روغتیا

د خیبرپښتونخواه پولیس وینه ورکوونکي په بیړنیو حالاتو کې د ضرورت مندو خلکو سره يو ځای کوي

د جاويد خان لخوا

يو پولیس په پیښور کې د جنورۍ په ۵ مه د چاودنې وروسته وينه ورکوي. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

يو پولیس په پیښور کې د جنورۍ په ۵ مه د چاودنې وروسته وينه ورکوي. [د خيبر پښتونخواه پولیس]

پیښور -- د خيبر پښتونخواه پولیسو "د وينې ورکونکو مرکز" په نامه يو مرکز جوړ کړی چې د هغه پوليسو افسرانو او ملکیانو نومونه ثبت کړي کوم چې غواړي چې د تروريستي برید یا په بل لوی بیړني حالت کې وینه ورکړي.

وقار احمد، چې د خیبرپښتونخواه د پولیسو ویاند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ۳۴۱ پورې وينه ورکونکو له مخکې نه خپل نومونه او د اړیکو تفصيلات رجسټر کړي دي چې په بيړني حالت او يا په بل ضرورت کې د هغوی سره د وینې لپاره اړيکه ونيول شي."

د دې لیسټ موخه دا باوري کول دي چې کله هسپتالونو ته د وینی ضرورت وي نو رجسټر شوي وينه ورکوونکي سمدلاسي مرستې چمتو کړي.

احمد وويل، "موږ ليدلې دي چې په سلګونو خلک د احتياط له کبله هسپتالونو ته د وينې ورکولو لپاره راځي کله چې يوه ناڅاپي لويه پيښه په پېښور يا بل ښار کې رامنځته شي." هغه زياته کړه چې د پوليسو سره رجسټر شوي د وينې ورکونکو ليسټ به دا يقيني کړي چې هسپتالونو ته د رضاکارانو د راتلو نه مخکې وينه موجود وي."

هغه وضاحت وکړو، "موږ له مخکې نه د اړیکو ټول تفصيلات او د رجسټر شويو وينه ورکوونکو د وینې ګروپونه لرو، په ځانګړې توګه د هغه کسانو چې اُو - منفي ګروپونه لري، چې ډیر اړین دي."

د وینې ورکولو باقاعده کمپاينونه

د وینې ورکونکو مرکز د پولیس د وینې ورکولو کمپاين او ځايي هسپتالونو او پرايويټ سازمانونو سره مرسته کوي او هره ورځ په زرګونو ناروغانو ته وینه ورکوي.

په پيښور کې د حمزه فاونډیشن ویلفیر او د وینې د ټرانسفيوژن د خدماتو منيجنګ ډايريکټر، اعجاز علی، پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د تهيلي سيميا او د وينې نور ۱،۱۳۹ رجسټر شوي ناروغان لرو چې هره میاشت یا نیمه مياشت وروسته وینه ترلاسه کوي."

تهيلي سيميا د وینې جنياتي بيماري ده چې د وینې کمی، د هډوکي ستونزې او نورې مسلې رامنځته کولی شي چې د وینې د باقاعده انتقال سره يې علاج کيدی شي.

علی وویل، چې د ۴۰ نه تر ۵۰ پورې د تهيلي سيميا ناروغان، زياتره ماشومان، د حمزه فاونډيشن نه د وینې ټرانسفيوژن ترلاسه کوي.

هغه وويل، "موږ په باقاعدګۍ سره د وينې د کيمپونو انتظام کوو چې د زده کوونکو او مختلفو ادارو او د ژوند د هرې طبقې د خلکو نه وينه ترلاسه کړو چې په بيړنيو حالاتو کې یې هغه خلکو ته يې ورکړو چې د وينې په ناروغيو کې اخته وي."

علی زياته کړه، حمزه فاونډيشن په ډيرو موقعو د خیبرپښتونخواه د پولیسو او د نيشنل هايي ويز او موټروې پولیسو سره د وینې کيمپونه لګولي دي.

هغه زياته کړه، "ګڼ شمير سينير او جونير پوليس افسران په باقاعدګۍ سره د دې ناروغانو لپاره او په بېړني حالت کې وينه ورکوي."

يوه مدني دنده

د پیښور مرکزي ښار د پوليسو افسر قاضي جمیل الرحمن په وینا، د پولیسو افسرانو سربيره، ګڼ شمير اوسيدونکي د وینې په کيمپونو کې برخه اخلي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د خیبر پښتونخواه او د هيواد په سلګونو نور پولیسو د اګست په لومړۍ هفته کې د ناروغانو لپاره وینه ورکړه."

د اګست په ۴ مه، پولیس ځواک د شهیدانو د ورځې په تړاو هر کال د افسرانو نه وینه ترلاسه کوي چې هغو کسانو ته باج ورکړي کومو چې د هیواد لپاره خپل ژوند قربان کړی دی.

رحمان وويل، "د دې ترڅنګ، کله چې په تروريستي بريد يا بل بېړني حالت کې ضرورت وي، نو د پوليسو ځواک او خلکو تل وينه ورکړې."

الطاف علی، چې په پېښور کې په يوې پرايويټ يونيورسټۍ کې، چې نوم يې ښکاره نه کړو، طالب علم دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "زه په منظمه توګه سیمه ایز سازمانونو ته وینه ورکوم چې د بیړنیو حالاتو لپاره او همدارنګه د هغو کسانو لپاره يې راټولوي چې د وینې په مختلفو بيمارو کې اخته وي."

علی وويل چې هغه به د خیبرپښتونخواه د پولیسو د وینې ورکوونکو د مرکز سره رجسټر شي چې دغه ځواک د ضرورت په وخت له هغه سره اړیکه نیسي.

هغه زياته کړه، "دا تر ټولو لږ خدمت دی چې يو انسان يې د خپلو خلکو او هېواد لپاره کولی شي، او زه تل د دې لپاره چمتو يم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500