، حکومت پریکړه کړې چې روغتیايي سهولتونه ښه کړي او په دواړو قبایلي ضلعو کې د تهيلی سيمیا او د ډایلاسس مرکزونه جوړ کړي.

هغه د جنورۍ په ۲ مه پاکستان فارورډ ته وويل، په نورو قبايلي ضلعو کې روغتيايي خدمتونه هم ښه شوي دي.

هغه وويل، "ځانګړې پام به ښځو ته ورکړل شي ځکه چې دوی د نارينو په چاپیریال کې نورو ښارونو ته سفر نه شي کولی، او د دوی په سيمو کې مرکزونه به دوی ته ګټه ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500